تازه خبرونه
اروپايي ټولنې له افغانستان سره د مرستې لپاره ۷ اعشاریه ۶ میلیون یورو ځانګړي کړل
اروپايي ټولنې په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب لپاره یې ۷ اعشاریه ۶ میلیون یورو ځانګړي کړي دي.
دې ټولنې د پنجشنبې پر ورځ (د چنګاښ ۲۹ نېټه) څرګنده کړې، چې دا مرسته به د افغان اید موسسې له لوري اړوند پروژې ته ورکړ شي.
د دې مرستو موخه په بدخشان، دایکندي، غور، جوزجان، سمنګان او تخار ولایتونو کې د کروندګرو د خوراکي توکو د تولیدي پروسې ښه والی او د بې اوبو ځمکو بیارغول دي.
اروپايي ټولنې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال په اپریل میاشت کې ۱۷.۲ میلیون افغانان د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له لوړې کچې سره مخ دي. افغانستان په ځانګړي توګه د اقلیم د بدلون د اغېزو پر وړاندې زیان منونکی دی او د وچکالۍ، سیلابونو او د تودوخې د لوړېدو په ګډون د ایکولوژیکي ګواښونو له کبله هم تر ټولو ډېر اغېزمن شوی هېواد دی.
د اروپايي اتحادیې چارسمبالې رافیله ایودیس ویلي، مونږ د افغانستان له خلکو سره په ځانګړي توګه په سیمه ییزو ټولنو کې تر ټولو زیانمنونکیو کورنیو سره لکه د ښځو په مشرۍ له هغو کورنیو سره مرستې ته ژمن یوو، چې نهشي کولی خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
د افغان اید مشر، چارلس دیوی ویلي: په داسې حال کې، چې ډېري افغانان د خواړو خوندیتوب نهلري. دا مهمه ده، چې له زیان منونکیو کورنیو سره د مرستې لپاره ډېر څه وشي او د خوراکي توکو وده یې رامنځته، عاید پیاوړی او متنوع شي. دا په ځانګړي توګه د معلولیت لرونکیو خلکو لپاره اړین دي، چې په غیر متناسب ډول له اوسني ناورینه اغېزمن شوي دي. د افغانستان مرسته داسې ژمنه ده، چې د خلکو په ژوند کې یو واقعي او تلپاتې بدلون راولي.
تازه خبرونه
په روسیه کې د مسکو فارمټ اتمه غونډه سبا جوړېږي
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل آریانا نیوز ته ویلي، چې امیر متقي به له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او د افغانستان د وضعیت، سیمهییزو تحولاتو او په افغانستان کې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړي.
ټاکل شوې، چې د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه مشورتي غونډه سبا دوشنبه(د تلې دیارلسمه / د اوکټوبر پېنځمه) په مسکو کې جوړه شي. د افغانستان پلاوی به د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي پر مشرۍ په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل آریانا نیوز ته ویلي، چې امیر متقي به له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او د افغانستان د وضعیت، سیمهییزو تحولاتو او په افغانستان کې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړي.
دغه غونډه په داسې وخت کې جوړېږي، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوي او روسیې هم د دغو ترینګلتیاوو د کمولو لپاره پر خبرو اترو ټینګار کړی دی.
د غونډې مهم بحثونه به د کابل او اسلامآباد ترمنځ وروستۍ ترینګلتیاوې، سیمهییز تحولات، اقتصادي همکاري، سوداګري او ټرانزیټ وي.
ویل کیږي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان ترڅنګ د پاکستان، چین، هند، ایران او د منځنۍ آسیا د هېوادونو استازي هم ګډون کوي او تمه ده، چې د غونډې په پای کې ګډه اعلامیه خپره شي.
تازه خبرونه
مونږ د افغانانو او پاکستانيانو بېځایه وینه تویول ناروا ګڼو- عبداللطیف منصور
منصور د بدخشان په واخان کې د ۱۲۱ کیلومټره سړک د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې ځینې کسان د «ورځني بمبارډ» په غبرګون کې احساساتي کېږي؛ خو افغانستان باید د ځانبساینې داسې کچې ته ورسېږي، چې له خپلو وګړو دفاع وکړی شي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم د بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې اسلامي امارت د افغانانو او پاکستانيانو بېځایه وینه تویول ناروا ګڼي؛ ځکه دواړه لوري مسلمانان دي.
منصور د بدخشان په واخان کې د ۱۲۱ کیلومټره سړک د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې ځینې کسان د «ورځني بمبارډ» په غبرګون کې احساساتي کېږي؛ خو افغانستان باید د ځانبساینې داسې کچې ته ورسېږي، چې له خپلو وګړو دفاع وکړی شي.
