نړۍ
اسرائیل او حماس د یو شمېر یرغمل شویو د خلاصون او اوربند هوکړه وکړه
رویترز راپور ورکړی، چې د اسرائیلو حکومت او حماس د چارشنبې پر ورځ ( د لیندۍ لومړۍ / د نومبر ۲۲) په جګړه کې له څلور ورځنۍ دمې سره هوکړه وکړه، چې له مخې به یې په غزه کې ۵۰ اسرائیلي یرغمل او ۱۵۰ بندي فلسطینیان خوشې او محاصره شوې سیمې ته به د بشري مرستو د ننوتلو اجازه ورکړ شي.
حماس له ۲۰۰ ډېر اسرائیلي یرغمل هغه مهال ونیول، چې د تلې پر ۱۵ / د کتوبر پر ۷ نېټه یې جنګیالي اسرائیلو ته ننوتل او پخپلو وسلوالو بریدونو یې څه نا څه ۱۲۰۰ کسان هم ووژل.
له حماس سره د هوکړې په اړه د اسرائیلو د لومړي وزیر د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي: د اسرائیلو حکومت هېواد ته د ټولو یرغمل شويو کسانو راستنولو ته ژمن دی.
د یاد دفتر د خبرپاڼې له مخې: نن شپه حکومت دې هدف ته د رسیدو لومړی پړاو تصویب او ومانه، چې له مخې به یې لږ تر لږه ۵۰ یرغمل شوي؛ ښځې او ماشومان په څلور ورځو کې خوشې او په دې پېر کې به جګړه درېدلې وي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې: د هرو ۱۰ نورو یرغمل شویو خوشې کول به د یوې بلې ورځې د اوربند غزولو لامل شي. د اسرائيلو حکومت د اسرائيلو پوځ او امنيتي ارګانونه به د ټولو يرغمل شويو د بېرته راستنېدو، د حماس د له منځه وړلو لپاره د عملياتو د بشپړولو او له غزې څخه اسرائيلو ته د کوم نوي ګواښ د رامنځته کېدو د ډاډ تر لاسه کولو پورې به جګړه روانه ساتي.
حماس هم ویلي: دغه ۵۰ یرغمل شوي کسان به د ۱۵۰ فلسطیني ښځو او ماشومانو په بدل کې، چې د اسرائیلو په زندانونو کې بندیان دي؛ خوشي شي.
حماس دا هم څرګنده کړې، چې د اوربند د تړون له مخې به بشري، طبي او د تېلو د مرستو سلګونه لارۍ غزې ته ننوځي.
اسرائیلو ژمنه کړې، چې د اوربند په موده کې به د غزې په ټولو برخو کې هیڅوک هم برید نهکوي او هم به څوک نهنیسي.
د قطر چارواکو د دغو پټو خبرو اترو منځګړیتوب کړی.
د قطر حکومت ویلي، چې له غزې څخه به ۵۰ یرغمل شوي ملکي ښځې او ماشومان د اسرائیلو له زندانونو د یو شمېر فلسطیني ښځو او ماشومانو د خلاصون په بدل کې خوشې کړي.
دغه راز د اړوند خبرپاڼې له مخې؛ د اوربند د پیل وخت به په راتلونکیو ۲۴ ساعتونو کې اعلان شي.
د غزې د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا تړون د جګړې لومړی اوربند دی. د اسرائیلو بمبارد د حماس تر واک لاندې غزې پراخه برخه ویجاړه کړې؛ په دې کوچنۍ سیمه کې یې ۱۳۳۰۰ ملکي وګړي وژلي او د ۲ اعشاریه ۳ میلیون خلکو شاوخوا دوه پر درېیمه برخه یې بې کوره کړي دي.
نتانیاهو د سې شنبې پر ورځ مخکې له دې، چې له کابینې سره وګوري دا معامله یې سخته؛ خو پر ځای او سمه یاده کړې ده.
د تړون له اعلان څخه مخکې نتانیاهو ویلي، چې د امریکا د ولسمشر جو بایدن مداخلې د لنډمهاله تړون په ښه کولو کې مرسته کړې، چې په کې نور یرغمل او لږ امتیازات شامل دي.
