Connect with us

نړۍ

اسرائیل او حماس د یو شمېر یرغمل شویو د خلاصون او اوربند هوکړه وکړه

خپور شوی

د

رویترز راپور ورکړی، چې د اسرائیلو حکومت او حماس د چارشنبې پر ورځ ( د لیندۍ لومړۍ / د نومبر ۲۲)  په جګړه کې له څلور ورځنۍ دمې سره هوکړه وکړه، چې له مخې به یې په غزه کې ۵۰ اسرائیلي یرغمل او ۱۵۰ بندي فلسطینیان خوشې او محاصره شوې سیمې ته به د بشري مرستو د ننوتلو اجازه ورکړ شي.

حماس له ۲۰۰ ډېر اسرائیلي یرغمل هغه مهال ونیول، چې د تلې پر ۱۵ /  د کتوبر پر ۷ نېټه یې جنګیالي اسرائیلو ته ننوتل او پخپلو وسلوالو بریدونو یې څه نا څه ۱۲۰۰ کسان هم ووژل.

 له حماس سره د هوکړې په اړه د اسرائیلو د لومړي وزیر د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي: د اسرائیلو حکومت هېواد ته د ټولو یرغمل شويو کسانو راستنولو ته ژمن دی.

د یاد دفتر د خبرپاڼې له مخې: نن شپه حکومت دې هدف ته د رسیدو لومړی پړاو تصویب او ومانه، چې له مخې به یې لږ تر لږه ۵۰ یرغمل شوي؛ ښځې او ماشومان په څلور ورځو کې خوشې او په دې پېر کې به جګړه درېدلې وي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې: د هرو ۱۰ نورو یرغمل شویو خوشې کول به د یوې بلې ورځې د اوربند غزولو لامل شي. د اسرائيلو حکومت د اسرائيلو پوځ او امنيتي ارګانونه به د ټولو يرغمل شويو د بېرته راستنېدو، د حماس د له منځه وړلو لپاره د عملياتو د بشپړولو او له غزې څخه اسرائيلو ته د کوم نوي ګواښ د رامنځته کېدو د ډاډ تر لاسه کولو پورې به جګړه روانه ساتي.

حماس هم ویلي: دغه ۵۰ یرغمل شوي کسان به د ۱۵۰ فلسطیني ښځو او ماشومانو په بدل کې، چې د اسرائیلو په زندانونو کې بندیان دي؛ خوشي شي.

حماس دا هم څرګنده کړې، چې د اوربند د تړون له مخې به بشري، طبي او د تېلو د مرستو سلګونه لارۍ غزې ته ننوځي.

اسرائیلو ژمنه کړې، چې د اوربند په موده کې به د غزې په ټولو برخو کې هیڅوک هم برید نه‌کوي او هم به څوک نه‌نیسي.

د قطر چارواکو د دغو پټو خبرو اترو منځګړیتوب کړی.

د قطر حکومت ویلي، چې له غزې څخه به ۵۰ یرغمل شوي ملکي ښځې او ماشومان د اسرائیلو له زندانونو د یو شمېر فلسطیني ښځو او ماشومانو د خلاصون په بدل کې خوشې کړي.

دغه راز د اړوند خبرپاڼې له مخې؛ د اوربند د پیل وخت به په راتلونکیو ۲۴ ساعتونو کې اعلان شي.

د غزې د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا تړون د جګړې لومړی اوربند دی. د اسرائیلو بمبارد د حماس تر واک لاندې غزې پراخه برخه ویجاړه کړې؛ په دې کوچنۍ سیمه کې یې ۱۳۳۰۰ ملکي وګړي وژلي او د ۲ اعشاریه ۳ میلیون خلکو شاوخوا دوه پر درېیمه برخه یې بې کوره کړي دي.

نتانیاهو د سې شنبې پر ورځ مخکې له دې، چې له کابینې سره وګوري دا معامله یې سخته؛ خو پر ځای او سمه یاده کړې ده.

د تړون له اعلان څخه مخکې نتانیاهو ویلي، چې د امریکا د ولسمشر جو بایدن مداخلې د لنډمهاله تړون په ښه کولو کې مرسته کړې، چې په کې نور یرغمل او لږ امتیازات شامل دي.

