Connect with us

لوبی

آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۶ داکار ځوانانو المپیک سیالۍ خپروي

دغه سیالۍ به د اوکټوبر له یودېرشمېې د نومبر تر دیارلسمې د سنګال په پلازمېنه کې ترسره شي. دا د المپیک لومړنۍ سیالۍ دي، چې کوربه‌توب یې د افریقا لویه وچه کوي.

خپور شوی

د

 

آریانا راډیو ټلویزیون په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال داکار ځوانانو المپیک سیالیو د ټلویزیوني او ډیجیټلي خپرونو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي دي.

دغه سیالۍ به د اوکټوبر له یودېرشمېې د نومبر تر دیارلسمې د سنګال په پلازمېنه کې ترسره شي. دا د المپیک لومړنۍ سیالۍ دي، چې کوربه‌توب یې د افریقا لویه وچه کوي.

په دغو سیالیو کې به د څه باندې ۲۰۰ ملي المپیک کمیټو شاوخوا ۲۷۰۰ لوبغاړي ګډون وکړي. سیالۍ به په داکار، دیامناډیو او سالي ښارونو کې ترسره شي.

د سیالیو پروګرام ۲۵ سپورټي څانګې او د مډالونو ګټلو ۱۵۳ سیالۍ رانغاړي. لوبغاړي به په منډو، لامبو، باسکټبال، سوک‌وهنې، جمناسټیک، بایسکل‌ځغلونې، غېږنیونې، جوډو، تورې‌وهلو، اووه‌کسیز رګبي او ساحلي والیبال کې سیالي وکړي.

د دغو سیالیو شعار« افریقا هرکلی کوي، داکار جشن نیسي» دی. دغه سیالۍ د ځوانو لوبغاړو د وړتیاوو د ښودلو، کلتوري تبادلې او د بېلابېلو هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ د ملګرتیا د پیاوړتیا لپاره مهم فرصت ګڼل کېږي.

دغه راز د افغانستان له ۱۸ کلنو ټیټ عمره فوټسال ملي لوبډله هم د سیالیو له پیل مخکې د سنګال پلازمېنې داکار ته رسېدلې ده.

د افغانستان فوټبال فډراسیون ویلي، چې دغه لوبډله به د سیالیو له پیل مخکې شپږ ورځنی روزنیز کمپ ترسره کړي.

د آریانا ټلویزیون له‌خوا د دغو سیالیو ځانګړې خپرونې افغان مینه‌والو ته زمینه برابروي، چې د نړۍ د ځوانو لوبغاړو سیالۍ وګوري او په نړیوال سپورټي ډګر کې د هغوی له کړنو خبر شي.

آریانا ټلویزیون د دغو سیالیو له ټلویزیوني او ډیجیټلي خپرولو سره په افغانستان کې د نړۍ د مهمو سپورټي سیالیو پوښښ پراخوي او هڅه کوي، چې افغان لیدونکي له نړیوالې سپورټي ټولنې سره ونښلوي.

د داکار ځوانانو المپیک سیالیو پرانیست‌غونډه به د اوکټوبر پر یودېرشمه ترسره شي او سیالۍ به د نومبر تر دیارلسمې روانې وي.

مینه‌وال کولی شي د تازه خبرونو، معلوماتو او سیالیو د مهالوېش لپاره د آریانا ټلویزیون خواله رسنۍ وڅاري.

لوبی

د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډله د فیفا نړیوال جام درېیمې درجې ته لار پیدا کړه

دا په دغو سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.

Published

on

 

د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام او فوټبال نندارې د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې سوډان ته درې پر یوه ماتې ورکړه او د شپږ لوبډلو تر منځ یې درېیم مقام خپل کړ؛ له دې سره یې د سیالیو درېیمې درجې ته لار وموندله.

دا په دغو سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.

د هېواد تنکیو ملي لوبغاړو له دې مخکې هم سیرالیون او جیبوټي ته ماتې ورکړې وې.

روسیې د ډلې لومړی او ترکیې دوه‌یم مقام خپل کړی دی.

روسیه او ترکیه به پر ترتیب په لومړۍ او دوه‌یمه درجه کې سیالي وکړي؛ خو افغانستان به په درېیمه درجه کې د ټولیز لښتیلیک(جدول) د پنځه‌شپېتم او شپږ‌نوییم مقام تر منځ د ځای خپلولو لپاره ولوبېږي.

