تازه خبرونه

کابل د سیمې د هېوادونو په ګډون د امنیتي کنفرانس کوربه و

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۳۰, ۱۳۹۹)

د ملي امنیت عمومي مشر احمد ضیا سراج له رسنیو سره په خبرو کې ویلي؛ د روانې اوونۍ د دوشنبې او سې شنبې پر ورځو( د سلواغې ۲۷ او ۲۸) کابل د مرکزي آسیا د پېنځه هېوادونو، آذربایجان، پاکستان او امریکا د ملي امنیت د چارواکو د غونډې کوربه و.

په دې کتنه کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او د سیمې هېوادونو ته د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنې څیړل شوې دي.

سراج زیاته کړې؛ دغه دوه ورځنۍ ناسته د افغان حکومت پر نوښت جوړه شوې، چې د طالبانو او القاعده د هڅو پر مخنیوي سربیره د سیمه ییزو استخباراتو  د اجماع  پر رامنځته کولو راوڅرخېدله.

په دې ناسته کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د سیمې هېوادونو ته د ورپېښو امنیتي ګواښونو او اندېښنو په اړه بحث او خبرې شوې دي.

د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج ویلي دي چې د امریکایانو لخوا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره درې میاشتې پلان لري؛ خو افغان حکومت د تاوتریخوالي کمولو پرځای د درې میاشتني اوربند غوښتنه کړې ده.

افغانستان د ګډ سیمه ایز ګواښونو سره مخ دی او په سیمه کې نورو هیوادونو ته د دغه ګواښونو د خپریدو څخه مخنیوی کوي. په دې توګه ، د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه په داخلي او سیمه ایزو برخو کې د تروریزم سره مبارزه کوي.

د کنفرانس په پای کې ټولو برخوالو هوکړه وکړه، چې د تروریزم د پېژندنې په اړه همغږي کېدل، د عامو ګواښونو پېژندل او د له منځه وړلو لپاره یې ګډې هڅې او د اړوند ادارو تر منځ د اطلاعاتو شریکول خدمتونو ترمینځ د معلوماتو تبادلې پروسې ګړندۍ کول.

د ملي امنیت عمومي ریاست څرګنده کړې، چې دغه راز ناستې به د ترهګرۍ پروړاندې پیاوړې سیمه ییزه اجماع رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version