هغه دا هم ویلي؛ د اسرائیلو پراخ ماموریت بدل شوی نه‌دی او زیاتوي؛ مونږ په جګړه کې یوو او تر هغې به جګړه روانه وي، چې مونږ خپل ټول اهداف ترلاسه کړي نه‌وي. هغه د حکومتي غونډې د پیل پرمهال په یوه ثبت شوي پیغام کې ویلي، چې د حماس د له منځه وړو لپاره زمونږ ټول یرغمل شوي بېرته راستانه کړئ او ډاډ ترلاسه کړئ، چې په غزه کې یوه اداره هم اسرائیلو ته ګواښ نه‌شي کولی.

د حماس په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: کله، چې مونږ د اوربند تړون اعلانوو؛ مونږ ټینګار کوو، چې زمونږ ګوتې متحرکې پاتې وي او زمونږ بریالي جنګیالي به د خپلو خلکو د دفاع او اشغال ته د ماتې ورکولو په لټه کې وي.

یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي ویلي؛ درې امریکایان د یوې درې کلنې نجلۍ په ګډون، چې مور او پلار یې د اوکتوبر د اوومې نېټې د حماس په برید کې وژل شوي دي؛ خو تمه ده، چې د یرغمل شویو کسانو په ډله کې وي.

د اسرائیلو حکومت ویلي، چې پر اسرائیلي وګړیو سربېره د یرغمل شویو له نیمایي ډېر د امریکا، تایلیند، بریتانیا، فرانسې، ارجنتاین، جرمني، چیلي، هسپانیا او پرتګال په ګډون د شاوخوا ۴۰ هېوادونو بهرني او دوه ګونی تابعیت لرونکي دي.

اسرائيلي رسنيو ويلي، چې د يرغمل شويو کسانو د خوشې کېدا پیل به د پنجشنبې پر ورځ ترسره شي. راپورونه ښیي، چې د تړون پلي کولو ته باید ۲۴ ساعته پر تمه شو. له دې سره به اسرائیلي وګړیو ته دا فرصت ورکړ شي، چې له سترې محکمې څخه د فلسطیني بندیانو د خوشې کیدو مخه ونیول شي.

د اوربند په خبرو کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد الخلیفي رویترز ته ویلي، چې د سره صلیب نړیواله کمیته به په غزه کې دننه د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره کار وکړي.

الخلیفي ویلي: (دا) به یوه لنډه شېبه وي، چې مونږ به ۲۴ ساعته په دې اوونۍ کې له سره صلیب او دواړو خواو سره مستقیمې اړیکې ولرو او دا ډاډ ترلاسه کول غواړو، چې مونږ د یرغمل خلاصون بشپړ کړو.

هغه ویلي: د اوربند معنا دا ده، چې هیڅ برید به نه وي؛ نه پوځي حرکت، نه پراختیا غوښتنه او نه کوم بل څه.

الخلیفي زیاته کړې؛ قطر هیله لري، چې دا تړون به د یوې لویې هوکړې او دایمي اوربند پیل وي او دا زمونږ اراده ده.

حماس تر دې دمه یوازې څلور بندیان د بشري دلایلو له مخې خوشې کړي؛ د اوکتوبر پر شلمه د بشري دلایلو لامریکایي ۵۹ کلن جودیت راعنان،  لور یې  ۱۷ کلنه نتالي راعنان او د اوکتوبر پر درویشتمه  ۷۹ کلنه نوریت کوپر او ۸۵ کلن یوچوید لیفشیتز.

د فلسطین د اسلامي جهاد وسله‌والې څانګې، چې د اوکتوبر د اوومې په عملیاتو کې یې له حماس سره برخه اخیستې وه د سې شنبې پر ورځ ناوخته ویلي، چې یو اسرائیلي یرغمل، چې د اکتوبر د اوومې نېټې له بریدونو وروسته یې ژوندی نیولی و؛ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نړۍ

د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

Published

on

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.

زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «ان‌بي‌سي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

Continue Reading

د هوا حالات

په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بې‌سارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.

Continue Reading

نړۍ

پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.

هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.

ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!