تازه خبرونه

په کابل کې د چین سفیر د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال سره وکتل

په دې لیدنه کې قدرت الله جمال د چین له سفیر څخه وغوښتل، چې د ګرځندوی پیاوړتیا، د وړتیا لوړولو او د ګرځندوی او هوټل مدیریت انسټیټیوټ د زده‌کوونکو روزنې، د ویزې آسانتیاوو، د ګرځندوی بازار موندنې او د ګرځندوی پر بنسټونو د پانګونې په برخو کې خپلې تجربې شریکې کړي او همکاري وکړي.

Published

on

چارشنبې پر ورځ(د مرغومي څلیریشتمه) کابل کې د چين سفیر ژاو شینګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له مرستیال قدرت الله جمال سره د ګرځندوی د پراختیا او فرهنګي اړیکو د پياوړتیا په اړه خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې قدرت الله جمال د چین له سفیر څخه وغوښتل، چې د ګرځندوی پیاوړتیا، د وړتیا لوړولو او د ګرځندوی او هوټل مدیریت انسټیټیوټ د زده‌کوونکو روزنې، د ویزې آسانتیاوو، د ګرځندوی بازار موندنې او د ګرځندوی پر بنسټونو د پانګونې په برخو کې خپلې تجربې شریکې کړي او همکاري وکړي.

هغه د ورېښمو لارې په اړه هم معلومات شریک کړل او په دواړو هېوادونو کې یې د نندارتونونو پر تنظیمولو او وړتیا لوړولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د غونډې پر مهال په کابل کې د چین سفیر ویلي، چې افغانستان او چین ښې اړیکې لري او د دې اړیکو د ساتلو لپاره هڅې روانې دي.

ژاو شینګ په پورته ذکر شویو برخو کې د همکارۍ او دوه اړخیزو تجربو شریکولو ډاډ وړاندې کړ او وایي، چې د کلتوري او ګرځندوی اړیکو د پیاوړتیا او پراخولو لپاره دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا ده.

Trending

Exit mobile version