تازه خبرونه

په کابل کې د کور او ښارجوړونې وزارت مخې ته چاودنه رامنځته شوې

د افغان د څرګندونو له مخې؛ په چاودنه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

Published

on

د کور او ښارجوړونې وزارت ویاند محمد کمال افغان تائید کړې، چې نن سهار (پنجشنبه، د سلواغې پېنځ‌ویشتمه) یو بریدګر، چې هڅه یې کوله د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت ته ننوځي؛ خپل هدف ته له رسیدو مخکې د امنیتي ځواکونو لخوا ووژل شو.

د افغان د څرګندونو له مخې؛ په چاودنه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

دغه راز د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د کور او ښار جوړونې وزارت مخې ته چاودنه تائید کړه او رسنیو ته یې ویلي، چې چاودنه شنډ شوې ده.

 قانع زیاته کړې، چې د امنیتي ځواکونو ځانمرګی بریدګر خپل هدف ته له رسیدو مخکې له منځه وړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په برید کې د مرګ او ژوبلې د شمېر په اړه څه ندي ویلي.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

Trending

Exit mobile version