نړۍ
اسرائیلو په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز ومانه – امریکا
مصر، قطر او امریکا د اوربند د خبرو د درې منځګړو په توګه تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې یوې نوې هوکړې ته د رسېدو په برخه کې پرمختګ شوی، چې له مخې به یې اسرائیل په غزه کې خپل اکثره پوځي عملیات بندوي، یرغمل شوي او یو شمېر فلسطیني بندیان به خوشې کیږي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن، چې منځني ختیځ ته پر سفر تللی وايي، چې اسرائیلو د امریکا پر ملاتړ د اوربند وړاندیز منلی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ انټوني بلینکن دغه راز له فلسطین اسلامي غورځنګ یا حماس څخه هم غوښتي، چې د اوربند اړوند ملاتړ ومني.
د دغه راپور له مخې؛ د امریکې بهرنیو چارو وزیر په دې اړه څرګنده کړې؛ اوس د غزې په تړانګه کې د اوربند د هوکړې د لاسلیکولو وخت دی، چې د حماس لهخوا یرغمل شوي خوشې شی او په غزه کې له ویجاړونکې جګړې څخه د فلسطینیانو کړاوونه له څه باندې یوولس میاشتو وروسته تسکین شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن له دې مخکې د اسرائیلو او نړیوالو منځګړو ترمنځ په روانو خبرو کې پرمختګ ته پر نغوته د روانې اوونۍ تر پایه د اوربند د هوکړې هیله څرګنده کړې وه.
حماس، چې په غزه کې له اسرائیلو سره د جګړې اصلي اړخ دی د اوربند له وروستي وړاندیزه ناخوښي څرګنده کړې او په خبرو کې د ګډون لپاره یې د بریدونو د بندولو غوښتنه کړې ده.
اسرائیل هم اعلان کړی، چې په ځینو مواردو کې جوړجاړي ته چمتو ندی.
د انټوني بلینکن سفر په مصر کې له منځګړو سره د خبرو له نوي پړاو څخه څو ورځې مخکې په داسې حال کې ترسره شوی، چې په غزه او لبنان کې د روانو شخړو پراخېدو په سیمه کې اندېښنې رامنځته کړې دي.
په دې برخه کې اندېښنې په تېره بيا په تهران او بيروت کې د حماس او حزب الله د دوه پوځي مشرانو او قومندانانو له هدفي وژنې وروسته، چې اسرائيلو ته منسوبې شوې وې؛ د ايران له لوري د پوځي بريد شونتیا پياوړې کړه.
انتوني بلینکن د دوشنبې پر ورځ په تل ابیب کې د اسرائیلو له ولسمشر اسحاق هرتزوګ سره د کتنې په پیل کې ویلي: مونږ په یوه پرېکنده شېبه کې یوو ښایي تر ټولو ښه او ښایي وروستی چانس وي، چې یرغمل شوي کور ته راولو، اوربند رامنځ ته کړو او هر څوک د تلپاتې سولې او امنیت لپاره یوې هوکړې ته رهبري کړو.
بلینکن ایران ته هم په پټه او غیر مستقیمه نغوته کې ویلي: اوس د دې وخت دی، چې ډاډ ترلاسه شي او یڅوک د دې بهیر د له منځه وړلو لپاره ګام ونخلي.
په دې کتنه کې اسحاق هرتزوګ د بایډن د حکومت له ملاتړه د مننې ترڅنګ لهه تېرو ۲۴ ساعتونو راپدېخوا د اسرائیلو پر خلاف د وروستیو بریدونو په اړه خواشینی څرګنده کړې ده.
د اسرائیلو ولسمشر پدې اړه ویلي: دا زمونږ د نن ورځې ژوند دی. مونږ د ځمکې له څلورو کونجونو څخه تروریزم محاصره کړي یوو او مونږ د یو مقاومت لرونکي او پیاوړي ملت په توګه مبارزه کوو.
