Connect with us

تازه خبرونه

یوناما په هرات کې د ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه څرګنده کړه

نړیوالو بنسټونو څو ځله د ښځو د اساسي حقونو د رعایت غوښتنه کړې؛ خو اسلامي امارت ټینګار کړی، چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

خپور شوی

د

Last Updated on: غبرګولى ۱۸, ۱۴۰۵

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) په هرات ولایت کې د یو شمېر ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه څرګنده کړې وایي، چې دغه چاره د بشري حقونو جدي اندېښنې راولاړوي.

یوناما د یکشنبې پر ورځ( د غبرګولي اووه‌لسمه ) په یوه پیغام کې ویلي، چې هرات ولایت د یو شمېر ښځو د نیولو او توقیف راپورونه ترلاسه شوي او دا موضوع له نږدې څاري.

په دې پیغام کې راغلي: « یوناما په هرات کې د هغو ګڼو ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه لري، چې د حجاب د نه‌مراعتولو ادعا پرې شوې ده؛ دا موضوع د بشري حقونو جدي اندېښنې راولاړوي.»

د ملګرو ملتونو دې ادارې همداراز ټینګار کړی، چې ټول وګړي د تګ راتګ له آزادۍ برخمن دي او ښځې او نرینه مساوي حق لري، چې د قانون پر وړاندې له برابر چلند څخه برخمن شي.

د یوناما دا څرګندونې په داسې وخت کې وړاندې کېږي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو موضوع اوس هم د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د بحث له مهمو محورونو څخه ګڼل کېږي.

نړیوالو بنسټونو څو ځله د ښځو د اساسي حقونو د رعایت غوښتنه کړې؛ خو اسلامي امارت ټینګار کړی، چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

تر اوسه د یوناما د وروستیو څرګندونو په اړه د مسوولو افغان چارواکو کوم رسمي غبرګون نه‌دی خپور شوی.

تازه خبرونه

د شریعت پلي کول د دیني علومو له بیا راژوندي کېدا سره شوني دي – شیخ هبة‌الله آخوندزاده

د اسلامي امارت رهبر عالمان د انبیاوو وارثان بللي او څرګندوي، چې هغوی د دین د ساتنې، د ټولنې د سمون او خلکو ته د پوهاوي ورکولو مسوولیت پر غاړه لري.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱۸, ۱۴۰۵

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده د جهادي مدرسو له مسوولانو، استادانو، د دیني خپرونو د ارزونې له مسوولانو، د دارالایتامونو له مسوولانو او یو شمېر دیني عالمانو سره لیدلي او د زده‌کړې، روزنې او د ټولنې په سمون کې یې د عالمانو پر رول ټینګار کړی دی.

د اسلامي امارت رهبر عالمان د انبیاوو وارثان بللي او څرګندوي، چې هغوی د دین د ساتنې، د ټولنې د سمون او خلکو ته د پوهاوي ورکولو مسوولیت پر غاړه لري.

هغه د دیني علومو پر اړتیا هم ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دیني زده‌کړو له پراختیا او بیا راژوندي کولو سره د ټولنې سمون او د شریعت پلي کول شوني دي.

نوموړي د مدرسو له مسوولانو غوښتي، چې د زده‌کړې، روزنې، د دیني باورونو پیاوړتیا او د زده‌کوونکو فکري ودې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د اغېزمنو زده‌کړو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.

د اسلامي امارت رهبر د خپلو خبرو په بله برخه کې مسوولان دې ته رابللي، چې په اداري، سیاسي، اقتصادي او پوځي چارو کې له بې‌غورۍ ډډه وکړي. هغه د ادارو ترمنځ پر همغږۍ او د متقابل باور پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

ایران روان کال له افغانستان څخه ۴۱۷ میلیون مټرمکعبه اوبه ترلاسه کړي – فارس خبري آژانس

د دې رسنۍ د څرګندونو له مخې؛ دغه کچه د هغو اوبو له نیمایي هم کمه ده، چې ایران یې د عادي اوبیزو کلونو پر مهال د خپلې حقابې په توګه ترلاسه کوي.

