تازه خبرونه
یو اس ای دي له ۹۵۰۰۰ افغان کورنیو سره مرسته کوي
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا دبلیو اف پي د امریکا نړیوالې پراختیا ادارې یا یو اس ای دي د کووید – ۱۹ د اغېزو له کبله له ځپل شویو ۹۵۰۰۰ افغان کورنیو سره د ۱۲ میلیون امریکایي ډالرو له مرستې مننه کړې ده.
په افغانستان کې بېړنی روغتیایي حالت د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره ګډ شوی او د یو شمېر ټولنو د ژوندانه بهیر یې را تنګ کړی دی.
له یواس ای دي څخه ترلاسه شوې دغه مرسته به دبلیو اف پي ته د دې اجازه ورکړي، چې له ۹۵۰۰۰ کورنیو سره، چې د کووید-۱۹ وبا له اقتصادي زیانونو اغېزمن کړي؛ د نغدو پیسو مرستې ترسره کړي.
د خوراک نړیوال پروګرام د څرګندونو له مخې؛ هره کورنۍ به ۶۰۰۰ افغانۍ مرسته تر لاسه کړي، چې د دوه میاشتو لپاره خپلې یو شمېر د خوراکي توکو اړتیاوې پوره کړي.
په افغانستان کې د امریکا د نړیوالې پراختیا یا یو اس ای دي مشر پیتر نتیلو پدې اړه ویلي؛ کووید-۱۹ په دې هېواد کې د هغو کورنیو ژوند، چې په ورځني مزد یې تکیه کوله او یا یې کوچنۍ سوداګري لرله مختل کړ. په ځانګړي توګه هغه کسان، چې په ښارونو کې ژوند کوي او د قرنطین له کبله د ډوډۍ رانیولو لپاره د پیسو پیدا کولو ټولې شونتیاوې پرې بندې شوې.
نوموړي زیاته کړې: له دبلیو اف پي سره د ګډ کار لپاره به یو اس ای دي په افغانستان کې د کووید – ۱۹ وبا له کبله ځینو ترټولو اغېزمن شویو کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې ورسوي. اړمنې کورنۍ به په هرات ښار او پلازمېنه کابل، د هېواد دوه ښاري مرکزونو کې، چې د کووید-۱۹ مثبتې پېښې پر ترټولو لوړه کچه ثبت شوي او هم پرې د اقتصاد او انفرادي ژوندانه د دغې وبا اغېز ډېر احساس شوی،؛دغه مرستې ترلاسه کړي. دغه مرسته به له ترټولو اړمنو کورنیو د ژوند پر مخ بیولو لپاره له منفي میکانیزمونو لکه سوالګري، پر ماشومانو له کار کولو او یا هم په کمه کچه او لږ غذایي وعدو د خوړو څخه له ګټې اخیستنې ځان وساتي.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال او سرپرست مشر رابرت کسکا ویلي: مونږ د یو اس ای دي له دې مرستې او په افغانستان کې د دبلیو اف پي څخه د دوی د پرلپسې ملاتړ له کبله مننه کوو.
کسکا زیاته کړې: دغه مرسته په اړین مهال رارسېږي؛ داسې مهال، چې مونږ د کووید -۱۹ وبا له کبله زیانمنو شویو کسانو ته د رسېدو لپاره ۵۳ میلیون امریکایي دالرو ته اړتیا لرو. په ګډه د ګامونو له اخیستو پرته، افغانستان کېدای شي په لسیزو کې د خوړو د خوندیتوب له ورانوونکي کړکېچ سره مخ شي.
دIPC یاClassification Phase Security Food Integrated د وروستیو پایلو پربنسټ، د ۲۰۲۰ م کال په پیل کې، د لسیزو جګړو، طبیعي پېښو او مخ پر ودې بېوزلۍ له کبله له ۱۲ میلیون څخه ډېر کسان په حاده توګه د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ ول. اوسمهال، د کووید-۱۹ وبا په میلیونونه افغانان لوږې ته د لوېدو په خطر کې اچولي دي، د خوړو له غیر معمولي لوړو بیو سره یې مخ کړي او د دندو د ترسره کولو شونتیاوې یې را کمې کړې دي.
د دغې وبا اوږد مهاله اغېزوته د رسېدنې په موخه، د خوړو نړیوال پروګرام دغه راز د روغتیا یي مرکزونو او ګرځنده ډلوله لارې خدمتونه وړاندې کوي، چې په نجونو، هلکانو، امیندواره او شیدې ورکوونکیو میندو کې د خوارځواکۍ درملنه او مخنیوی وکړي.
د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه، تر کلکو احتیاطي تدابیرو لاندې، دبلیو اف پي د پېښو پروړاندې د ټولنو د تاب راوړنې د غښتلي کولو فعالیتونو ته ادامه ورکوي.
په افغانستان کې د کووید-۱۹ د اغېزو له کبله، دبلیو اف پي په پام کې لري، چې له وړاندې پر پلان شویو خلکو سربېره، ۳ میلیون نورو کسانو ته هم د خوراکي توکو مرستې ورسوي، چې ۵۳ میلیون امریکایي دالرو اضافي مرستو ته اړتیا ده.
ټولټال، په ۲۰۲۰ م کال کې، دبلیو اف پي په پام کې لري، چې ۳،۱۰ میلیون د خوړو له پلوه نه خوندي خلکو ته مرستې ورسوي.
د ۲۰۲۰ م کال له جولای څخه تر ډسمبر میاشتې پورې، دبلیو اف پي د خپلو ټولو پلان شویو فعالیتونو لپاره ۲۱۸ میلیون امریکایي دالرو ته اړتیا لري، چې ۱۳۵ میلیو امریکایي دالر اوس هم ترلاسه شوي ندي.
د یو اس ای دي لخوا دغه مرسته په ۲۰۲۰ م کال کې د ۴۹ میلیون او په ۲۰۱۹ م کال کې د ۹۲ میلیون امریکایي دالرو د مرستو پر دوام ترسره کېږي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په نړۍ کې تر ټولو لویه بشري اداره ده، چې د بیړنیو حالاتو پرمهال د خلکو ژوند ژغوري، هوساینه رامنځته کوي او له کړکېچ، طبیعي پېښو او اقلیمي بدلون څخه د راوتلیو خلکو لپاره د باثباته راتلونکې ملاتړ کوي.
تازه خبرونه
کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.
همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.
ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.
تازه خبرونه
په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”
تازه خبرونه
په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
عبدالمتین قانع وایي: د اورلګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.
ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اورلګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.
-
تازه خبرونه4 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
روغتيا4 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه1 day agoافغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې له پرانیستې سره سم د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیل شو
-
تحول5 days agoتحول : د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو لیدنې
-
سوداگري4 days agoافغان او قزاق چارواکو پر بانکي همکاریو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoپه روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