انټوني بلنکن په اسرائیلو کې د خپل سفر د دې پړاو له بشپړولو وروسته د سېشنبې پر ورځ د مصر ساحلي ښار الامین ته ولاړ شي، چې له مصري چارواکو سره وګوري.
د دوشنبې پر ورځ (د زمري پر نههویشتمه ) د امریکا بهرنیو چارو وزیر هم د اسرائیلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو او دفاع وزیر یوف ګالانټ سره دوه نیم ساعته لیدلي او خبرې یې کړې دي.
حماس د تېر اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو بې ساری او حیرانوونکی برید وکړ، چې ویل کېږي شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل؛ خو اسراېیلو له تېرو یوولس میاشتو رپدېخوا په غزه کې له ۴۰ زره ډېر فلسطینیان ووژل، چې ډېر یې ملکي وکړي دي او ویجاړوونکې جګړه د دواړو لویو تر منځ روانه وساتل شوه.
د ځینو راپورونو له مخې؛ د یرغمل شویو له دې شمېر څخه شاوخوا ۱۱۰ تنه لا هم په غزه کې د حماس له خوا بندیان دي، که څه هم اسرائیلي چارواکو اعلان کړی، چې د دوی یو پر درېیمه برخه وژل شوي دي.
مصر، قطر او امریکا د اوربند د خبرو د درې منځګړو په توګه تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې یوې نوې هوکړې ته د رسېدو په برخه کې پرمختګ شوی، چې له مخې به یې اسرائیل په غزه کې خپل اکثره پوځي عملیات بندوي، یرغمل شوي او یو شمېر فلسطیني بندیان به خوشې کیږي.
د یکشنبې پر ورځ تل ابیب ته د انټوني بلینکن له رسیدو لږ مخکې، بنیامین نتنیاهو د خپلې کابینې د غړیو په غونډه کې ویلي، چې اسرائیل په ځینو مواردو کې انعطاف منلی شي؛ خو په هغو قضیو کې جوړجاړي ته چمتو ندی، چې ترې یادونه یې ونکړه.
په دې اړه د اسرائیلو لومړي وزیر ټینګار کړی، چې موهږ خبرې اترې کوو؛ خو په یو اړخیزه توګه امتیازات نهورکوو.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د اوربند د هوکړې په پراختیا کې درې پړاوه بهیر لرو، چې حماس به د اکتوبر د اوومې په برید کې ټول یرغمل شوي کسان خوشې کوي او په بدل کې به اسرائیل له غزې څخه خپل ځواکونه وباسي او فلسطیني بندیان به خوشې کوي.
حماس پر اسرائیلو تور پورې کړی، چې په پخواني وړاندیز کې یې نوې غوښتنې شاملې کړي، چې دوی یې د منلو وړ نه بولي.
د وسلو د قاچاق د مخنیوي لپاره د غزې – مصر د پولې په اوږدو کې د پوځي حضور ساتل او همدارنګه د غزې وېشل پر دوه برخو؛ د اسرائیلي پوځیانو شتون د دې لپاره، چې په شمال کې خپلو کورونو ته د فلسطینیانو د پلټنې توان ورکړي، د تازه شرطونه دی.
اسرائیلو د حماس ادعا رد کړې او وایي، چې دا نوې غوښتنې ندي، بلکې د تېرو غوښتنو روښانه کول دي.
دا په داسې حا کې ده، چې حماس او اسلامي جهاد د اسرائیلو پر ستر ښار د ځانمرګو بریدونو ادعاوې کړي او څرګندوي که روانه جګړه ونه ودرول شي؛ نور ورته بریدونه به هم تر سره کړي.
نړۍ
کیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
دا پرېکړه د یکشنبې پر ورځ د خلکو د عالي شورا د لومړۍ غونډې په بهیر کې رامنځته شوه.
د شمالي کوریا دولتي خبري سرچینې څرګنده کړې، چې د دې هېواد رهبر کیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو د رییس په توګه وټاکل شو.
دا پرېکړه د یکشنبې پر ورځ د خلکو د عالي شورا د لومړۍ غونډې په بهیر کې رامنځته شوه.
