روغتيا
په کابل طبي پوهنتون کې مکروب ضد درمل وڅېړل شول
په کابل طبي پوهنتون کې د مکروب ضد درملو پر وړاندې د میکروبونو د مقاومت د څېړنې کلنۍ کاري غونډه جوړه شوه.
د دې غونډې موخه د انتي بیوتیکونو پر وړاندې د باکتریا د مقاومت او د باکتریا د عواملو موندل دي.
په دې غونډه کې ګډونوالو ویلي، چې د مکروب ضد درمل باید د داکتر له سپارښتنې پرته ونه کارول شي؛ ځکه کارول د خطرناکو ناروغیو او ان مرګ لامل کېدای شي.
د دې غونډې یو شمېر ګډونوال وايي؛ انتي مایکروبیل درمل یا انتي بیوتیکونه له اړتیا پرته د خلکو تر منځ خورا پراخه کارول کیږي.
د کابل طبي پوهنتون رییس اسدالله نجات ویلي؛ د نشهیي توکو پر وړاندې د میکروبونو مقاومت نه یوازې دا، چې لوی اقتصادي بوج راوړي، بلکې د رغېدو وخت هم اوږدوي، چې بیا د دغو انتاناتو درملنه ستونزمنه او ناشونې ده.
د ځینو داکترانو د څرګندونو له مخې، د انتي بیوتیکونو ټیټ کیفیت، د انتي بیوتیکونو ناوړه ګټه اخیستنه، د انتي بیوتیکونو پخپلسر کارول، غیر منظم او له کنتروله وتلی مصرف یې، د عامه پوهاوي ټیټه کچه هغه عوامل دي، چې د انتي بیوتیکونو پر وړاندې د انتي مایکروبیال مقاومت ګراف لوړوي. مقاومت د خطرناکو ناروغیو د خپرېدو او ان د مرګ لامل کیږي.
د نړیوالو احصائیو له مخې؛ هر کال په نړۍ کې شاوخوا پېنځه میلیون کسان د انتي بیوتیکونو د استعمال له کبله مري.
په افغانستان کې هر کال زرګونه کسان د انتي بیوتیکو د استعمال له کبله مري، چې ډېري یې ماشومان دي؛ خو په نړۍ کې د انتي بيوتيکو په استعمال کې د پام وړ زياتوالي په اړه اندېښنې هم زياتې شوي او په بېوزلو هېوادونو کې ډېري د داکتر له سپارښتنې پرته خلک بېلابېل انتي بيوتيکونه کاروي.
روغتيا
د روان کال د ګوزڼ واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ په دې درې ورځنی کمپاین کې به شاوخوا (۱۲،۶) میلیون له پېنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د نړیوالو ادارو پر ملاتړ د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د ګوزڼ(پولیو) واکسین لومړنی ملي کمپاین پیل کړ.
د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ په دې درې ورځنی کمپاین کې به شاوخوا (۱۲،۶) میلیون له پېنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.
دا کمپاین په دایکندي او بامیان ولایتونو کې د سړې هوا له کبله ځنډېدلی او په غور ولایت کې به یوه اوونۍ وروسته ترسره شي.
په دې کمپاین کې به له ۶ تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته ویټامین ای (A) هم ورکړ شي، چې د هغوی د سترګو، پوستکي او معافیت سیسټم په ساتلو کې به مرسته وکړي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي ویلي: «د عامې روغتیا وزارت له خپلو همکارانو سره ژمن دی، چې په افغانستان کې د ګوزڼ ویروس مخه ونیسي. مونږ به خپلې ټولې هڅې وکړو، چې پولیو ناروغي په بشپړه توګه له افغانستان څخه له منځه یوسوو.»
نوموړي زیاته کړې:«دا ډېره مهمه ده، چې د ټولنې دیني عالمان، قومي مشران او والدین د ګوزڼ واکسین له ډلو سره ملاتړ ته وهڅوو. مونږ له ټولو خلکو هم غوښتنه کوو، چې د پولیو پر وړاندې په مبارزه کې خپله ونډه واخلي او د افغانستان د ماشومانو ژوند او روغتیا خوندي کړي.»
پولیو یوه ویروسي ناروغي ده، چې هیڅ درملنه نهلري او مخنیوی یې یوازې له واکسین سره شونی دی. دا ویروس د ماشومانو د دایمي فلج (ګوزڼ) او یا هم مرګ سبب کېدی شي.
