Connect with us

تازه خبرونه

یو شرکت د شهدا او معلولینو له وزارت سره د ۳۰ زره  جوړو بوټانو مرسته وکړه

خپور شوی

د

د کان کیندنې، کانونو پروسس او سوداګرۍ فان افغان چینا شرکت د افغانستان اسلامي امارت له شهیدانو او معلولینو وزارت سره د ۳۰ زره جوړو بوټانو مرسته وکړه.

د دې بو ټانو مالي ارزښت ۱۸۰ زره امریکايي دالروته رسیږي.

د افغان چین ګډ شرکت رییس داکتر سید هادي شاپور وایي: مونږ د امرستي د دې لپاره د شهیدانو او معلولینو وزارت  ته ورکړې، چې مستحقو کسانو ته  ورسیږي او مونږ به په راتلونکې کې نورې همکارۍ هم د همدې وزارت له لارې تر سره کړو.

د افغان چین ګډ  شرکت مسوولینو ويلي، چې هڅه کوي له دې وروسته  په خپلو ټولو مرستو کې د هېواد کونډې، یتیمان او معلولو کسانو ته لومړیتوب ورکړي او دا چاره به د شهیدانو او معلولینو چارو د وزارت لخوا تنظیم شي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولینو د خصوصي سکتور له دې مرستو هر کلی کوي او وایي، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ راپدیخوا نږدې  ۶ لکه کسان، چې په دې کې معلولین، کونډې او یتیمان دي له دوۍ سره ثبت شوي او اوس هم دا لړۍ روا نه ده. 

دې وزرارت څرګنده کړې؛ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ملي او نړیوالو خیریه بنسټونو غږ کوي، چې د دې وزارت له لارې د هېواد مستحقو کورنیو ته خپلي مرستي ورسوي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزرات د دفتر رییس شاه محمد دوست وایي: ۸۰ زره کورنیو سره مرسته شوې او د هېواد په کچه  ۶ لکه عمومي کسان ثبت شوي، چې ټول کونډې، یتیمان او معلولین دي.

هغه زیاته کړې په ۶ لکه کسانو کې ۳۴۰ یتیمان او نوری کندې او معلولین دي، چې ۳۰ زره کسان د تېر نظام  له معلولینو لرو او حقوق ورکول کیږي.

معلولین هم له ټو لو مرسیتندویه بنسټونو غوښتنه  کوي؛ که غواړي د هېواد له معلولینو سره مرسته وکړي، نو خپلي  مرستي دې د شهیدانو او معلو لینو چارو وزارت لخوا تر سره کړي.

معلول عبد الرقیب  وایي: ټولې هغه مرستي، چې له مونږ سره کیږي هغه فقط د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لخوا له مونږ سره کیږي او مستحقو کسانوته يي تل خپل حقونه رسولي دي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولین وايي، چې د مرستو رسولو په بهیر  کې له پوره روڼتیا کار اخلي او ټولو مستحقو هېوادوالو ته خپلي  مرستي  رسولي او هڅه کوي، چې  بیا هم د ټولني دې اړو کسانو ته خپل خدمتونه ورسوي.

تازه خبرونه

کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

Published

on

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.

ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

عبدالمتین قانع وایي: د اور‌لګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.

ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اور‌لګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!