د سیالیو راتلونکی پړاو به په حذفي بڼه ترسره شي او ټولې ۱۸۹ ګډونوالې لوبډلې به د خپلو وروستیو مقامونو د ټاکلو لپاره سیالي وکړي. ټاکل شوې، چې دا سیالۍ د اوکټوبر پر دېرشمه پای ته ورسېږي.

آذربایجان د ۲۰۲۶ز.کال فیفا د ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال نړیوال جام او نندارې کوربه دی.

Continue Reading

لوبی

ابومسلم فراه لوبډلې آریانا خوست ته یو پر صفر ماتې ورکړه

دغه لوبه د دوشنبې پر ورځ په کابل کې ترسره شوه، چې امید پوپلزي د لوبې په شلمه دقیقه کې د ابومسلم فراه د بریا ګول وواهه او خپلې لوبډلې ته یې درې امتیازونه وګټل.

Published

on

Last Updated on: لړم ۵, ۱۴۰۵

 

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په نهه‌پنځوسمه لوبه کې د ابومسلم فراه لوبډلې د آریانا خوست لوبډلې ته یو پر صفر ماتې ورکړه.

دغه لوبه د دوشنبې پر ورځ په کابل کې ترسره شوه، چې امید پوپلزي د لوبې په شلمه دقیقه کې د ابومسلم فراه د بریا ګول وواهه او خپلې لوبډلې ته یې درې امتیازونه وګټل.

له دې بریا سره ابومسلم فراه لوبډلې د ۲۸ امتیازونو پر لرلو د نومرو په لښتیلیک(جدول )کې خپل دوه‌یم مقام پیاوړی کړ.

په دې لوبه کې د آریانا خوست لوبډلې ۲۰ او ابومسلم فراه ۱۵ خطاوې وکړې. دواړو لوبډلو یو ـ یو کارنر ترلاسه کړ. د آریانا خوست لوبغاړي یو ځل او د ابومسلم فراه لوبغاړي دوه ځله په آفسایډ کې ونیول شول.

د آریانا خوست لوبغاړو دوه ژېړ کارتونه او د ابومسلم فراه لوبغاړو درې ژېړ کارتونه ترلاسه کړل. په دې لوبه کې کوم لوبغاړي سور کارت ترلاسه نه‌کړ.

د افغانستان د اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ د آریانا ټلوېزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د فوټبال مینه‌وال کولی شي دغه سیالۍ وګوري.

 
Continue Reading

لوبی

آرمان اف‌سي د خراسان فاریاب لوبډلې ته درې پر یو ماتې ورکړه

دغه لوبه د دوشنبې پر ورځ په کابل کې ترسره شوه.

Published

on

Last Updated on: لړم ۵, ۱۴۰۵

 

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په اته‌پنځوسمه لوبه کې آرمان اف‌سي د خراسان فاریاب لوبډلې ته درې پر یو ماتې ورکړه او په دې سیالیو کې یې خپله پنځمه بریا ترلاسه کړه.

دغه لوبه د دوشنبې پر ورځ په کابل کې ترسره شوه.

مالکوم ازیاح شاو د لوبې په نهه‌دېرشمه دقیقه کې د آرمان لومړی ګول وواهه او لوبډله یې مخکې کړه؛ خو د لومړۍ نیمې په اضافي وخت کې نوراحمد د خراسان فاریاب لپاره د مساوي ګول وواهه او لومړۍ نیمه یو پر یو پای ته ورسېده.

د لوبې په څلورپنځوسمه دقیقه کې سلیمان آریا د آرمان دوه‌یم ګول وواهه او لوبډله یې بیا مخکې کړه.

میرآغا شریفي د لوبې پر اویایمه دقیقه کې د آرمان درېیم ګول وواهه او د خپلې لوبډلې بریا یې درې پر یوه کړه.

د خراسان فاریاب لوبډلې په پاتې وخت کې د لوبې پایله بدله نه‌شوه کړی او آرمان اف‌سي د دوه ګولونو پر توپیر بریا خپله کړه او درې امتیازونه یې ترلاسه کړل.

دغه راز آرمان اف‌سي نهه کارنرونه ترلاسه کړل؛ خو خراسان فاریاب څلور کارنرونه درلودل. د خراسان فاریاب لوبغاړو شپږ ژېړ کارتونه او د آرمان لوبغاړو یو ژېړ کارت ترلاسه کړ. په دې لوبه کې کوم لوبغاړي سور کارت ترلاسه نه‌کړ.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د فوټبال مینه‌وال کولی شي دغه سیالۍ وڅاري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!