تازه خبرونه
په پروان کې د ملي امنیت پر موټریز کاروان چاودنې ۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د پروان ولایت د چاريکار ښار د لومړۍ امنیتې حوزې د هوفیان شریف په څلور لارې کې نن مازیګر درې بجې د ملي امنیت پرموټریز کاروان چاودنه شوې؛ درې امنیتي سرتېري وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي.
د پروان د ملکي روغتون مشر عبدالقاسم سنګین آریانا نیوز ته ویلي: د پروان په مرکز چاریکار ښار کې له چاودنې وروسته درې مړي او پېنځه ټپیان روغتون ته رالېږدول شوي دي.
ولایتي امنیتي چارواکو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي او هیچا یې مسوولیت هم پر غاړه ندی اخیستی.