هغه دا هم ویلي؛ د اسرائیلو پراخ ماموریت بدل شوی نهدی او زیاتوي؛ مونږ په جګړه کې یوو او تر هغې به جګړه روانه وي، چې مونږ خپل ټول اهداف ترلاسه کړي نهوي. هغه د حکومتي غونډې د پیل پرمهال په یوه ثبت شوي پیغام کې ویلي، چې د حماس د له منځه وړو لپاره زمونږ ټول یرغمل شوي بېرته راستانه کړئ او ډاډ ترلاسه کړئ، چې په غزه کې یوه اداره هم اسرائیلو ته ګواښ نهشي کولی.
د حماس په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: کله، چې مونږ د اوربند تړون اعلانوو؛ مونږ ټینګار کوو، چې زمونږ ګوتې متحرکې پاتې وي او زمونږ بریالي جنګیالي به د خپلو خلکو د دفاع او اشغال ته د ماتې ورکولو په لټه کې وي.
یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي ویلي؛ درې امریکایان د یوې درې کلنې نجلۍ په ګډون، چې مور او پلار یې د اوکتوبر د اوومې نېټې د حماس په برید کې وژل شوي دي؛ خو تمه ده، چې د یرغمل شویو کسانو په ډله کې وي.
د اسرائیلو حکومت ویلي، چې پر اسرائیلي وګړیو سربېره د یرغمل شویو له نیمایي ډېر د امریکا، تایلیند، بریتانیا، فرانسې، ارجنتاین، جرمني، چیلي، هسپانیا او پرتګال په ګډون د شاوخوا ۴۰ هېوادونو بهرني او دوه ګونی تابعیت لرونکي دي.
اسرائيلي رسنيو ويلي، چې د يرغمل شويو کسانو د خوشې کېدا پیل به د پنجشنبې پر ورځ ترسره شي. راپورونه ښیي، چې د تړون پلي کولو ته باید ۲۴ ساعته پر تمه شو. له دې سره به اسرائیلي وګړیو ته دا فرصت ورکړ شي، چې له سترې محکمې څخه د فلسطیني بندیانو د خوشې کیدو مخه ونیول شي.
د اوربند په خبرو کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد الخلیفي رویترز ته ویلي، چې د سره صلیب نړیواله کمیته به په غزه کې دننه د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره کار وکړي.
الخلیفي ویلي: (دا) به یوه لنډه شېبه وي، چې مونږ به ۲۴ ساعته په دې اوونۍ کې له سره صلیب او دواړو خواو سره مستقیمې اړیکې ولرو او دا ډاډ ترلاسه کول غواړو، چې مونږ د یرغمل خلاصون بشپړ کړو.
هغه ویلي: د اوربند معنا دا ده، چې هیڅ برید به نه وي؛ نه پوځي حرکت، نه پراختیا غوښتنه او نه کوم بل څه.
الخلیفي زیاته کړې؛ قطر هیله لري، چې دا تړون به د یوې لویې هوکړې او دایمي اوربند پیل وي او دا زمونږ اراده ده.
حماس تر دې دمه یوازې څلور بندیان د بشري دلایلو له مخې خوشې کړي؛ د اوکتوبر پر شلمه د بشري دلایلو لامریکایي ۵۹ کلن جودیت راعنان، لور یې ۱۷ کلنه نتالي راعنان او د اوکتوبر پر درویشتمه ۷۹ کلنه نوریت کوپر او ۸۵ کلن یوچوید لیفشیتز.
د فلسطین د اسلامي جهاد وسلهوالې څانګې، چې د اوکتوبر د اوومې په عملیاتو کې یې له حماس سره برخه اخیستې وه د سې شنبې پر ورځ ناوخته ویلي، چې یو اسرائیلي یرغمل، چې د اکتوبر د اوومې نېټې له بریدونو وروسته یې ژوندی نیولی و؛ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نړۍ
د سعودي په یوه کارخونه کې اورلګېدنې ۱۶ بنګلهدیشي کارګر وژلي
د راپورونو له مخې، اور د یکشنبې پر ورځ د ریاض د موسى سنایه په صنعتي سیمه کې لګېدلی دی.
د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د څوکیو جوړولو په یوه فابریکه کې د اور لګېدو له کبله ۱۶ بنګلهدېشي کارګر کډوال وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، اور د یکشنبې پر ورځ د ریاض د موسى سنایه په صنعتي سیمه کې لګېدلی دی.
د بنګلهدېش بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پېښې وضعیت څاري او په ریاض کې د دغه هېواد سفارت له سعودي چارواکو سره خپل هېواد ته د مړو د لېږدولو چارې ترسره کوي.
