Connect with us

تازه خبرونه

په کندوز کې ۲۴ بندیان د طالبانو له بنده ژغورل شوي- چارواکي

خپور شوی

د

(Last Updated On: سلواغه ۳۰, ۱۳۹۹)

د ۲۱۷ پامیر قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي، چې کومانډو ځواکونو تېره شپه په کندوز ولایت کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د طالبانو له زندان څخه ۲۳ سرتېري او یو ملکي وګړی راخوشې کړي دي.

د ۲۱۷ پامیر قول اردو قومندان محمد علي یزداني ویلي؛ دغه عملیات د دې ولایت د خان آباد ولسوالۍ د قشلاق کابلي په کلي کې ترسره شوي، چې په کې طالب زندان مات او بندیان ترې را خوشې شول.

د یزداني د څرګندونو له مخې؛ ۱۶ د ملي اردو، څلور کومانډو، دوه پولیس سرتېري، یو د ملي امنیت سرتېری او یو بل ملکي وګړی د طالبانو له بنده ژغورل شوي دي.

طالبانو تر دې دمه رسنیو ته په دې اړه څه ندي ویلي.

د ملي دفاع وزارت د څرګندونو له مخې اوړمه ورځ هم په بغلان ولایت کې کومانډو ځواکونو ۴۲ بندیان، چې  ۲۵ یې سرتېري او ۱۷ ملکي وګړي وه؛ د طالبانو له بنده آزاد شوي دي.

تازه خبرونه

یو افغان په اتریش کې د درې ښځو د قتل پر تور ونیول شو

Published

on

(Last Updated On: کب ۶, ۱۴۰۲)

د اتریش پولیسو یو ۲۷ کلن افغان د دغه هېواد د پلازمېنې ویانا په یوه فاحشه‌خانه کې د درې ښځو د وژلو پر تور نیولی دی.

د بي بي سي خبریال راپور ورکړی، چې دغه درې ښځې پر چړې وژل شوي او شکمن کس په داسې حال کې، چې چړه ورسره وه فاحشه‌خانې ته نږدې پټ شوی و.

تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده معلومه؛ خو له نیول شوي افغان څخه پوښتنې روانې دي.

ویل کیږي، چې په ويانا کې يوه ښځه او د هغې لور هم په يوه ناڅرګنده پېښه کې وژل شوي؛ خو چارواکي په دې باور دي، چې د دغې ښځې خاوند د پېښې مسوول دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

امیرخان متقي ترکمنستان ته ولاړ

Published

on

(Last Updated On: کب ۶, ۱۴۰۲)

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیر خان متقي د یوه پلاوي پر مشرۍ د ترکمنستان ته ولاړ.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد د یکشنبې پر ورځ ( د کب شپږمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیرخان متقي د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر رشید مردوف پر بلنه پر دوه اړخیزو مسایلو د خبرو لپاره دغه هېواد ته روان شو .

د دې پلاوي په سفر کې د کانونو او پټرولیم وزارت، د اوسپنې‌پټلۍ ادارې او د افغانستان برښنا شرکت چارواکو ګډون کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

خواشینوونکې ده، چې اسلامي امارت ته د دوحې په غونډه کې د خبرو زمینه برابره نه‌شوه – چین

Published

on

(Last Updated On: کب ۵, ۱۴۰۲)

د افغانستان په چارو کې د چین استازي یو شیایویونګ د شنبې پر ورځ په ایکس پانه کې لیکلي، چې دا ناسته د اندونو د وړاندې کولو لپاره ګټوره وه او هېوادونو له افغانستان سره د عملي اړیکو او خبرو عوښتنه وکړه.

نوموړي زیاته کړې؛ افسوس، چې د افغانستان په اړه د دوحې د غونډې ګډونوال یو ځل بیا د چارسمبالي حکومت ( اسلامي امارت  ) له واکمنو چارواکو سره پر خبرو کولو بریالي نه‌شول. لکه څنګه، چې چین او د سیمې هېوادونه یې غوښتونکي وه.  

د چین دې ډیپلومات زیاته کړې؛ هېواد یې په دې ناسته کې د ډېرو بشري مرستو، معتدلې حکومتولۍ او د ښځو او نجونو لپاره د زده‌کړو غوښتونکی شو.

دغه راز چین له امریکا غوښتي، چې د افغانستان د بیا جوړونې او رغونې مسوولیت دې پر غاړه واخلي، د افغانستان بندې شتمنۍ دې ازادې او یو اړخیزه بندیزونه دې لرې کړي.

ملګرو ملتونو اسلامي امارت ته بلنه ورکړې وه، چې د افغانستان په اړه د دوحې په دوه‌یمه ناسته کې له نورو استازیو سره ګډون وکړي؛ خو اسلامي امارت د خپلو غوښتنو د نه منل کېدو له کبله هغه رد کړه.  

اسلامي امارت په دې غونډه کې د ګډون لپاره د افغانستان د خلکو استازيتوب، تعامل او له عمومي منشي سره د لیدنې غوښتنه کړې وه.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!