Connect with us

تازه خبرونه

په کانکور آزموینه کې سږکال بیا هم یوې نجلۍ لوړې نمرې وګتلې

خپور شوی

د

د آزموینو ملي ادارې څرګنده کړې؛ د ۱۴۰۰ لمریز هجري کال د کانکور آزموینو په پایله کې له کابله سلګۍ  نومې یوې نجلۍ د درې سوه دوه پنځوس اعشاریه پېنځه سوه پېنځه اویا نمرو په تر لاسه کولو لومړی مقام خپل او د کابل طبي پوهنتون ته یې لار پیدا کړه.

هغه په کابل کې د محمداکبر خان پامیر له ليسې فارغه شوې ده.

دغه راز په کابل کې د محمد غبار د لیسې فارغ احسام الدین د درې سوه دوه پنځوس اعشاریه پېنځه سوه ۳۳ نمرو دوه یم او د حبیبیې لیسې زدکوونکي ثناالله  د ۳۵۰  اعشاریه اته سوه نمرو پخپلولو درېیم مقام خپل او د کابل طبي پوهنتون ته ویاړمن وبېژندل شول.

 دا راز له کابل بل څخه یو بل زدکوونکي صدام د ۳۴۹ اعشاریه څلور سوه دري اتیا نمرو په ګټلو، ارشاد د ۳۴۷ اعشاریه اته اویا او محمد منصور د ۳۴۷ اعشاریه پېنځه سوه دوه شپیته نمرو په خپلولو څلورم، پېنځم او شپږم ځایونه خپل کړل.

په سږني کانکور آزموینه کې یو سل و نهه نوي زره اووه سوه پېنځه ویشت کسانو نوم لیکنه کړې وه، چې یو سل و نهه اویا زره نهه سوه نهه ویشت زدکوونکي په کې حاضر ول، چې اته شپېته زره نهه سوه دېرش تنو لوړو زدکړو ته بریالي شوي، یوولس زره څلور سوه پېنځه دېرش نیمه لوړو زدکړو او نوي زره خصوصي تحصیلي بنسټونو ته ورپېژندل شوي.

د یادونې ده، چې تېر کال هم شمسیه نومې یوې نجلۍ د څه باندې ۳۵۳ نمرو په تر لاسه کولو بریالۍ شوې وه، چې د کابل طبي پوهنتون ته لار مومي.

تازه خبرونه

ترکیې یونان ته د اوښتو په هڅه کې ۳۵ افغان کډوال ونیول

پولیسو د عملیاتو پر مهال د ژغورنې ۱۲ واسکټونه، د ژغورنې ټوبونه او درې پمپونه هم ضبط کړي دي.

Published

on

د ترکیې پولیسو هغه  ۳۵ افغان کډوال نیولي، چې غوښتل یې د دې هېواد له شمال لویدیځ بالیکسیر ولایت څخه د سمندر له لارې یونان ته واوړي. دغه راز د کډوالو د قاچاق پر تور څلور شکمن کسان هم نیول شوي دي.

پولیسو د عملیاتو پر مهال د ژغورنې ۱۲ واسکټونه، د ژغورنې ټوبونه او درې پمپونه هم ضبط کړي دي.

د پولیسو له کړنلارو وروسته؛ له څلورو شکمنو کسانو څخه درې د محکمې پر حکم زندان ته لېږدول شوي، خو څلورم کس د قضايي څارنې لاندې خوشې شوی دی.

۳۵ افغان کډوال هم د ناقانونه کډوالو مرکز ته لېږدول شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او بریټانیا استازو د پاکستان او افغانستان پر اړیکو خبرې وکړې

د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ ملا عبدالواسع افغانستان ته د بریټانیا د بشري مرستو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدا لپاره د بریټانیا او نورو دوستو هېوادونو له هڅو مننه کړې ده.

Published

on

د ریاست‌الوزراء مقام د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع د ویډیوکنفرانس له لارې د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي سره د سیمې د روان وضعیت، د افغانستان او پاکستان د اړیکو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ ملا عبدالواسع افغانستان ته د بریټانیا د بشري مرستو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدا لپاره د بریټانیا او نورو دوستو هېوادونو له هڅو مننه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت د ملي ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ له ګاونډیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د ښو اړیکو او ګډې همکارۍ غوښتونکی دی او د سیمې د ثبات او سولې ملاتړ کوي.

دغه راز ریچارډ لینډزي ویلي، چې بریټانیا د سیمې روان بدلونونه له نږدې څاري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو د اړیکو د عادي کېدا لپاره یې له دواړو لوریو سره لیدنې او سلا مشورې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ په نږدې راتلونکي کې به پاکستان ته سفر وکړي او د دغه هېواد له چارواکو سره به د اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړي، چې د شته ستونزو د حل لپاره د خبرو او تفاهم زمینه برابره شي.

د ریاست‌الوزراء مقام د دفتر عمومي رییس په پای کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د اقتصادمحوره بهرنۍ تګلارې په چوکاټ کې له ګاونډیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د ستونزو سوله‌ییز حل ته ارزښت ورکوي.

هغه زیاته کړې، چې افغانان د سولې غوښتونکي ملت په توګه د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل اوږده تجربه لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تېرو دوه اوونیو کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۹۵ زره افغانان افغانستان ته راغلي

د دې بنسټ د تازه راپور له مخې؛ ۶۴ زره او ۷۳۲ کسان، چې ۶۸ سلنه جوړوي له ایران او ۳۰ زره او ۷۵۷ کسان، چې ۳۲ سلنه کېږي؛ له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.

Published

on

 

د کډوالۍ نړیوالې ټولنې ويلي، چې د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د لړم له درېیمې څخه تر شپاړلسمې / د ۲۰۲۶ز.کال د اوکټوبر له پنځه‌ویشتمې څخه د نومبر تر اوومې پورې ۹۵ زره او ۴۸۹ افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.

د دې بنسټ د تازه راپور له مخې؛ ۶۴ زره او ۷۳۲ کسان، چې ۶۸ سلنه جوړوي له ایران او ۳۰ زره او ۷۵۷ کسان، چې ۳۲ سلنه کېږي؛ له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.

دغه راز له افغانستان څخه د ۴۴زره او ۸۹۹ کسانو وتل هم ثبت شوي، چې له ۳۴زره او ۲۰۶ کسان ایران او ۱۰ زره او ۶۹۳ نو پاکستان ته تللي دي.

راپور ښيي، چې د اسلام‌کلا بندر د ټولو ثبت شوي راتګ ۴۰.۵ سلنې له کبله تر ټولو ډېر د تګ راتګ سرحدي بندر و. له دې وروسته د پل ابریشم بندر د ۲۵.۷ سلنې او سپین‌بولډک د ۱۷.۶ سلنې پر درلودلو دوه‌یم او درېیم ځای خپل کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!