د پیونګ یانګ په غونډه کې به د سوسیالیستي اساسي قانون د تعدیلاتو او همدارنګه د دولتي چارو د کمیسیون او نورو دولتي ادارو د رییس او مشرتابه د ټاکنو په اړه بحث وشي.
دا شورا، چې په رسمي ډول د دولت پالیسۍ تصویبوي؛ معمولاً د واکمن کارګر ګوند له کانګرس وروسته ناسته کوي، چې د ګوند پرېکړې پر قانون بدلې کړي.
یادې دولتي خبري سرچینې ویلي: غونډه به د هېواد پر پېنځه کلن اقتصادي پلان، چې د فبرورۍ په میاشت کې د ګوند نهم کانګرس اعلان کړ؛ بیاکتنه وکړي.
د کیم ځواکمنه خور کیم یو جونګ، چې له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا یې د هېواد د لوړ مشرتابه ادارې، د دولتي چارو د کمیسیون د غړو په نوملړ کې د پام وړ دندې لرلې؛ حاضره نهوه.
نړۍ
ټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته په خپله ټروټ پاڼه کې لیکلي؛ باید په ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی د تګـ راتګ لپاره خلاص کړي؛ که نه امریکا به د ایران ټول برښنا کوټونه له منځه یوسي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې پر ورځ ګواښ وکړ، چې که تهران په ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی د تګ راتګ لپاره بشپړ خلاص نکړي؛ نو د ایران د انرژۍ ودانیز بنسټونه به “له منځه یوسي”.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته په خپله ټروټ پاڼه کې لیکلي؛ باید په ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی د تګـ راتګ لپاره خلاص کړي؛ که نه امریکا به د ایران ټول برښنا کوټونه له منځه یوسي.
د ټرمپ دا ضربالعجل به د امریکا د بریدونو ساحه هغو ودانیزو بنسټونو ته پراخه کړي، چې په ایران کې به ترې ورځنی ملکي ژوند اغېزمن شي.
د دې ګواښ وروسته د یکشنبې پر ورځ د «خاتم الانبیا» د پوځ مرکزي قومندانۍ په یوه خپور شوي پیغام کې څرګنده کړې، چې د ایران پر اړینو ودانیزو بنسټونو به هر ډول برید له سخت غبرګون سره مخ شي.
د یاد مرکز د ویاند په ټینګار کې راغلي: « که زمونږ د سون توکو او انرژۍ ودانیز بنسټونه پر نښه شي؛ نو په سیمه کې به د امریکا اړوند ټول د انرژۍ او معلوماتي ټکنالوژۍ ودانیز بنسټونه پر نښه کړو».
ایران ډېری کښتۍ د تنګي له لارې له تېرېدا څخه منع کړې دي؛ دا د اوبو یوه تنګه لار ده، چې د نړۍ د تېلو او مایع طبیعي ګاز د رسولو شاوخوا پېنځمه برخه ترې تېرېده، چې نړیوالو ته یې د انرژۍ ګواښ رامنځته کړی او په اروپايي کې یې د ګازو بیې تېره اوونۍ تر ۳۵سلنې لوړې کړې.
اسرائیلي چارواکو ویلي، چې ایراني ځواکونو د لومړي ځل لپاره اوږد واټن توغندي وویشتل، چې د منځني ختیځ هاخوا یې د بریدونو خطر پراخ کړ. ان په داسې حال کې، چې د ایران برید د اسرائیلو اټومي سایټ ته نږدې لسګونه خلک ټپیان کړل.
د اسرائیلو د پوځ مشر ایال ضمیر ویلي، ایران د هند په سمندر کې د ډیګو ګارسیا په سیمه کې د امریکا او بریټانوي پوځي اډې پر لوري دوه بالسټیک توغندي وتوغول، چې ۴۰۰۰ کیلومټره (۲۵۰۰ میله) واټن یې درلود.
