سوداگري
چین ته د هوايي دهلېز له لارې د جلغوزيو صادرات يو ځل بيا پيل شول
د دوشنبې پر وځ ( د تلې ۱۸ ) له څو میاشتني ځنډ وروسته له افغانستان څخه چین ته د هوايي دهلېز له لارې د جلغوزیو صادرات بېرته پیل شول.
د اسلامي امارت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ويلي؛ جلغوزي د هېواد یو له مهمو صادراتي توکو څخه دي او غواړي، چې له هوايي دهلېز څخه ډېر جلغوزي صادر شي.
ملا عبدالغني برادر زیاته کړې؛ افغانستان غواړي له چین سره سوداګریزې اړیکې پراخې وساتي او له افغانستان سره د دغه هېواد سوداګریزې همکارۍ کولی شي تر یوه بریده د افغانانو اقتصادي ستونزې اوارې کړي.
ملا عبدالغني برادر وايي، د افغانستان او چین ترمنځ د هوايي دهلېز له جوړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې وده وکړي او د جلغوزیو تولید او پروسس به ورسره پیاوړی شي.
هغه هیله څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د ترکیې په ګډون نور هېوادونه هم له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې جوړې کړي.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، هڅې روانې دي، چې اروپا، پاکستان، امریکا او عربي هېوادونو ته د جلغوزیو صادرات پیل شي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي هم هیله من دي، چې د جلغوزیو د صادراتو په بیا پیلېدو سره به یې بهر ته د قاچاق مخه ونیول شي.
د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال محمد یونس مومند څرګندوي: مونږ غواړو یو رښتینی او پر ځان بسیا اقتصاد ولرو. مونږ تل د نړۍ هېوادونو ته ویلي، چې که دوی زمونږ ملي ګټې په پام کې ونیسي؛ مونږ به یې هم په پام کې ونیسو.
د هوايي دهلېز بيا فعالېدل په افغانستان کې د سوداګریز ډګر ستر بدلون دی. له دې مخکې د افغانستان جلغوزي، زعفران، هنګ او تازه مېوې د هوايي دهلېز له لارې د سيمې هېوادونو په ځانګړې توګه چين، هند او عربي متحده اماراتو ته صادرېدل.
سوداگري
په پاکستان کې د انارو بیې دوه برابره لوړې شوې
د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه ښار کې د لوړ کیفیت لرونکو انارو بیه په هر کیلوګرام کې شاوخوا ۹۰۰ پاکستانۍ روپیو( ۳ ډالرو) ته رسېدلې ده. په داسې حال کې، چې تېر کال په همدې وخت کې یې بیه ۴۰۰ روپۍ( ۱.۴۴ ډالره) وه.
عربنیوز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ د بندېدا له کبله په پاکستان کې د انارو بیې له دوه برابرو ډېرې لوړې شوې دي.
د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه ښار کې د لوړ کیفیت لرونکو انارو بیه په هر کیلوګرام کې شاوخوا ۹۰۰ پاکستانۍ روپیو( ۳ ډالرو) ته رسېدلې ده. په داسې حال کې، چې تېر کال په همدې وخت کې یې بیه ۴۰۰ روپۍ( ۱.۴۴ ډالره) وه.
د سوداګرو د څرګندونو له مخې: د لس کیلوګرامه غټو انارو بیه، چې په ۲۰۲۵ز.کال کې شاوخوا څلور زره روپۍ(۱۴ ډالره) وه؛ اوس لس زره روپیو (۳۶ ډالرو) ته لوړه شوې ده.
پاکستان له دې مخکې د افغانستان د انارو له سترو واردوونکو هېوادونو څخه و؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزې سوداګرۍ له بندېدا او د کړکېچ له زیاتېدا سره د پاکستان په بازارونو کې د انارو عرضه کمه شوې ده.
د پاکستان د احصائې ادارې د څرګندونو له مخې، دې هېواد په ۲۰۲۴ز.کال کې له افغانستان څخه د څه باندې ۱۸ میلیون ډالرو پر ارزښت انار وارد کړي وه.
د چمن سوداګرۍ خونې پخواني رییس او د افغان انارو واردوونکي حاجي جلالخان اڅکزي ويلي؛ د سوداګرۍ بندېدا نه یوازې پېرودونکو ته، بلکې واردوونکو، ټرانسپورټي شرکتونو او د ګمرک استازو ته هم زیان اړولی دی.
