تازه خبرونه
په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۶۰۰۰ واوښت
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، چې له وروستیو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په ټول هېواد کې پر کرونا ویروس ۴۱۴ کسان اخته شوي، چې ۱۷ ناروغانو ترې ژوند له لاسه ورکړی او ۵۴ نور رغیدلي دي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجرح ويلي، چې په افغانستان کې پر کرونا ویروس د هرې ورځې له تېریدو سره ګن کسان اخته کیږي؛ په وروستیو ۲۴ ګړیو کې پر کرونا ویروس د هېواد ۵۴ کسان اخته شوي، چې په کابل کې ۱۶۲و په هرات کې ۱۳۲، په بلخ کې ۲۶ ، په سمنګان کې ۱۹، په کندهار کې ۱۳، په پکتیا کې ۱۲ او په جوزجان کې ۹ نوې مثبتې پېښې ثبت شوط دي.
نوموړی د هېواد والو لخوا روغتیایي سپارښتنو ته نه پاملرنه د دغه ویروس د پراختیا لامل بولي او له خلکو غواړيو چې په خپل ورخني زوندانه کې د روغتیا وزارت سپارښتنو ته پام راواړوي؛ ځان، کورنۍ او هېواد وال له دغه رنځه وژغوري.
په ټولیزه توګه په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۰۵۳ رسیدلی، چې ۱۵۳ ترې مړه شوي او ۷۴۵ ترې رغیدلي دي.
تازه خبرونه
د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
نن سېشنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.
د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بختالرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.
تازه خبرونه
په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.
-
تازه خبرونه4 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه4 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
لوبی2 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
نړۍ4 days agoپر کابل هوایي ډګر برید کوونکی محمد شریفالله په امریکا کې پر ۲۰ کاله بند محکوم شو
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد قطر یوه لوړپوړي چارواکي له کورنیو چارو وزیر سره ولیدل
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد امریکا او حوثیانو استازو په عمان کې پټه لیدنه کړې
-
نړۍ1 day agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
