سوداگري

چین افغانستان ته له تعرفې پرته د سوداګرۍ وړاندیز وکړ

په افغانستان کې د چین سفیر ژاو ژینګ د پنجشنبې پر ورځ ناوخته په خپل رسمي اکاونټ کې لیکلي: چین به له افغانستان سره سوداګریزه تعرفه صفر کړي.

Published

on

په افغانستان کې د بیجینګ سفیر ویلي؛ چین د افغانستان اسلامي امارت ته پخپلو پراخو ودانیزو، انرژۍ او لګښتیزو سکټورونو له تعرفې پرته د لاسرسي وړاندیز کوي.

په افغانستان کې د چین سفیر ژاو ژینګ د پنجشنبې پر ورځ ناوخته په خپل رسمي اکاونټ کې لیکلي: چین به له افغانستان سره سوداګریزه تعرفه صفر کړي.

بیجینګ په ۲۰۲۱ کال کې له اسلامي امارت سره د خپلو اړیکو د پراختیا هڅه پیل کړه؛ خو د ټولو حکومتونو په څېر یې د دوی د حکومت له رسمیت پېژندلو ډډه کړې ده.

که څه هم افغانستان یو بې‌وزله هېواد دی؛  کولی شي د بېجینګ لپاره د خپلو کاني زیرمو امنیت خوندي او کاري زمینه برابره کړي.

د افغانستان د لیټیم ، مسو او اوسپنې زیرمو پلورل به له اسلامي امارت سره مرسته وکړي، چې نه یوازې د افغانستان اقتصاد ته وده ورکړي او عاید ترلاسه کړي، بلکې د چین بټري جوړولو او ودانیزو صنعتونو وده به هم ورسره رامنځته شي.

د چین د ګمرکونو د څرګندونو له مخې؛ تېر کال افغانستان چین ته د ۶۴ میلیون ډالرو پر ارزښت توکي صادر کړي، چې نږدې ۹۰ سلنه یې جلغوزي دي.

Trending

Exit mobile version