نوموړي ویلي:« مونږ باید دا نظام داسې پیاوړی کړو، چې ځانبساینې ته ورسېږو او له هر افغان څخه داسې دفاع وکړی شو، چې زیانرسوونکی کس په خپل هېواد کې شنډ کړو.»
منصور زیاته کړې، اوسنی نظام اوس هم په بشپړه توګه پر ځانبسیا شوی نهدی؛ خو هڅه کېږي، هم له افغانانو دفاع وشي او هم وضعیت دې پړاو ته ونهرسېږي، چې «وینه تویېږي، جنازې روانې وي او موخه معلومه نهوي.»
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ویلي:« مونږ د خپلو خلکو بېځایه وینه تویول ناروا ګڼو او د پاکستانيانو وینه تویول هم ناروا ده؛ ځکه هغوی هم مسلمانان دي.»
د پاکستان پوځي چارواکي تل ادعا کوي، چې په دې هېواد کې د وسلهوالو بریدونه په افغانستان کې تنظیمېږي؛ خو اسلامي امارت دا ادعا رد کړې او څرګندوي، چې افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول نهدی.
تازه خبرونه
د واخان ۱۲۱ کیلومټره سړک د چین تر پولې بشپړ شو
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور د دغه سړک د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ویلي، سړک ۶۶ پلچکونه او څلور لوی پلونه لري او د لارې په بېلابېلو برخو کې یې ټولټال ۳۱۰۰ مټره استنادي دېوالونه جوړ شوي دي.
نن یکشنبه(د تلې دولسمه) د بدخشان د واخان ولسوالۍ له بروغیل سرحدي سیمې څخه د چین تر پولې پورې د ۱۲۱ کیلومټره سړک کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور د دغه سړک د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ویلي، سړک ۶۶ پلچکونه او څلور لوی پلونه لري او د لارې په بېلابېلو برخو کې یې ټولټال ۳۱۰۰ مټره استنادي دېوالونه جوړ شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دغه سړک د جوړولو او جغلاچولو چارې د ۳۶۵ میلیون افغانیو پر لګښت د اسلامي امارت له پراختیايي بودجې بشپړې شوې دي.
عبداللطیف منصور د واخان لارې د پرانستې په مراسمو کې د وینا پر مهال ويلي، دا سړک د افغانستان لپاره سټراټیژیک سیاسي او اقتصادي ارزښت لري.
نوموړي زیاته کړې: سره له دې، چې پاکستان د واخان سړک د جوړولو مخالف و؛ خو د دې پروژې د بشپړولو هوډ یې درلود.
منصور زیاته کړې؛ د پاکستان د هوايي بریدونو غچ به په داسې ډول واخیستل شي، چې د وینې تویېدو او سپکاوي لامل نهشي.
دغه راز د بدخشان والي رحمتالله نجیب ویلي، په دې ولایت کې امنیت ټینګ دی او د بدخشان په هیڅ سیمه کې امنیتي ستونزه نشته.
رحمتالله نجیب ویلي؛ د اسلامي امارت پر ضد به هر ډول حرکت شنډ شي او عاملان به یې یا نیول کیږي او یا به ووژل شي.
د واخان یو شمېر اوسېدونکي هم د دغه سړک له جوړېدو خوښ دي او وايي، د دې سړک له جوړېدو سره به یې ګڼې ستونزې حل شي.
د واخان سړک ۱۲۱ کیلومټره اوږدوالی لري او د جغل اچونې چارې یې په درې کلونو کې بشپړې شوې دي.
ویل کیږي، چې دغه سړک د بدخشان له لارې افغانستان له چین سره نښلوي او د چین او د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهمه لار هم ده.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانانو د پناه غوښتنې په دوسیو کې ۴۰ سلنه تېروتنې شوي – د امریکا کورني امنیت وزارت
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه غونډه د اوکټوبر پر پېنځمه جوړېږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه هلمند کې له ځانګړي ۱۴ کلن کورني بند څخه یوه ښځه وژغورل شوه
-
تازه خبرونه4 days agoتاجکستان افغانستان ته د برښنا د صادراتو د زیاتولو ډاډ څرګند کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoامریکا د ایران له وسلو برابروونکو سره د تړاو له کبله ۱۳ کسان او بنسټونه تحریم کړل
-
تازه خبرونه3 days agoپه ګرمسېر کې د هوايي برید له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي
-
نړۍ4 days agoد دوبۍ – تلابیب په الوتنه کې د الوتکې غورځولو هڅه؛ مسافرو یې مخه ونیوله
-
تازه خبرونه3 days agoپه بانکونو کې د خلکو سپماوې زیاتې شوې – د افغانستان بانک