د اسرائیلو پوځ ویلي؛ دا لومړی ځل دی، چې ایران د فبرورۍ پر اتهویشتمهمه د امریکا او اسرائیلو لهخوا د ایران د بریدونو له پیل راپدېخوا اوږد واټن توغندي کارولي دي.
ایال ضمیر د شنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: “دا توغندي د اسرائیلو د برید لپاره ندي. د دوی واټن د اروپا پلازمېنو ته رسیږي- برلین، پاریس او روم ټول د مستقیم ګواښ په ساحه کې دي.”
د بریټانیا دفاع وزارت یوې سرچینې ویلي، چې دغه برید د جمعې پر ورځ د ایراني توغندیو پر ځایونو د بریدونو لپاره امریکا ته د بریټانيا د پوځي اډو د کارولو د ځانګړي واک له سپارلو دمخه شوی و.
د روانې جګړې په بهیر کې له ۲۰۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.
په اسرائیلو کې د ایران پر بریدونو ۱۵ کسان وژل شوي دي.
ټرمپ د امریکا د اهدافو په اړه متناقضې خبرې لري
ټرمپ او حکومت یې د څلور اونیزې جګړې په اوږدو کې د امریکا د اهدافو په اړه بېلابېل پیغامونه لیږلي، چې د امریکا متحدین یې د ځواب ویلو لپاره له ستونزو سره مخ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا سمندري ځواکونه او درندې کښتۍ سیمې ته روانې دي.
د صنعت او انرژۍ د مرکزونو د څرګندونو له مخې؛ د ایران د انرژۍ ترټولو لوی ودانیز بنسټونه تهران ته نږدې د دماوند برښناکوټ دی، چې (۲۸۶۸میګاواټه) ، د ایران په جنوب ختیځ کې د کرمان برښناکوټ (۱۹۱۰ میګاواټه) او په خوزستان ولایت کې د رامین بخار برښناکوټ (۱۸۹۰ میګاواټه) وړتیاوې لري.
د ایران په سویلي ساحل کې د بوشهر په سیمه کې د هېواد یوازنۍ اټومي کارخونه شاوخوا ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا تولیدوي.
ټرمپ د روانې میاشتې په پیل کې د ایران د برښنایي شبکې د ویجاړولو مفکوره راپورته کړه. په داسې حال کې، چې دې مفکورې ته یې لږ ارزښت ورکاوه.
ټرمپ د مارچ پر یوولسمه خبریالانو ته ویلي وه: “مونږ کولی شوو د دوی برښنایي وړتیاوې په یوه ساعت کې له منځه یوسو؛ خو بیارغونه به یې ۲۵ کاله وخت ونیسي، نو مونږ به دا کار ونکړو.”
د امریکا رای ورکوونکي اندېښمن ښکاري، چې جګړه پراخه کېدی شي او د انرژۍ بیو ټکانبښونکي انفلاسیون ته وده ورکوي، مصرف کوونکي او سوداګري سخته زیانمنوي. دا د ټرمپ لپاره یو لوی سیاسي مسوولیت؛ ځکه دی، چې هغه د نومبر له ټاکنو مخکې د جګړې توجیه کولو هڅه کوي، چې په کې د کانګرس څارنه له خطر سره مخ ده.
ټرمپ د ناټو متحدین هم د تنګي په خلاصولو کې د مرستې لپاره پر بزدلۍ تورن کړي دي.
ځینو متحدانو ویلي، چې دوی به یې په پام کې ونیسي؛ خو ډېری یې وايي، چې ټرمپ دا جګړه له دوی سره له مشورې پرته پیل کړې او ډېره لېوالتیا ورته نلري.
د ایران بریدونه سویلي اسرائیلو ته ورسېدل
د اسرائیلو پوځ د یکشنبې پر ورځ وویل، چې دوی پر سویلي اسرائیلو له بریدونو څو ساعته وروسته پر تهران بریدونه روان ساتلي.
