تازه خبرونه
چین د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره منځګړیتوب پیل کړ
د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې وانګ یی د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په ټیلیفوني اړیکه کې د کړکېچونو د حل لپاره چمتووالی څرګند کړی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدا وروسته چین څرګنده کړې، چې د شخړو د خپرېدا د مخنیوي لپاره د کابل او اسلامآباد ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دی.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې وانګ یی د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په ټیلیفوني اړیکه کې د کړکېچونو د حل لپاره چمتووالی څرګند کړی دی.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی هم د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تګ راتګ په حال کې دی، چې دواړه خواوې خبرو اترو او پخلاینې ته وهڅوي.
د چین بهرنیو چارو وزارت په خبرپانه کې راغلي: “چین هیله لري، چې دواړه خواوې به له زغمه کار واخلي؛ ژر تر ژره مخامخ خبرې وکړي، اوربند اعلان کړي او د خبرو اترو له لارې اختلافات حل کړي.”
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې دا منځګړیتوب ممکن لنډمهاله اغېزمن وي او دا تاوتریخوالی به تر هغې روان وي، چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پالیسي بدله نشي.
اسلامي امارت هم ټینګار کړی، چې له خپلو ګاونډیانو سره د تاوتریخوالي هڅه نهلري، بلکې د هېواد له حاکمیت څخه دفاع خپل مشروع حق ګڼي.