سوداگري

اروپايي ټولنې او اف‌ای‌او د افغانستان د کرنې د پیاوړتیا لپاره ۵ میلیون یورو ځانګړي کړل

د دې پروګرام موخه بزګرانو او کرنیزو کاروبارونو او بازارونو ته د لا ښه لاسرسي، د پرله‌پسې عاید د رامنځته کولو او د اقلیمي بدلونونو او اقتصادي ستونزو له اغېزو سره د مقابلې په برخه کې مرسته بلل شوې ده.

Published

on

اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادرې(اف‌ای‌او) د افغانستان د کرنې او خوړو د سیسټمونو د پیاوړتیا لپاره د ۵ میلیون یورو پر ارزښت یو پروګرام پیل کړی دی.

د دې پروګرام موخه بزګرانو او کرنیزو کاروبارونو او بازارونو ته د لا ښه لاسرسي، د پرله‌پسې عاید د رامنځته کولو او د اقلیمي بدلونونو او اقتصادي ستونزو له اغېزو سره د مقابلې په برخه کې مرسته بلل شوې ده.

دې ادارې زیاته کړې، دغه پروګرام به له زیان‌منو کورنیو، راستنېدونکو، بېځایه شویو کورنیو او په هغو سیمو کې له میشتو ټولنو سره مرسته وکړي، چې د خوړو له ناامنۍ، اقلیمي ګواښونو او د اقتصادي فرصتونو له کمښت سره مخ دي. په دې پروګرام کې به ښځو او ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

د دغه پروګرام په چوکاټ کې به خدمتونو څلور مرکزونه جوړ شي، چې بزګران او په کلیوالو سیمو کې کرنیز کاروبارونه به له کرنیزو مشورو، مسلکي خدمتونو، کرنیزو شرکتونو او بازارونو سره ونښلوي.

دغه‌راز ټاکل شوې، چې شاوخوا دوه زره هکټاره ویجاړ شوي ځنګلونه او څړځایونه بېرته ورغول شي او د ښځو او سیمه‌ییزو ټولنو تر مدیریت لاندې د ۲۵۰ نیالګیو روزنځایونو له جوړولو ملاتړ وشي.

اف‌ای‌او به پر دې سربېره د کرنې او چاپېریال په برخو کې پراختیايي وړتیا لرونکو شرکتونو ته مالي مرستې او تخنیکي او سوداګریزې مشورې هم ورکړي. تمه ده، چې دغه ملاتړ به د تولید د زیاتوالي، د خدمتونو د پراختیا، په کلیوالو سیمو کې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدا او له بازارونو سره د بزګرانو د ډېرې نښلېدنې زمینه برابره کړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د نوې استازولۍ چارسمبالي نیکولا بلومو ویلي، چې د افغانستان د کرنې وړتیا اوس هم تر خپل واقعي کچې کمه کارول شوې او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د هېواد سخت زیان‌منېدنه د دې برخې د ودې مخه نیسي.

په افغانستان کې د دې ادارې استازي ریچارډ ټرینچارډ هم ویلي، چې د افغانستان کرنیزو کاروبارونو، له سختو شرایطو سره – سره د ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او له بازارونو سره د بزګرانو د نښلولو واقعي وړتیا ښودلې ده.

اروپايي ټولنه او دا اداره وايي، چې دغه پروګرام به د ډېرو بشري مرستو پر ځای د پرله‌پسې اقتصادي ودې، خوړو خوندیتوب او د افغانستان د کلیوالو ټولنو د مقاومت وړتیا د پیاوړتیا لپاره د دوامدارو حللارو پر لوري د تګ پر موخه پلي شي.

Trending

Exit mobile version