تازه خبرونه
که طالبان منزوي شي افغانستان نور هم بې ثباته کیږي – قطر
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد خبرداری ورکړی، چې که نړۍ طالبان منزوي کړي افغانستان به نور هم د بې ثباتۍ پر لوري روان شي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې تر اوسه د طالبانو په رسمیت پېژندل د دوحې په لومړیتوبونو کې نشته؛ خو خبرداری ورکوی، چې که طالبان منزوي شي، افغانستان به د بې ثباتې خواته روان شي.
شیخ محمد د آلمان د بهرنیو چارو له وزیر سره په دوحه کې د خبرو پر مهال ویلي؛ په افغانستان کې د امنیت د ټينګښت او اقتصادي ودې لپاره په کار ده، چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره ګډې همکارۍ روانې وساتي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الطهانی وایي: مونږ باوري یو، چې انزوا مناسب ځواب ندی؛ خو اوس هم د طالبانو پر رسمیت پېژندل زمونږ په لومړیتوبونو کې نشته. طالبان په ۱۹۹۶زېږدیز کال کې منزوي شول. مونږ په افغانستان کې ولیدل، چې مشارکت او ګډون مثبتې پایلې لري.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر پوښتنې ته ورته ویلي؛ که نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپل مشارکت ته پای ورکوي او شرایط وړاندې کوي، نو څوک به اوسنی تشه ډکه کړي؟! له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې د نړۍ مشارکت ته اړتیا ده.
شیخ په دې اړه وایي: زمونږ ونډه داده، چې له پراخ بنسټه او داسې حکومته ملاتړ وکړو، چې ټولې خواوې په کې وي او هیڅوک بهر پاتې نشی. له طالبانو سره په دې اړه زمونږ خبرو ته هغوی هیڅ ډول منفی یا مثبت غبرګون ونښود؛ خو وایي، چې هر ډول وړاندیزونه اوري.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د سیمې د هېوادونو؛ پاکستان، ازبکستان او تاجکستان له سفر وروسته دوحې ته تللی او وايي، چې له طالبانو سره د خبرو هڅ لاره نشته.
ده ویلي، چې د افغانستان بې ثباتي د زغم نده او په افغانستان کې باید داسې پراخ بنسټه حکومت جوړ شي، چې بشري او د ښځو حقونو ته درناوی ولري.
نوموړی وایي: زما په باور له طالبانو سره د خبرو هیڅ لاره نشته؛ مونږ باید د کابل د هوايي ډګر د پرانیستلو موضوع حل کړو او دا، چې مونږ ته د افغانستان بې ثباتي هم د منلو نده.
هایکو ماس ویلي؛ آلمان د طالبانو چال چلند ته په تمه دی، چې له ځينو ارزښتونو سره څه ډول چلند کوي.
هغه ویلي؛ دمګړۍیې په نړیواله کچه د رسمیت پېژندو مساله نشته. مونږ باید مهم مسایل حل کړو. طالبانو ته مو په ښکاره ویلي، چې مونږ ځينې ارزښتونه لرو، چې باید احترام یې وشي. بشري او د ښځو حقونو ته درناوی او پراخ بنسټه حکومت جوړول هغه څه دي، چې مونږ یې د لیدو تمه لرو.
آلمان ټينګار کوي، چې د کابل نړیوال هوايي ډګر باید پرانیستي وي، د آلماني وګړیو او هغو افغانانو د وتلو لار خلاصه شي، چې غواړي له دې هېواده ووځي.
قطري چارواکو په ډاګه کړې؛ د کابل د نړیوال هوايي ډګر له پرانیستل کیدو سره به دوی پوه شي، چې طالبان د خلکو د سفر آزادۍ ته ژمن دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر امریکايي پوځونو د کابل هوايي ډګر د ځينو برخو او وسایلو د ویجاړولو تور لګولی او وایي، چې امریکايي پوځونو یو شمېر چورلکې، موټر او ودانۍ ویجاړې کړي دي.
تازه خبرونه
اټریش له ازبکستان سره د افغان کډوالو د ایستلو د آسانتیا لپاره تړون لاسلیکوي
د اټریش کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې تړون موخه دا ده، چې د مهاجرینو د راستنولو بهیر له درېیمو هېوادونو څخه آسانه او د ایستلو د تطبیق زمینه برابره کړي.
اټریش ویلي، چې راتلونکې میاشت به له ازبکستان سره یوه داسې تړون لاسلیک کړي، چې د مهاجرینو؛ په ځانګړي توګه د افغانانو د ایستلو بهیر آسانه کړي.
د اټریش کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې تړون موخه دا ده، چې د مهاجرینو د راستنولو بهیر له درېیمو هېوادونو څخه آسانه او د ایستلو د تطبیق زمینه برابره کړي.
