تازه خبرونه

ګاونډ هېوادونه د افغانستان پرمختګ زغملی نشي – نورجلال جلالي

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالی(سرپرست) نور جلال جلالي په کابل کې د یوې غونډې پر مهال ویلي: “یو چا په خپل توان سره کور او ژوند جوړ کړی؛ خو ورته ویل کیږي، چې حق نلري دا له ځانه سره یوسې. له یوې جوړې  جامو سره په سپکاوي او بې عزتۍ وهل کېږي او موټر کې اچول کېږي او ورته ویل کېږي، چې ولاړ شه. زمونږ وروڼه باید خپل هېواد ته ان که  لږې پیسې هم ولري راستانه دې شي.”

Published

on

Last Updated on: وری ۱۸, ۱۴۰۴

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالی(سرپرست) وايي، چې ګاونډ هېوادونه د افغانستان پرمختګ زغملی نشي؛ نو دوی کډوال ځوروي، ملکیتونه یې مصادره کوي او هغو یې جبري ایستلي دي.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالی(سرپرست) نور جلال جلالي په کابل کې د یوې غونډې پر مهال ویلي: “یو چا په خپل توان سره کور او ژوند جوړ کړی؛ خو ورته ویل کیږي، چې حق نلري دا له ځانه سره یوسې. له یوې جوړې  جامو سره په سپکاوي او بې عزتۍ وهل کېږي او موټر کې اچول کېږي او ورته ویل کېږي، چې ولاړ شه. زمونږ وروڼه باید خپل هېواد ته ان که  لږې پیسې هم ولري راستانه دې شي.”

د پاکستان حکومت په ټول هېواد کې د بې اسنادو افغانانو د نیولو او شړلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي.

د ننګرهار ولایت سیمه‌ییزو چارواکو اعلان کړی، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د دوه‌یم پړاو له پیل سره په تېرو درې ورځو کې ۳۱۶ کورنۍ د تورخم بندر له لارې هېواد ته رادننه شوې دي.

د ننګرهار والي مرستیال عزیزالله مصطفی ويلي: “ټولې کمیټې چمتو دي. په تېرو دوه یا درې ورځو کې، ۳۱۶ کورنۍ جبري ایستل شوې دي. د خدماتو کمیټه شته. مونږ هم له مرکز سره اړیکه نیولې ده. ان شاالله امکانات لرو. مونږ به له ادارو سره هم وګورو او دا بهیر به پر همغږۍ ترسره کړو.”

د بشري حقونو ټولنو له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر ایستلو نیوکه کړې ده.

د یادونې ده، چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې شاوخوا ۸۴۵ زره افغانان له پاکستان څخه راوتلي دي.

Trending

Exit mobile version