د شنبې پر ورځ ناوخته، ایران د اسرائیلو پر جنوبي ښارونو دیمونا او آراد د توغندیو برید وکړ، چې په کې لسګونه کسان د ماشومانو په ګډون ټپیان شول. د ایران سپاه پاسداران د یکشنبې پر سهار په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې دوی په سویلي اسرائیلو کې “پوځي ودانیز بنسټونه” او امنیتي مرکزونه پر نښه کړي دي.
د اسرائیلو د پوځ ویاند برید جنرال افي ډیفرین په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې د هېواد هوایي دفاع فعاله ده؛ خو د بریدونو مخ یې نده نیولې. “مونږ به یې څېړنه وکړو.»
نړۍ
ټرمپ له ایران سره د اوربند د خبرو پیلولو هڅې رد کړې – سرچینې
سرچینې زیاته کړې؛ واشنګټن اوس تر هغې د جګړې دوام ته لومړیتوب ورکوي، چې د ایران پوځي وړتیاوې نورې هم کمزورې کړي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ د متحدانو هغه هڅې رد کړې، چې غوښتل یې د ایران او امریکا ترمنځ د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د اوربند خبرې پیل کړي.
سرچینې زیاته کړې؛ واشنګټن اوس تر هغې د جګړې دوام ته لومړیتوب ورکوي، چې د ایران پوځي وړتیاوې نورې هم کمزورې کړي.
بل لور ته ایران هم ویلي؛ تر هغې به د اوربند خبرې ونه مني، چې د امریکا او اسرائیلو هوايي بریدونه پای ته ونهرسېږي او د ایران غوښتنې ونه منل شي.
دا جګړه، چې دوه اوونۍ مخکې د امریکا او اسرائیلو له پراخو بریدونو پیل شوې؛ تر اوسه په کې له ۲۰۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او د نړۍ د تېلو بازار یې سخت اغېزمن کړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې ایران د هرمز تنګي د تړلو ګواښ کړی دی. دا هغه سمندري لار ده، چې د نړۍ شاوخوا پېنځمه برخه تېل ترې لېږدول کېږي.
منځګړي هېوادونه( عمان او مصر ) هڅه کوي، چې د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې بیا پیل کړي؛ خو تر اوسه کوم پرمختګ ندی شوی او دواړه لوري د اوږدې جګړې لپاره چمتو ښکاري.
اوربند ته د واشنګټن او تهران د لېوالتیا نشتوالی ښیي، چې دواړه خواوې د اوږدې شخړې لپاره چمتووالی ښیي. حتا په داسې حال کې، چې پراخه جګړه ملکي تلفات اړوي او د ایران لهخوا د هرمز تنګي تړل د تېلو بیې لوړوي.
د امریکا ځینې چارواکي او د ټرمپ سلاکاران د جګړې د ژر پای ته رسولو غوښتنه کوي.
د رویټرز د راپور له مخې، یو شمېر نور بیا پر ټرمپ فشار راوړي، چې د ایران پر وړاندې برید ته روان وساتي، چې د توغندیو پروګرام له منځه یوسي او د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیسي.
د ټرمپ لهخوا د ډیپلوماټیکو هڅو ردول ښیې، چې د اوس لپاره د جګړې د ژر پای ته رسولو لپاره هیڅ پلان نلري.
دا سې ښکاري، چې امریکا او ایران دواړه د جګړې د لومړیو ورځو پر پرتله د ښکېلتیا لپاره ډېره لېوالتیا نلري.
یوې سرچینې ویلي، چې د ایران لوړ پوړي امنیتي چارواکو علي لاریجاني او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم هڅه کړې وه، چې عمان د اوربند په اړه د خبرو اترو لپاره د یوې لارې په توګه وکاروي؛ خو دا خبرې اترې عملي نهشوې؛ ځکه، چې سپاه پاسداران د هرمز تنګی ساتي او په دې اړه به هیڅ ډول اوربند، د اوربند خبرې اترې، یا ډیپلوماټیکې هڅې او د ایران سیاست ونه مني …”
-
تازه خبرونه1 day agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه1 day agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ15 hours agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه10 hours agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
لوبی1 day agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه13 hours agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
