تازه خبرونه

چین او پاکستان د اورومچي بهیر او سیمه‌ییز امنیت په اړه سلا مشورې وکړې

محمد صادق دا لیدنه رغنده وبلله او وایي، چې خبرې تر ډېره د سیمې پر امنیتي ننګونو راوڅرخېدې.

Published

on

د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي یو شیائویونګ له خپل پاکستاني سیال محمد صادق سره کتلي او دواړو لوریو د اورومچي مذاکراتو په اړه خبرې کړې دي. د خبرو اترو دغه سیمه‌ییز میکانیزم، چې افغانستان هم په کې ګډون لري؛ د روان کال په اپریل کې پیل شوی دی.

افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یو شیاویونګ په اسلام‌آباد کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره له لیدنې خبر ورکړی دی.

یو شیاویونګ په ایکس پاڼه کې لیکلي، په دې کتنه کې یې نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د پېنځه‌اویاایمې کلیزې د نمانځنې یادونه کړې، بلکې د چین پر کوربتوب یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اورمچي د مذاکراتو په اړه هم رغنده خبرې کړې دي.

دغه راز محمد صادق هم دا لیدنه رغنده بللې او لیکي، چې خبرې تر ډېره د سیمې پر امنیتي ننګونو راوڅرخېدې.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د سیمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره به د ترهګرۍ ضد هڅې همغږې او همکاري نوره هم پیاوړې کړي.

دغه راز محمد صادق د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو د چوپړتیاوو د آسیا ـ آرام سمندر څانګې له رییس  اریک کورزویل او د افغانستان په چارو کې د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي ژیل برترانډ سره هم لیدلي او د سیمې د سیاسي او امنیتي بدلونونو په اړه یې خبرې کړې دي.

صادق ویلي: «مونږ د ترهګرۍ او ورسره تړلو ګواښونو په اړه خبرې وکړې؛ د هغو ګواښونو په ګډون، چې د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د آزادۍ پوځ په څېر ډلې یې رامنځته کوي … او مونږ د همغږي تعامل پر اړتیا هم ټینګار وکړ.»

پاکستانيو مسوولانو څو ځله ادعا کړې، چې په پاکستان کې ځینې بریدونه له افغانستان څخه سرچینه اخلي؛ خو دا ادعا تل اسلامي امارت ردکړې او څرګندوي، چې افغانستان د پاکستان په ناامنیو کې هیڅ راز لاس نه‌لري.

Trending

Exit mobile version