لوبی

آیا د افغان ملي لوبډلې اتلان به د انګلستان پر وړاندې بریالي شي؟! لنډه کتنه

Published

on

(Last Updated On: تله ۳۰, ۱۴۰۱)

د افغانستان ملي لوبډله او انګلستان نن شنبه د شل آوریز نړیوال جام په سیالۍ کې مخ کیږي، چې دا به د اړوند سیالیو د سوپر دولس دوه یمه لوبه وي.

لنډه کتنه

افغانستان به د دغو لوبو په دوه یم پړاو کې د لوبو پر مهال د ځلېدنې لپاره هڅې کوي.

اوس افغان ملي لوبډله لیواله ده، چې د نیمه پایلوبې پر لوري ډاډمن ګام پورته کړي؛ خو دا کار خورا ستونزمن دی، ځکه په یوه ګروپ کې د آسترالیا، نیوزیلیند او انګلستان په څیر سیالې لوبډلې راغلې دي.

افغان ملي لوبډلې تر دې دمه له دې درې لوبډلو څخه یوه هم ماته کړې نده. دوی ته اړینه ده، چې لږ تر لږه له دې درې لوبډلو څخه د یوې پر وړاندې بریا ترلاسه کړي.

د افغانستان د ملي لوبډلې هڅې په روزنیزو ( تمریناتي ) سیالیو کې هیله بښونکې وې.

محمد نبي او ملګرو یې بنګله دېش ته په ۶۲ منډو ماتې ورکړه او د لوبې له لغوه کېدو مخکې یې د پاکستان پر وړاندې د ۶ لوبغاړیو له سوځېدو سره ۱۵۴ منډې جوړې کړې؛ ځکه، نو ټوله ډله باید د انګلستان پر وړاندې د لوبې له پیل مخکې د لوړې روحیې لرونکې وي.

انګلستان هم پر لږ څه ترکیبې بڼه دې تورنمنت  او سیالیو ته راوړاندې کیږي.

دوی سږکال له دې لویې سیالۍ څخه مخکې ۲۱ شل آوریزې لوبې کړي، چې یوازې ۱۰ یې ګټلي. په داسې حال کې، چې ډېرې لوبې یې بایللې هم دي.

دا به پوره توګه عادلانه نه وي، چې د لوبډلې په توګه د دوی پر څرنګوالي شکمن شو؛ ځکه دوی هڅې کړي، له بدلون سره مخ شوي او له دې سترې لوبې لپاره یې د ډاډ وړ تجربه تر لاسه کړې ده.

د افغانستان اړین لوبغاړي

محمد نبي: د بشپړې هر اړخیزې تجربې لرونکی دی او په دې سیالیو کې به د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې  او اړین لوبغاړی وي. هغه په ​​روزنیزو لوبو کې زړه راکښونکی لیدل شوی دی.

نبي د بنګله دېش پر وړاندې پر ۱۷ توپونو ۴۱ ناسوځېدلې منډې وکړې او بیا یې په درې آورونو کې ۱/۱۱ منډې جوړې کړې.

هغه د پاکستان پر وړاندې له دې هم ښه لوبه وکړه، چې یوازې په ۳۷ توپونو یې ۵۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او خپله لوبډله یې سیالۍ ته ورسوله.

راشد خان: راشد هغه پټه وسله ده، چې لوبډلمشر یې د اړتیا په وخت کې کاروي. راشد خان په ۷۱ لوبو کې له 14.21 او 6.25 اقتصادي  نرخ سره ۱۱۸ ویکتې اخیستي دي. راشد د آسترالیا په بیګ باش لیګ کې د آډلاید سترایکرز لپاره د ۱۶.۷۰ په اوسط سره ۹۲ ویکتې اخیستي دي.

راشد کولی شي د افغانستان په ټیټ او منځني ترتیب کې له نرخ پورته له بیت سره هم ولوبیږي.

رحمان الله ګربز: ګربز په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره یو ښه توپ وهونکی وځلېد. هغه په ​۲۰۲۲ کې په ۱۴ پاڼیو کې د ۱۳۶.۸۷ سترایک نرخ سره ۲۹۷ منډې جوړې کړي.

نوموړي په آاسیا جام سیالیو کې د سریلانکا پر وړاندې پر ۴۷ توپونو ۸۴ منډې وکړې. ګربز د دې اونۍ په پیل کې د شاهین افریدي لخوا په چپه پښه له ټپي کیدو وروسته له انګیستان سره د افغانستان په لومړۍ لوبه کې د لوبېدو لپاره مناسب اعلان شو.

په ژوندۍ بڼه وګورئ

د دې په زړه پورې لوبې ژوندۍ خپرونه نن ماسپښین ۳:۳۰ له آریانا تلویزیون تڅخه مه هیروئ.

Trending

Exit mobile version