لوبی

آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۶ داکار ځوانانو المپیک سیالۍ خپروي

دغه سیالۍ به د اوکټوبر له یودېرشمېې د نومبر تر دیارلسمې د سنګال په پلازمېنه کې ترسره شي. دا د المپیک لومړنۍ سیالۍ دي، چې کوربه‌توب یې د افریقا لویه وچه کوي.

Published

on

 

آریانا راډیو ټلویزیون په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال داکار ځوانانو المپیک سیالیو د ټلویزیوني او ډیجیټلي خپرونو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي دي.

دغه سیالۍ به د اوکټوبر له یودېرشمېې د نومبر تر دیارلسمې د سنګال په پلازمېنه کې ترسره شي. دا د المپیک لومړنۍ سیالۍ دي، چې کوربه‌توب یې د افریقا لویه وچه کوي.

په دغو سیالیو کې به د څه باندې ۲۰۰ ملي المپیک کمیټو شاوخوا ۲۷۰۰ لوبغاړي ګډون وکړي. سیالۍ به په داکار، دیامناډیو او سالي ښارونو کې ترسره شي.

د سیالیو پروګرام ۲۵ سپورټي څانګې او د مډالونو ګټلو ۱۵۳ سیالۍ رانغاړي. لوبغاړي به په منډو، لامبو، باسکټبال، سوک‌وهنې، جمناسټیک، بایسکل‌ځغلونې، غېږنیونې، جوډو، تورې‌وهلو، اووه‌کسیز رګبي او ساحلي والیبال کې سیالي وکړي.

د دغو سیالیو شعار« افریقا هرکلی کوي، داکار جشن نیسي» دی. دغه سیالۍ د ځوانو لوبغاړو د وړتیاوو د ښودلو، کلتوري تبادلې او د بېلابېلو هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ د ملګرتیا د پیاوړتیا لپاره مهم فرصت ګڼل کېږي.

دغه راز د افغانستان له ۱۸ کلنو ټیټ عمره فوټسال ملي لوبډله هم د سیالیو له پیل مخکې د سنګال پلازمېنې داکار ته رسېدلې ده.

د افغانستان فوټبال فډراسیون ویلي، چې دغه لوبډله به د سیالیو له پیل مخکې شپږ ورځنی روزنیز کمپ ترسره کړي.

د آریانا ټلویزیون له‌خوا د دغو سیالیو ځانګړې خپرونې افغان مینه‌والو ته زمینه برابروي، چې د نړۍ د ځوانو لوبغاړو سیالۍ وګوري او په نړیوال سپورټي ډګر کې د هغوی له کړنو خبر شي.

آریانا ټلویزیون د دغو سیالیو له ټلویزیوني او ډیجیټلي خپرولو سره په افغانستان کې د نړۍ د مهمو سپورټي سیالیو پوښښ پراخوي او هڅه کوي، چې افغان لیدونکي له نړیوالې سپورټي ټولنې سره ونښلوي.

د داکار ځوانانو المپیک سیالیو پرانیست‌غونډه به د اوکټوبر پر یودېرشمه ترسره شي او سیالۍ به د نومبر تر دیارلسمې روانې وي.

مینه‌وال کولی شي د تازه خبرونو، معلوماتو او سیالیو د مهالوېش لپاره د آریانا ټلویزیون خواله رسنۍ وڅاري.

Trending

Exit mobile version