Connect with us

لوبی

آسترالیایي ماکسول د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ناشونې بریا ترلاسه کړه

خپور شوی

د

رویترز څرګنده کړې، چې ګلن ماکسول له ستونزو سره مبارزه وکړه؛ پر ۱۲۸ توپونو یې ۲۰۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، آسترالیا یې د نړیوال جام په یوه لوبه کې افغانستان ته پر درې ویکتو ماتې ورکړه او لوبډله یې نیمه پایلوبې ته ورسوله.

افغانستان د سې شنبې پر ورځ د نړیوال جام له اتلولۍ پېنځه ځلې برخمنې لوبډلې ته د خپلې سترې بريا پر سترګه کتل، چې د اووه لوبغاړیو پر سوځېدو يې ۹۱ منډې جوړې کړې؛ ورته د ۲۹۲ منډو هدف وټاکه، خو ماکسول پخپلو بې‌ساریو هڅو شونې ماته ناشونې کړه او د لوبډلمشر پت کامینز پر ملاتړ یې آسترالیا ټاکلې موخې ته ورسوله.

دې ښي لاسي توپ‌وهونکی ته په روانو پنځوس اوریزو سیالیو کې له ښو ډېرو منډ وروسته عضلاتي دردونه پیدا شول؛ خو هڅه یې وکړه، چې خپل دردونه د شپږیزو او څلوریزو پر ترسره کولو پوره مدیریت کړي.

ماکسول د خپلې ګوډې پښې د منډو په بهیر کې ۲۱ څلوریزې او ۱۰ شپږیزې ووهلې او اړوند سیالیو ته یې دوه سلیزه ډالۍ وړاندې کړه.

ماکسول څرګنده کړې: وېروونکې ده؛ ما ټکان‌ورکوونکی احساس وکړ او زه نېکمرغه وم، چې تر پایه په لوبه کې پاتې شوم.

کامینز پر ۱۲ توپونو ۶۸ ناسوځېدلې منډې وکړې؛ خو تر ټولو مهمه دا، چې د اتمې ویکتې لپاره یې ۲۰۲ منډې جوړې کړې.

افغانستان په لوبغالي کې بېلابېلې هڅې ترسره کړې؛ خو ونه توانید، چې ماکسول وسوځوي.

د افغانستان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ویلي؛رښتیا هم مایوسه شوم. کرکت یوه له خندا ډکه لوبه او د باور وړ نه‌ده.

مونږ په لوبه کې وو. زمونږ توپ‌اچوونکيو ښه پیل وکړ؛ مونږ د اتمې ویکتې اخیستو چانس له لاسه ورکړ. ماکسول نه درېدونکی او د ستاینې وړ و.

د سې شنبې بریا آسترالیا له ۱۲ نمرو برخمنه کړه.

رویترز راپور ورکړ، چې دوی درېیمه لوبډله شوه، چې نیمه پایلوبې ته ورسیده؛ هند او سویلي آفریقا دې ځای ته رسېدلي دي.

لوبی

په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه

د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B  ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.

Published

on

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال په نړیوال جام کې درېیم مقام خپل کړ.

د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B  ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.

په نیمه پای لوبه کې د افغانستان لوبډلې له خپلو اغېزمنو هڅو سره – سره د ازبکستان لوبډلې ته ۴ پر ۲ ماتې ورکړه.

په هر حال د درجه بندۍ په لوبه کې یو ځل بیا یې خپل واک وښود او د روسیې پر وړاندې یې ۶ پر صفر  پرېکنده بریا خپله او د سیالۍ د برونزو مډال یې ترلاسه کړ.

د وزلوبې ملي لوبډلې په نړۍ کې له درېیم مقام ګټلو وروسته د برونزو پر مډال سربېره د کوکپر نړیوال فډراسیون څخه د ۴۵۰۰۰۰۰ قزاقستانۍ تنګې ( شاوخوا ۵۹۰ زره افغانۍ) جایزه هم ترلاسه کړې ده.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه

د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.

Published

on

Last Updated on: کب ۲۷, ۱۴۰۴

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.

د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.

دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.

د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه

بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابت‌ها از افغانستان نمایندگی کنند.

Published

on

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزه‌وهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.

دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.

افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!