دا مهال په هېواد کې د ګوزڼ ویروس شته او د عامې روغتیا وزارت یې پر وړاندې مبارزې ته بشپړ چمتووالی لري.
ویل کیږي، چې د دې واکسین اړوند ډلې به د کمپاین پر مهال په ټاکل شویو ځایونو کې شتون ولري او والدین کولی شي خپل ټول له پېنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.
روغتيا
د روغتیا وزارت مرستیال له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د زیاتېدا غوښتنه وکړه
عبدالولي حقاني د افغانستان د روغتیایي سکټور لپاره د دوامداره او زیاتېدونکو مالي سرچینو د چمتو کولو پر ارزښت په ځانګړي توګه د واکسیناسیون، لومړنیو روغتیایي خدماتو، د مور او ماشوم روغتیا او بېړني چمتووالي هم ټینګار کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني په قطر کې د بشري روغتیایي همکارۍ او د ډلهییز معافیت د ودې په نړیوال کنفرانس کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د زیاتېدا غوښتنه کړې ده.
عبدالولي حقاني د افغانستان د روغتیایي سکټور لپاره د دوامداره او زیاتېدونکو مالي سرچینو د چمتو کولو پر ارزښت په ځانګړي توګه د واکسیناسیون، لومړنیو روغتیایي خدماتو، د مور او ماشوم روغتیا او بېړني چمتووالي هم ټینګار کړی دی.
هغه ویلي، چې د ملي پالیسۍ تر چتر لاندې د مرستو تنظیم نه یوازې د خدمتونو کیفیت ښه کوي، بلکې د سرچینو د ښه مدیریت لامل هم کیږي.
د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال وزیر ویلي؛ د عامې روغتیا وزارت باور لري، چې دا ډول نړیوال کنفرانسونه د ګډې همکارۍ د پیاوړتیا، باور جوړولو او د افغانستان خلکو ته د مساوي او دوامداره روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو کې ډېر اغېزمن دي.
روغتيا
جاپان په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو د ملاتړ لپاره مرسته اعلان کړه
د دې ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ دا مرسته به تر ټولو زیان منونکو خلکو په ګډون د ښځو، ماشومانو او بې ځایه شویو کورنیو ته د پاملرنې له چمتو کولو ملاتړ وکړي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د جاپان ۲۴۰ زره ډالرو بشري مرستې اعلان کړې دي.
د دې ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ دا مرسته به تر ټولو زیان منونکو خلکو په ګډون د ښځو، ماشومانو او بې ځایه شویو کورنیو ته د پاملرنې له چمتو کولو ملاتړ وکړي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ټولنې استازي اډوین سنیزا سلواډور ویلي: “مونږ د جاپان له خلکو او حکومت څخه مننه کوو، چې په دې سخت وخت کې د افغانستان له خلکو سره ولاړ دي. د دوی ملاتړ به د اړینو روغتیایي خدمتونو په ګډون د نشهیي توکو د کارونې اختلالاتو او له بېړنيو طبي خدماتو ته د خلکو پاملرنه راواړووي. دا مرسته به د روغتیا نړیوالې ټولنې ته اجازه ورکړي، چې چټک ځواب ووایی او هغو ټولنو ته پاملرنه چمتو کړي، چې تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.”
په افغانستان کې د جاپان سفیر کنیچي ماساموټو ویلي، چې د هغه هېواد د افغانانو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري او جاپان ژمن دی، چې د افغانانو د روغتیا او هوساینې لپاره ګډ کار وکړي.
-
International Sports2 days agoآریانا ټلویزيون افغانانو ته د آسیا جام غوره لوبډلو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران امریکا ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ- اکسیوس
-
تازه خبرونه4 days agoپه کندهار کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شول
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې
-
لوبی5 days agoافغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
-
تازه خبرونه5 days agoد بیات پاور او افغان ګاز د تړون غځېدا؛ د کورني برښنا تولید به لس کاله نور هم دوام وکړي
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان د برښنا سکټور د ودې لپاره د روسیې پانګونې ته لېوال دی
-
نړۍ5 days agoد ډونالډ ټرمپ په شتون کې د سپینېماڼۍ د خبریالانو کلنۍ مېلمستیا د ډزو ښکار شوه
