روغتيا
په کندوز کې د کنګو له ثبت شویو ۲۸ پېښو درې کسان مړه شوي
د کندوز ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي ويلي، سږ کال په هېواد کې د کنګو ناروغۍ ۲۸ پېښې ثبت شوي، چې درې کسان ترې مړه شوي دي.
له کرونا ویروس وروسته کنګو تبه، چې له حیواناتو څخه انسانانو ته لیږدول کیږي؛ یوه وژونکې ناروغي ګڼل شوې، چې د طبي لارښوونو د نهپاملرنې په صورت کې د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
د کندوز عامې روغتیا ریاست څرګنده کړې؛ د کنګو ناروغۍ د درملنې لپاره یوه خپلواکه څانګه جوړه شوې، چې د پوهاوي او درملو پر وېشلو له لارې مو د کنګو ناروغۍ د خپرېدو مخه نیولې ده.
د کندوز عامې روغتیا رییس نجیب الله ساحل وايي، په دغه ولایت کې د کنګو ناروغۍ لپاره یې په روغتون کې د درملنې ځانګړې څانګه فعاله کړې، چې د کنګو ناروغانو درملنه په کې کېږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د کنګو ناروغۍ ۲۸ پېښې ثبت شوي، چې ۳ کسان ترې مړه شوي دي.
په دغه ولايت کې قصاب محراب الدین ويلي، چې د دغې ناروغۍ د خپرېدو له کبله د غوښې پیر او پلور کم شوي او خلک د څارويو او غوښې له کارولو وېره لري.
د چرګانو د غوښې پلورونکی وحیدالله وايي، چې په دې وروستیو کې د چرګانو د غوښې بازار ښه شوی دی.
د کندوز اوسیدونکي هم د کنګو ناروغۍ د پوهاوي په برخه کې د سیمهییزې حکومتولۍ له پروګرامونو ملاتړ کوي.
داکترانو ويلي په مسلکي توګه د څارویو حلالول او له څارویو سره اړیکې نهلرل؛ د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه نیسي.
روغتيا
افغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
په دې لیدنه کې دواړو خواوو په کابل کې د سنتي طب د اندتون(انسټیټیوټ او څېړنیز مرکز) د جوړولو، د څانګوالو(متخصصینو) د روزنې او د دوه اړخیزو همکاریو لپاره د هوکړهلیکونو د لاسلیک په اړه بحث او خبرې کړې دي.
روغتيا
له پاکستان څخه د کډوالو راستنېدا په افغانستان کې د ګوزڼ د لېږد خطر زیات کړی
د دې راپور پر بنسټ، د روان کال له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ویروس څلور نوي پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د راپور له مخې؛ له پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدا کولی شي د ګوزڼ یا پولیو ویروس د لېږد خطر زیات او د دې ناروغۍ د کنټرول بهیر ستونزمن کړي.
د دې راپور پر بنسټ، د روان کال له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ویروس څلور نوي پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د راپور له مخې؛ که څه هم په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ(فلج ) ناروغۍ پېښې کمې شوې دي؛ خو د کډوالو له راستنېدا سره د ذدې ویروس د لېږد خطر شته او د دې ناروغۍ د خپرېدا مخنیوی یې ستونزمن کړی دی.
د روغتیا نړیوالې ټولنې په راپور کې راغلي: ” په ۲۰۲۵ کال کې ۳۹ مثبتې پېښې د دې ویروس تائید شوي، چې ۹ یې په افغانستان او ۳۰ یې په پاکستان کې دي.
روانه اوونۍ په پاکستان کې د دې ویروس د وحشي بڼې دوه نوې مثبتې چاپېریالي بېلګې ثبت شوي دي.
تر دې دمه ۵۷۹ مثبتې چاپېریالي بېلګې د دې ویروس ثبت شوي، چې ۶۴ یې په افغانستان او ۵۱۵ یې په پاکستان کې دي.”
دې ټولنې ویلي، چې د واکسین د پليکېدا پروګرامونه محدود دي او له همدې کبله د افغانستان په جنوبي او ختیځو سیمو کې ځینې ماشومان واکسین نشي ترلاسه کولی. .
عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوالې ټولنې د دې راپور په اړه څه ندي ویلي.
دا راپور په داسې حال کې خپور شوی، چې یوازې په افغانستان او پاکستان کې دا ناروغي مخ پر خپرېدا ده.
روغتيا
په هند کې د ټوخي د ککړ شربت له کبله ۱۴ ماشومان مړه شول
د هند پر درملو د څار ادارې د لومړنیو کتنو له مخې؛ په دې شربت کې خطرناک کیمیاوي توکي لکه ډای ایټیلنګلیکول او ایټیلن ګلیکول موندلي، چې علت یې په تېرو وختونو کې هم بېکیفیته درمل ښودل شوی دی.
د مړینو راپور په درې ایالتونو کې ورکړ شوی؛ مادیا پردېش، راجستان او تامل ناډو، چې د قربانیانو لوړه شمېره یې په مادیا پردیش کې شبت شوې ده.
د هند پر درملو د څار ادارې د لومړنیو کتنو له مخې؛ په دې شربت کې خطرناک کیمیاوي توکي لکه ډای ایټیلنګلیکول او ایټیلن ګلیکول موندلي، چې علت یې په تېرو وختونو کې هم بېکیفیته درمل ښودل شوی دی.
چارواکو ویلي: هغه شرکت، چې دا شربت یې جوړ کړی؛ د راپورونو له مخې کولډریف نومیږي، چې د درغلۍ او د درملو او سینګاري توکو له قانون څخه د سرغړونې تور پرې هم لګول شوی دی.
د هند روغتیا وزارت سمدلاسه د شربت پلور او وېش بند کړی او بېلګې یې د ازموینې لپاره مرکزي لابراتوارونو ته لېږلي او دا هڅې هم روانې دي، چې آیا دا ککړ شوي شربتونه نورو سیمو یا بهرنیو هېوادونو ته هم صادر شوي او که نه.
دې پېښې په هند کې د درملو د تولیدي معیارونو په اړه تازه اندېښنې راپورته کړي.
له تېرو درې کلونو راپدېخوا په هند کې جوړ شوي د ټوخي شربتونه هم په ګمبیا، ازبکستان او کامرون کې د ماشومانو له مړینې سره تړاو لري.
روغتیایي څانګوالو(متخصصینو) د درملو په آزموینه کې د څارنې او رڼښت غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د کیفیت کمزوری کنټرول په ځانګړي توګه په غریبو سیمو کې ژوند په خطر کې اچوي.
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
-
لوبی4 days agoآریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
-
تازه خبرونه4 days agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي
-
لوبی5 days agoکلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه5 days agoامریکا د افغان بلیک هاک چورلکو دوهیمه جوپه پیرو ته وسپارله