هغه ویلي، له دې مخکې د انارو د حاصلاتو د راټولولو په موسم کې هره ورځ شاوخوا ۲۵۰ باروړونکي موټر د چمن له لارې پاکستان ته د افغانستان انار لېږدول.
اڅکزي زیاته کړې؛ د بلوچستان کورنی تولید د پاکستان د ټولو بازارونو اړتیاوې نهشي پوره کولی او له کابل او اسلامآباد څخه یې وغوښتل، چې خپل اختلافات حل او دوهاړخیزه سوداګري بېرته پیل کړي.
خو هغه خبرداری ورکړ، چې د سوداګرۍ ګډوډۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پراخو راکړو ورکړو هم ناوړه اغېز کړی دی؛ ځکه له دې مخکې د پاکستان کرنیز محصولات افغانستان ته صادرېدل او له هغه ځایه د منځنۍ آسیا بازارونو ته لېږدول کېدل.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په دې وروستیو کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ز.کال کې د سوداګرۍ له بندېدا راپدېخوا افغانستان ته د دغه هېواد صادرات شاوخوا یو میلیارډ ډالر کم شوي دي.
د پاکستان اړوند وزارت اټکل کړی، چې د سیمهییزو شخړو، د سوداګرۍ د ګډوډۍ او د توکو د لېږد د لګښتونو د لوړېدا له کبله د روان کال له جولای څخه تر اوکټوبر پورې د پاکستان سوداګریز زیانونه شاوخوا ۳۸۷ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.
تازه خبرونه
په جوزجان کې د بیات پاور ۴۰ میګاواټه ګازي برښنا تولیدي توربین بېرته فعال شو
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د ګازي برښنا د تولید په برخه کې د بیات پاور شرکت پانګونه وستایله او له نورو پانګوالو یې هم وغوښتل، چې پر برښنا او نورو برخو پانګونه وکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د شنبې پر ورځ په جوزجان ولایت کې د بیات پاور شرکت د ۴۰ میګاواټه ګازي برښنا تولیدي توربین د بیا فعالولو مراسم پرانیستل.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د ګازي برښنا د تولید په برخه کې د بیات پاور شرکت پانګونه وستایله او له نورو پانګوالو یې هم وغوښتل، چې پر برښنا او نورو برخو پانګونه وکړي.
ملا عبدالغني برادر ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې او صنعتي کېدو لپاره مهم ګامونه پورته کړي او پانګوالو ته یې د پانګونې مناسب فرصتونه برابر کړي دي.
نوموړي له پانګوالو او صنعتکارانو وغوښتل، چې د هېواد په آبادۍ او خلکو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې ونډه واخلي.
سوداگري
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د هند پر بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ
د دغه وزارت د خبري څرګندونو له مخې؛ زاهد به د دې سفر پر مهال د هند په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او دغه راز به د هند له لوړپوړیو دولتي چارواکو، سوداګرو او پانګهوالو سره وګوري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد د یوه پلاوي پر مشرۍ د هند پر بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.
د دغه وزارت د خبري څرګندونو له مخې؛ زاهد به د دې سفر پر مهال د هند په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او دغه راز به د هند له لوړپوړیو دولتي چارواکو، سوداګرو او پانګهوالو سره وګوري.
په دې سفر کې به د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دوهاړخیزې سوداګرۍ پر زیاتوالي، د افغان تولیداتو لپاره د نویو بازارونو پر موندلو او د ګډو پانګونو پر فرصتونو خبرې وشي.
ویل کیږي، چې د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا، د افغانستان د تولیدي او صادراتي وړتیاوو ورپېژندل او د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو برابرول بلل شوي دي.
-
تازه خبرونه4 days agoعراق له کردستان څخه افغانستان ته د تېلو د احتمالي قاچاق څېړنه کوي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد سعودي عربستان په مکه کې د دوه توغندیو د شنډولو پاتې شوني لوېدلي
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان او ازبکستان د مالدارۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه
-
سوداگري4 days agoپه کابل کې د اسلامي پانګونې د پراختیا پر لارو چارو خبرې وشوې
-
تحول5 days agoتحول: کابل ته د روسیې د لوړپوړي پلاوي سفر
-
لوبی1 day agoپه آی ال ټي ۲۰ لیګ کې د افغان او اماراتي لوبغاړو ګډون اړین شو
-
تازه خبرونه1 day agoترکیې یونان ته د اوښتو په هڅه کې ۳۵ افغان کډوال ونیول
-
تازه خبرونه4 days agoد ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ د سوالګرۍ د مدیریت طرحه نړیوالو بنسټونو ته وړاندې کړه