د بهر میشتو د هوساینې او بهرنیو کارونو وزیر عارف الحق چوهدري چارواکو ته لارښوونه کړې، چې خپل مړي ژر تر ژره هېواد ته ولېږدوي او د قربانیانو کورنیو ته اړینې دولتي مرستې او غرامت برابر کړي.
شاوخوا ۳.۵ میلیون بنګلهدیشیان په سعودي عربستان کې ژوند کوي او دغه هېواد د بنګلهدېشي کارګرو کډوالو تر ټولو لوی کوربه هېواد دی. دغو کارګرانو تېر کال له سعودي څخه خپل هېواد ته له ۲.۷ میلیارډ ډالرو ډېرې پیسې لېږلې دي.
نړۍ
د جو بایډن سرطان نورو برخو ته خپور شوی او ډېر درد لري – بایډن زوی
هنټر بایډن له بيبيسي سره په مرکه کې ویلي، سرطان یې هډوکو او د بدن نورو برخو ته خپور شوی دی.
نړۍ
د امریکا سنا پر روسیې او ایران د پراخو بندیزونو طرحه تصویب کړه
د جمعې پر ورځ په سنا کې د «۲۰۲۶ز.کال د لینډسي او. ګراهام د روسیې او ایران د بندیزونو قانون» نومې طرحه د ۸۶ موافقو او ۱۱ مخالفو رایو پر ترلاسه کولو تصویب شوه.
د امریکا سنا د روسیې او ایران پر وړاندې د نویو بندیزونو طرحه د رای پراکثریت تصویب کړې او اوس به د ارزونې لپاره د استازو جرګې ته ولېږل شي.
د جمعې پر ورځ په سنا کې د «۲۰۲۶ز.کال د لینډسي او. ګراهام د روسیې او ایران د بندیزونو قانون» نومې طرحه د ۸۶ موافقو او ۱۱ مخالفو رایو پر ترلاسه کولو تصویب شوه.
د دې طرحې اصلي موخه د اوکراین د جګړې له کبله پر روسیې اقتصادي فشار زیاتول دي.
په دې طرحه کې د امریکا ولسمشر ته پراخ واک ورکړ شوی؛ پر هغو هېوادونو دراندې تعرفې ولګوي، چې د روسیې د انرژۍ پېرودلو ته دوام ورکوي.
د طرحې له مخې، که د استازو جرګه یې تصویب او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې لاسلیک کړي؛ نوموړی کولی شي د هغو هېوادونو پر وارداتي توکو تر ۱۰۰ سلنې پورې تعرفه ولګوي، چې د روسیې د تېلو او ګازو لوی پېرودونکي دي.
هند، جاپان او یو شمېر اروپايي هېوادونه هغه حکومتونه دي، چې ښايي د دغو تعرفو له کبله اغېزمن شي.
په دې طرحه کې پر ایران د پراخو بندیزونو ترڅنګ، د دغه هېواد د انرژۍ او وسلو د برخو د تمویل لپاره هم محدودیتونه په پام کې نیول شوي دي.
د طرحې ملاتړي وايي؛ موخه یې د روسیې د انرژۍ عواید کمول او پر مسکو فشار زیاتول دي، چې په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي.
د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د تعرفو په برخه کې ولسمشر ته د پراخو واکونو په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، چې دا اقدام ښايي د امریکايي شرکتونو او پېرېدونکو لپاره د وارداتي توکو بیې لوړې کړي.
ټاکل شوې، چې دا طرحه د سنا له تصویب وروسته، د استازو جرګې د دوبي د رخصتۍ له راستنېدا وروسته د اګست پر یودېرشمه وڅېړل شي.
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان او ایرلینډ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه پاکستان کې د مالونو د سراسري لېږد درېدا؛ موټرچلوونکي اعتصاب کوي
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoساینسپوهانو د لمر تر ټولو روښانه انځور ثبت کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoکه امریکا بیا برید وکړي، د خلیج د انرژۍ تاسیسات به تر برید لاندې راشي – ایران
-
تازه خبرونه4 days agoامریکا په افغانستان کې د داعش خراسان له ګواښه خبرداری ورکړ
-
څار4 days agoڅار: د داعش خراسان د ګواښ په اړه د امریکا خبرداری
-
تازه خبرونه4 days agoکویټ له افغانستان بشري صندوق سره ۲.۵ میلیون ډالر مرسته وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoچین له اسلامي امارت څخه د ترهګرو ډلو پر ضد د اقدام غوښتنه وکړه
