لوبی
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
د سې شنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په اوومه لوبه کې ابو مسلم فراه لوبډلې خراسان فاریاب لوبډلې ته ۶ د صفر پر توبیر ماتې ورکړه.
د همدې ورځې په دوهیمه لوبه کې د افغانستان اتلانو لیګ اتمه لوبه عینو مېنې وګټله او سرسبز یاشلر افسي ته یې ۴ پر صفر ماتې ورکړه.
د ابو مسلم فراه له لوري سهراب افغان درې ګولونه، امان الله سرداري دوه ګولونه او احمد خالد مجیدي یو ګول ترسره او د ډګر اتلان شول.
سهراب افغان د افغانستان اتلانو لیګ لومړنی لوبغاړی شو، چې په یوه لوبه کې یې درې ګولونه ووهل او د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
هغه له لوبې وروسته څرګنده کړه: لوبه ښه وه او ما د لوبډلې د غړیو پر همغږۍ درې ګولونه سیالې لوبډلې ته ورکړل.
د ابو مسلم فراه فوټبال لوبډله د ۸ ګولونو پر وهلو د لښتیلیک یا جدول په سر کې ده.
عینو مېنه د اووه ګولونو پر ترسره کولو دوهیم مقام لري.
آهن الله درمان د سرسبز یاشلر افسي لوبډلې پر وړاندې په لوبه کې د غوره لوبغاړي نوم خپل کړ.
درمان د جام له خپلولو وروسته ویلي؛ خوښ یم، چې د عینو مېنې په لوبډله کې د کندهار د خلکو استازیتوب کوم او خپلو خلکو ته خوښۍ راوړم او دا بریا او جایزه د کندهار ټولو ولسونو په ځانګړي توګه خپلې کورنۍ ته وړاندې کوم.
د عینو مېنې لوبډلې له لوري آهن الله درمان ۲ ګولونه وهلي؛ احمد نبي مقدس او رامین حمیدي یو ـ یو ګول وهلی دی.
د سرسبز یاشلر افسي لوبډلې مشر روزونکي د لوبډلې پر ماتې خواشیني څرګنده کړې او وایي، چې د لوبډلې د ماتې لامل د تجربه لرونکیو لوبغاړو نشتوالی دی.
نوموړي زیاته کړې؛ هیله ده، چې په راتلونکیو سیالیو کې یې لوبډله ښه وځلیږي.
د چارشنبې په سیالۍ کې، چې د غرمي پر ۱:۰۰ پیلیږي؛ سرخ پوشان خوافي به له اټک انرژي افسي سره لوبه وکړي. په داسې حال کې، چې استقلال کابل افسي به له غرمې وروسته ۳:۳۰ له موج ساحل افسي سره نهمه لوبه ترسره کړي.
دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
لوبی
په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
-
تازه خبرونه1 day agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه1 day agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ15 hours agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه9 hours agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
لوبی1 day agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه13 hours agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
