تازه خبرونه

چین افغان پلاوي ته د شانګهای همکاریو ټولنې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه

بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ (د وري یودېرشمه) په یوه رسنیزه خبرپانه کې د “دوه اړخیزو همکاریو د ډېرې پراختیا” لپاره د چین له لېوالتیا  خبر ورکړ.

Published

on

Last Updated on: غویی ۲, ۱۴۰۴

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې د چین سفیر ژائو شینګ د بهرنیو چارو وزارت د مالي او ادارې مرستیال محمد نعیم سره په لیدنه کې افغان پلاوي ته د شانګهای د همکاریو ټولنې د سږ کال په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه.

بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ (د وري یودېرشمه) په یوه رسنیزه خبرپانه کې د “دوه اړخیزو همکاریو د ډېرې پراختیا” لپاره د چین له لېوالتیا  خبر ورکړ.

په خبرپاڼه کې د ژائو ژشینګ د څرګندونو له مخې ویل شوي، چې چین د افغانستان د نږدې ګاونډي په توګه له دې هېواد سره د خپلو اړیکو پیاوړتیا ته “ډېر اهمیت ورکوي” او چمتو دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره نور ګامونه هم پورته کړي.

د غونډې په بهیر کې محمد نعیم ویلي: “افغانستان او چین ګاونډ هېوادونه دي او د ګاونډیانو ترمنځ مثبتې اړیکې د دواړو هېوادونو لپاره اړینې دي.”

له دې مخکې اسلامي امارت د شانګهای همکاریو ټولنې سرمشریزې ته، چې د ۲۰۲۴ کال د اوکټوبر پر پېنځلسمه او شپاړلسمه په اسلام آباد کې جوړه شوې وه؛ نه و بلل شوی.

د راپورونو له مخې؛ په شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان غړیتوب د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر راپدېخوا غیر فعال دی.

افغانستان د ۲۰۱۲ کال د جون پر اوومه د شانګهای همکاریو ټولنې څارونکی غړی شو؛ خو له غړیتوب راپدېخوا یې په فعاله توګه په ټولنه کې ګډون ندی کړی.

ټاکل شوې، چې د شانګهای همکاریو ټولنې پېنځه‌ویشتمه سرمشریزه د روان کال په دوه‌یمه نیمایي کې د چین پر کوربتوب ترسره شي.

دا غونډه د خوړو خوندیتوب، انرژۍ، چاپېریال او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته ورته مسلو په اړه د بحث کولو ښه فرصت دی.

د شانګهای همکاریو ټولنه، چې د نړیوال ناخالص کورني تولید ۲۵ سلنه او د نړۍ د نفوس ۴۰ سلنه جوړوي؛ د خپلو غړو ترمنځ د اقتصادي، سوداګرۍ او امنیتي همکاریو په پیاوړتیا کې مرسته کوي.

د شانګهای همکاریو ټولنې پر سرمشریزې سربېره به په چین کې د دې ټولنې د میکانیزمونو له ۴۰ څخه ډېرې غونډې ترسره شي.

د دې غونډې په بهیر کې د بهرنیو چارو مرستیال د چین د همکارۍ او بشري مرستو، په ځانګړي توګه د افغان کډوالو لپاره د ستاینې ترڅنګ ویلي؛ چین د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی، چې په تېرو څلور کلونو کې یې له اسلامي امارت سره نږدې سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې درلودې او په رسمي ډول یې په بیجینګ کې د اسلامي امارت سفیر هم ترلاسه کړی دی.

Trending

Exit mobile version