Published

on

د ایران فارس خبري آژانس راپور ورکړی، چې د روان اوبیز کال له پیل راپدېخوا تر اوسه ۴۱۷ میلیون مټرمکعبه اوبه له افغانستان څخه سیستان او بلوچستان ولایت ته رابهېدلې دي.

د دې رسنۍ د څرګندونو له مخې؛ دغه کچه د هغو اوبو له نیمایي هم کمه ده، چې ایران یې د عادي اوبیزو کلونو پر مهال د خپلې حقابې په توګه ترلاسه کوي.

په راپور کې راغلي، چې افغانستان په وروستیو کلونو کې له تر ټولو ډېر اورښت لرونکو پړاوونو څخه یو تجربه کوي؛ خو د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د هغې هوکړې له مخې، چې په ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال کې لاسلیک شوې؛ ایران په عادي اوبیزو کلونو کې د ۸۵۰ میلیون مټرمکعبه اوبو د ترلاسه کولو حق لري.

فارس خبري آژانس زیاته کړې؛ د سیستان او بلوچستان اوبیزو زیرمو ته د ورغلو اوبو کچه د وري له دوه‌ویشتمې څخه د غبرګولي تر نهمې پورې دوه برابره شوې ده.

د هلمند د حق‌آبې موضوع تل د کابل او تهران ترمنځ د خبرو اترو له مهمو محورونو څخه وه او ایراني چارواکو څو ځله له افغانستان څخه د ترلاسه کېدونکو اوبو د کچې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په مقابل کې د اسلامي امارت چارواکو بیا-بیا ټینګار کړی، چې افغانستان د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال د هوکړې پلي کولو او ایران ته د حق‌آبې ورکړې ته ژمن دی؛ خو د اوبو خوشې کول باید د اقلیمي شرایطو، وچکالۍ او شته اوبیزو سرچینو له وضعیت سره سم ترسره شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کاسا-۱۰۰۰ پروژې چارې روانې دي – د افغانستان برښنا شرکت

دغه پروژه د شاوخوا ۱۳۰۰ میګاواټ برښنا د لېږد وړتیا لري او د افغانستان دننه په څو پړاوونو کې پلې کېږي.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت ویلي: د کاسا-۱۰۰۰ پروژه، چې د منځنۍ آسیا برښنا سویلي آسیا ته لېږدوي؛ اوس د پلي کېدو په بهیر کې ده.

دغه پروژه د شاوخوا ۱۳۰۰ میګاواټ برښنا د لېږد وړتیا لري او د افغانستان دننه په څو پړاوونو کې پلې کېږي.

د پروژې لومړی پړاو د ۲۰۲۴ز. کال په ډسمبر میاشت کې بېرته پیل شو. دا پړاو ۱۹۷ کیلومټره اوږدوالی لري او د کندوز له شېرخان بندر څخه د بغلان تر ده‌صلاح ولسوالۍ پورې غځېدلی، چې ۵۶۴ برښنا‌ستنې هم لري.

د پروژې دوه‌یم پړاو ۱۹۶.۴ کیلومټره اوږدوالی لري؛ د بغلان، پنجشېر او کاپیسا له ولایتونو تېرېږي. په دې برخه کې ۵۸۷ برښنا‌ستنې په پام کې نیول شوې دي.

درېیم پړاو د کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار له ولایتونو تېرېږي او په پای کې تر تورخم پورې غځېږي او فرضي کرښې ته رسېږي. دغه برخه ۱۸۸.۴ کیلومټره اوږدوالی لري او ۵۶۲ برښنا‌ستنې لري.

د افغانستان برښنا شرکت دغه پروژه د انرژۍ د نښلولو په برخه کې یوه مهمه سیمه‌ییزه سټراټیژیکه پروژه بولي، چې کولی شي د برښنالېږد له مخې د افغانستان ونډه نوره هم پیاوړې کړي.

د افغانستان برښنا شرکت د یادونې له مخې، د پروژې له بشپړېدا وروسته به افغانستان هر کال شاوخوا ۶۰ میلیون ډالر عاید ترلاسه کوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!