Connect with us

لوبی

ګلف جایانتز لوبډلې د کرکت نړیوال شل آووریز لیګ پای لوبې ته لار وموندله

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د جمعې پر ورځ ګلف لوبډلې د ام آی اماراتو لوبډلې ته له ماتې ورکولو سره د کرکت نړیوال شل آووریز لیګ پای لوبې ته لار وموندله

د ایم آی اماراتو لوبډلې د خپل کپتان کیرون پولارد پر ۳۵ توپونو درې څلوریزې او څلور شپږیزې او د پېنځه لوبغاړیو پر سوزېدو یې  ۱۶۷ منډې جوړې کړې.

د پایلوبې لپاره د سیالۍ پچه ګلف جایانتز وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

د افغانستان ستوری راشد خان د پنجشنبې پر ورځ په ام آی اماراتو کې له دې لوبډلې سره یوځای شوی و.

د پنجشنبې پر ورځ ام آی اماراتو دوبۍ کیپتلز ته د اتو ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه؛ خو د جمعې پر ورځ ګلف جایانتز ترې لوبه پر څلور ویکتو وګټله.

دا لوبډله به اوس د یکشنبې پر ورځ د فبرورۍ پر ۱۲ له دیسرت وایپرز سره مخ شي.

لوبی

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د ۵۰ اوریزو سیالیو په درې اړخیزه لړۍ کې د ۴ ویکټو پر توپیر ماتې وخوړه.

دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې ترسره شوه.

د لوبې پچه سريلانکا وګټله؛ خو په خپله یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه او افغان ابدالیانو یا الف لوبډلې ته یې د توپ‌وهنې یا بېټېنګ بلنه ورکړه.

افغان الف لوبډلې د سريلانکا الف لوبډلې ته په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د اته ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۲۹ منډې هدف ټاکلی و، چې سريلانکا د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو په ۳۹ اوورنو کې هدف پوره کړ.

افغانستان مخکې له دې په دې لړۍ کې یوه لوبه د ایرلینډ پر وړاندې او بله د سریلانکا پر وړاندې بایللې وه.

سريلنکا ټولټال څلور لوبې کړي او څلور واړه یې ګټلې دي. له دې سره دې لوبډلې اته امتیازه ترلاسه کړي او د ۵۰ اږریزو لوبو د جدول په سر کې ځای لري.

افغانستان او ایرلنډ له څلورو لوبو یوازې یوه یوه ګټلې او دواړه دوه دوه امیازه لري.

دا لوبې په ابوظبۍ کې د افغانستان په کوربه‌توب روانې دي؛ پایلوبه به د راروانې جمعې پر ورځ( د غویی پېنځمه / د اپرېل پېنځه‌ویشتمه) ترسره شي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کړه

افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال په نړیوال جام کې د لوبېدا  وړتیا ترلاسه کړه.

افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.

له ۱۹ کلنو د ټیټ عمره ځوانانو کرکټ نړیوال جام به راتلونکي کال په نامیبیا او زیمبابوې کې ترسره شي.

Continue Reading

لوبی

له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه

په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې نن (چارشنبه) متحده عربي اماراتو ته د ۱۸۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د آسیا له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې یې خپله د نه ماتې لړۍ خوندي کړه.

په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

دا د سیمې په غوراوي سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.

له  دې مخکې افغانستان هانګ کانګ او عمان ته پر ۸ ویکټو ماتې ورکړې ده.

ټاکل شوې، چې د هېواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډله د شنبې پر ورځ (د اپریل نولسمه) د کوربه لوبډلې نیپال سره مخ شي. دا به د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه وي.

د وروستۍ لوبې ګټونکی به ډېر احتمال ولري، چې د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو په ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام کې خبله ونډه خوندي کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!