تازه خبرونه
یوناما په هرات کې د ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه څرګنده کړه
نړیوالو بنسټونو څو ځله د ښځو د اساسي حقونو د رعایت غوښتنه کړې؛ خو اسلامي امارت ټینګار کړی، چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) په هرات ولایت کې د یو شمېر ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه څرګنده کړې وایي، چې دغه چاره د بشري حقونو جدي اندېښنې راولاړوي.
یوناما د یکشنبې پر ورځ( د غبرګولي اووهلسمه ) په یوه پیغام کې ویلي، چې هرات ولایت د یو شمېر ښځو د نیولو او توقیف راپورونه ترلاسه شوي او دا موضوع له نږدې څاري.
په دې پیغام کې راغلي: « یوناما په هرات کې د هغو ګڼو ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه لري، چې د حجاب د نهمراعتولو ادعا پرې شوې ده؛ دا موضوع د بشري حقونو جدي اندېښنې راولاړوي.»
د ملګرو ملتونو دې ادارې همداراز ټینګار کړی، چې ټول وګړي د تګ راتګ له آزادۍ برخمن دي او ښځې او نرینه مساوي حق لري، چې د قانون پر وړاندې له برابر چلند څخه برخمن شي.
د یوناما دا څرګندونې په داسې وخت کې وړاندې کېږي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو موضوع اوس هم د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د بحث له مهمو محورونو څخه ګڼل کېږي.
نړیوالو بنسټونو څو ځله د ښځو د اساسي حقونو د رعایت غوښتنه کړې؛ خو اسلامي امارت ټینګار کړی، چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
تر اوسه د یوناما د وروستیو څرګندونو په اړه د مسوولو افغان چارواکو کوم رسمي غبرګون نهدی خپور شوی.