تازه خبرونه
اسلامآباد له خبرو ناکامولو وروسته د کابل له سخت غبرګون سره مخ شو
د دغو سرچینو د څرګندړونو له مخې؛ که پاکستان پر افغان خاوره بمبارډ وکړي، افغان ځواکونه به هم اسلام آباد پر نښه کړي.
سرچینې آریانا نیوز ته ويلي: له هغې وروسته، چې پاکستاني پلاوي په ترکیه کې له وروستیو خبرو اترو دډه وکړه او درې ورځنۍ خبرې اترې بې پایلې پاتې شوې؛ افغان حکومت پرېکړه کړې، چې که پاکستان پوځي بریدونه تکرار کړي؛ نو له متقابل غچ سره به مخ شي.
د دغو سرچینو د څرګندړونو له مخې؛ که پاکستان پر افغان خاوره بمبارډ وکړي، افغان ځواکونه به هم اسلام آباد پر نښه کړي.
سرچینې زیاته کړې؛ د خبرو په بهیر کې افغان لوری د خبرو غځولو ته ژمن و؛ خو پاکستاني پلاوي د غیر معقول او نه منلو وړ غوښتنو پر وړاندې کولو خبرې ګډې وډې کړې.
د پاکستاني پلاوي یوه جنجالي غوښتنه دا وه؛ افغان حکومت باید په پاکستان کې جنګ کوونکي وسلوال بېرته وروغواړي او کنټرول یې کړي. دا یو داسې وړاندیز دی، چې د افغان لوري رد کړ.
له دې سره همهاله د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع له آریانا نیوز سره په یوه وروستۍ مرکه کې پاکستان ته داسې خبرداری ورکړ؛ که پاکستان پر افغانستان هوایي برید وکړي دوی به داسې ځواب ورکړي، چې پاکستان او نورو ته درس شي.
قانع زیاته کړې: سمه ده، چې مونږ اتم نلرو؛ خو که پاکستان برید وکړي، غچ به واخلي او که کابل پر نښه شي، اسلام آباد به مو راتلونکی هدف وي.
نوموړی وایي: «آیا ناټو اټومي وسله نهدرلوده؟! امریکا نهدرلوده؟! دوی شل کاله په افغانستان کې جګړه وکړه او ان د بمونو مور یې وکاروله. دا سمه ده، چې تاسې (پاکستان) اوس لږ یا ډېرې وسلې لرئ؛ خو تاسې باید هیر نکړئ، چې افغان ملت هیچا ته سر ندی ټیټ کړی.”
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان له وروستیو هوایي بریدونو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.