تازه خبرونه
په کابل کې د اوبو د مدیریت په اړه نړیوال څېړنیز کنفرانس جوړ شو
عبدالغني برادر د اوبو په نړیوال څېړنیز کنفرانس کې زیاته کړې؛ اوبه یوه طبیعي سرچینه ده، خو د اقلیم د بدلون، د ککړتیا د کچې زیاتوالي، د انسانانو د اړتیاوو زیاتوالي او د اوبو سرچینو ناسم مدیریت له کبله، دا حیاتي سرچینه د پام وړ کمه شوې او مخ پر کمېدو ده. د اوبو دې بحران د هېوادونو ترمنځ پر اړیکو او نړیوالو سیاسي او اقتصادي همکاریو هم منفي اغېز کړی دی.
د رییس الوزراء اقتصادي مرستیال ويلي، چې د افغانستان د اوبو له سرچینو سره مسلکي او ملي چلند ندی شوی.
عبدالغني برادر د اوبو په نړیوال څېړنیز کنفرانس کې زیاته کړې؛ اوبه یوه طبیعي سرچینه ده، خو د اقلیم د بدلون، د ککړتیا د کچې زیاتوالي، د انسانانو د اړتیاوو زیاتوالي او د اوبو سرچینو ناسم مدیریت له کبله، دا حیاتي سرچینه د پام وړ کمه شوې او مخ پر کمېدو ده. د اوبو دې بحران د هېوادونو ترمنځ پر اړیکو او نړیوالو سیاسي او اقتصادي همکاریو هم منفي اغېز کړی دی.
هغه وویل، چې اوبه د انسانانو، څارویو او نباتاتو د بقا لپاره اړینې دي او اسلام په یوه اسلامي ټولنه کې د اوبو د مسوولانه کارونې امر کوي.
برادر وایي، چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د اوبو سرچینو د سمې کارونې او مدیریت د ډاډمن کولو لپاره هڅې کوي؛ یو مثال یې د قوشتیپې کانال او د څو بندونو جوړول او بیارغونه ده.
هغه د پوهنتون د استادانو او نورو څانګوالو او متخصصینو د څېړنو او موندنو شریکولو لپاره د ګډون ستاینه هم وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې خپل کار ته دوام ورکړي.
د اوبو د څیړنې نړیوال کنفرانس، چې د لویې جرګې په تالار کې به درې ورځې روان وي؛ د لوړو زدکړو وزارت او د کابل پولی تخنیک پوهنتون ګډ نوښت دی.
دغه راز د انرژۍ او اوبو وزارت چارسمبالي ( سرپرست ) وزیر عبداللطیف منصور ویل، چې کابل ته د پنجشیر د اوبو د لېږد پروژې د بیاکتنې او ډیزاین پړاوونه بشپړې شوې دي.
منصور ټینګار کړی؛ د انرژۍ او اوبو وزارت هڅه کوي، چې په کابل کې د اوبو ستونزې له نویو پروژو سره حل کړي.
د اوبو د څېړنې دا نړیوال کنفرانس د لوړو زدکړو وزارت او د کابل پولی تخنیک پوهنتون لخوا رابلل شوی، چې په کې د اوبو د ښه مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو سرچینو بیا ډکولو، د اوبو صحي کارونې په اړه په کې یو شمېر دولتي چارواکي، د معتبرو بهرنیو پوهنتونونو استادان، د نړیوالو بنسټونو استازي، کورني او نړیوال څېړونکي او د اوبو د مدیریت په برخه کې متخصصین بلل شوي، چې دوی به ۱۳۵ څېړنیزې مقالې وړاندې کړي.
تازه خبرونه
د تورخم دروازه هېواد ته د جبري راستنېدونکو کډوالو پرمخ پرانستل شوه
د راپورونو له مخې، د دې لارې د بیا پرانستلو سره، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه بیا پیل شوې او ډیری کورنۍ د دې لارې له لارې هیواد ته ننوتلي دي.
تورخم دروازه له نږدې یوې میاشتې بندېدا وروسته نن ماسپښین ۲ بجې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره پرانیستل شوه.
د راپورونو له مخې، د دې لارې د بیا پرانستلو سره، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه بیا پیل شوې او ډیری کورنۍ د دې لارې له لارې هیواد ته ننوتلي دي.
تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه سوداګریزه لار ده، چې په وروستیو نږدې څو اوونیو کې د پاکستانیو پوځیانو د تاوتریخوالي له کبله تړلې وه.
د دې دروازې بندېدا د کډوالو لپاره د پام وړ ننګونې رامنځته کړي او د تګ راتګ مخه یې نیولې وه.
تازه خبرونه
په کندهار کې سېلابونو ۱۷۷ کورنیو ته مالي اوځاني زیانونه اړولي
دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: ۹۰ هغه کورنۍ، چې په خېمو کې ژوند کوي؛ د سېلابونو له کبله زیانمنې شوې دي.
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست د څرګندونو له مخې؛ د تېرې ورځې د سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله د یاد ولایت په مرکز کې شاوخوا ۸۵ کورونه بشپړ او نسبي ویجاړ شوي دي.
دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: ۹۰ هغه کورنۍ، چې په خېمو کې ژوند کوي؛ د سېلابونو له کبله زیانمنې شوې دي.
یادې ادارې زیاته کړې؛ سربېره پر دې په دامان ولسوالۍ کې د سېلابي اوبو له کبله ۲ کسان د یوې ۵ کلنې ماشومې په ګډون پر شهادت رسېدلي دي.
ویل کیږي، چې اړوند زیانمنو سیمو ته د موسيساتو ګډې ډلې استول شوي، چې له زیانمنو کورنیو سروي ترسره او عاجلي بشري مرستي ورسره وکړي.
تازه خبرونه
افغانستان د تاشکند د وزیرانو په غونډه کې د اوبو پر ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ
په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د “اوبو اوونۍ” تر سرلیک لاندې د وزیرانو غونډې ته د اوبو د سرچینو پر مدیریت د سیمهییزې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.
هغه دا هم ویلي؛ د اقلیمي بدلون له پایلو سره د مبارزې او د آمو سیند د غاړو د ویجاړېدا مخنیوي لپاره ګډه همکاري هغه مهمې مسلې دي، چې د سیمې د هېوادونو لهخوا ګډې پاملرنې او عمل ته اړتیا لري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د خپلو اوبو د سرچینو په مدیریت کې د ګاونډ هېوادونو حقونو ته ژمن دی.
د دې غونډې په څنډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال د ازبکستان د اوبو وزیر شوکت خامرایوف سره هم ولیدل او دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د مدیریت په برخه کې د همکارۍ د پراخولو په اړه بحث وکړ.
په دې سیمهییزه غونډه کې د افغانستان ګډون د اوبو په اړه په نړیوالو او سیمهییزو بحثونو کې د هېواد د فعال شتون د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کیږي. دا یوه داسې هڅه ده، چې کولی شي د افغانستان او سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د نوي فصل لپاره لار اواره کړي.
-
تازه خبرونه3 days agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoواشنګټن تهران ته د سولې ۱۵ مادهییز پلان وړاندې کړ
-
تازه خبرونه2 days agoاروپايي ټولنې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
نړۍ4 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه3 days agoد اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله
-
نړۍ3 days agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
