تازه خبرونه
اتریش لومړنی افغان وګړی اسلامي امارت ته راستون کړ
د اتریش د رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغه ۳۱ کلن سړی نن سهار د اتریش پولیسو لهخوا د استانبول له لارې کابل ته ولیږدول شو.
د اتریش حکومت له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا د لومړي ځل لپاره یو افغان مجرم وګړی خپل هېواد ته شړلی دی.
د اتریش د رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغه ۳۱ کلن سړی نن سهار د اتریش پولیسو لهخوا د استانبول له لارې کابل ته ولیږدول شو.
هغه پخوا د جنسي تېري او اخ وډب پر جرم محکوم شوی و او څلور کاله یې د اتریش په زندان کې تېر کړي وه.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګیرهارډ کارنر تائید کړې، چې د مجرمینو د اخراج بهیر به روان وساتل شي.
نوموړي ویلي: “مونږ ژمنه کړې وه، چې پر جرم محکوم افغانان به افغانستان ته ستانه کړو او اوس مونږ دا بهیر پلي کړ او نورې هڅې هم په پام کې دي.”
د اتریش لومړي وزیر کریسټین سټوکر ټینګار کړی، چې هېواد یې د هغو مجرمینو پر وړاندې د “صفر زغم” پالیسي خپله کړې، چې د جرمونو پر ترسره کولو یې د پناه غوښتنې حقونه له لاسه ورکړي دي.
د دغې بېرته ستنېدا لپاره د روان کال په پیل کې د اتریش یوه پلاوي کابل ته سفر کړی و، چې د اسلامي امارت له چارواکو له خبرو وروسته په سپټمبر کې د افغانستان استازو ویانا ته سفر وکړ او دا بهیر یې نوره هم همغږی کړ.
د راپورونو له مخې؛ شاوخوا ۳۰ نور افغان وګړي اوسمهال د بېرته ستنېدا په نوملړ کې دي.
کارپوهانو ويلي، چې د اتریش وروستۍ پرېکړه د مجرمو پناه غوښتونکو د بېرته راستنېدا په اړه د دې هېواد د نوي پالیسۍ یوه برخه ده، چې د هېواد دننه او بهر پراخ یې غبرګونونه راوپارولي دي.