د راپور له مخې؛ د اټریش کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزیران د می پر اوومه ازبکستان ته سفر وکوي او دا تړون به پر رسمي بڼه لاسلیک کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مارکوس هاینډل دغه تړون مهم بللی او څرګندوي، چې هدف یې د هغو کسانو انتقال دی، چې باید خپلو اصلي هېوادونو په ځانګړي توګه افغانستان ته ستانه شي.
په اروپایي ټولنه کې هم د هغو مهاجرینو د ستنولو بحثونه روان دي، چې د استوګنې حق نهلري؛ په ځانګړي توګه افغانان.
د اروپایي کمیسیون ویاند ویلي، چې په دې برخه کې له اړوند افغان چارواکو سره تخنیکي تماسونه روان دي.
دغه اروپایي چارواکی ویلي، چې دا تماسونه د اروپایي ۲۰ هېوادونو د کورنیو چارو او مهاجرت وزیرانو په ګډه غوښتنه پیل شوي او غوښتنه کوي، چې د مهاجرینو د ستنولو په بهیر کې دې ښه همغږي وشي.
سره له دې، چې د بشري حقونو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ اندېښنه ښودلې؛ یو شمېر اروپایي هېوادونو د هغو مهاجرینو د ستنولو لپاره پلان جوړول پیل کړي، چې پر وینا یې د استوګنې حق نهلري یا هم پر جرمونو تورن دي.
تازه خبرونه
په بدخشان کې ناورین؛ ځمکې ښویېدنې پېنځه کانکېندونکي له ژوند بېبرخې کړل
د سیمهییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د آویز کلي په پستاو سیمه کې رامنځته شوې ده.
نن سهار د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې ځمکې ښویېدنې له پېنځه کسانو خوږ ژوند اخیستی دی.
د سیمهییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د آویز کلي په پستاو سیمه کې رامنځته شوې ده.
د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د څلورم سرحدي کنډک قومندان میر احمد ویلي، چې قربانیان د یاوان ولسوالۍ اوسیدونکي وه او د تونلونو دننه د سرو زرو پر استخراج اخته ول.
ویل کیږي، چې د پېښې اصلي علت د خاورې نرمښت او د خوندیتوب د آسانتیاوو نشتوالی دی.
تازه خبرونه
په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د برید پر تور یو افغان مجرم وپېژندل شو
د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریفالله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونهورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.
د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د ویرجینیا ایالت یوې فډرالي منصفه جرګې یو افغان د ۲۰۲۱ ز.کال د کابل هوايي ډګر په برید کې له یوې ترهګرې ډلې سره د همکارۍ پر تور مجرم پېژندلی دی.
د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریفالله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونهورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.
دا پرېکړه په دې معنا ده، چې نوموړی له عمري بند څخه ژغورل شوی؛ خو اوس هم تر ۲۰ کلونو پورې د بند له احتمال سره مخ دی. فډرالي قاضي تر اوسه د وروستۍ سزا نېټه نهده ټاکلې.
یاد برید د ۲۰۲۱ ز.کال د اګست پر شپږویشتمه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بېنظمه وتلو پر مهال په داسې حال کې ترسره شو، چې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل هوايي ډګر «ابي ګېټ» ته نږدې ځان والوزاوه. په دې پېښه کې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۶۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول.
څارنوالانو ادعا کړې، چې شریفالله د ځای د څارنې او د اړیکو د آسانتیا په برابرولو کې له دې برید سره مرسته کړې؛ خو د هغه مدافع وکیلانو ویلي، چې د امریکا حکومت تر ډېره د FBI د پلټنو پر مهال د تورن پر څرګندونو تکیه کړې او کافي خپلواکه شواهد یې نهدي وړاندې کړي.
دا دوسیه په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د خونړي برید په تړاو لومړنۍ جنایي محکمه بلل کېږي. دا هغه پېښه ده، چې اوس یې هم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه بحثونه اغېزمن کړي دي.
-
International Sports2 days agoآریانا ټلویزيون افغانانو ته د آسیا جام غوره لوبډلو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران امریکا ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ- اکسیوس
-
تازه خبرونه4 days agoپه کندهار کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شول
-
تازه خبرونه2 days agoآلمان پر بېلابېلو جرمونو محکوم ۲۵ افغانان کابل ته راولېږل
-
څار5 days agoڅار: په نړۍ کې د کډوالۍ ضد څپې پراخېدا
-
تازه خبرونه4 days agoپر کونړ د پاکستاني پوځ توغندیز بریدونه؛ ۴ «شهیدان» او لسګونه ټپیان
-
تازه خبرونه3 days agoپه اسعدآباد کې ملکي مرګ او ژوبله؛ یوناما د ملکي وګړو د ژغورنې غوښتنه وکړه
-
تحول5 days agoتحول: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ بېبرخلیک حالت
