تازه خبرونه

اسلامي امارت باید د پاکستان او وسلوالو ترمنځ یو غوره کړي – شهباز شریف

د راډیو پاکستان د څرګندونو له مخې؛ شهباز شریف د پوځ له مشر سید عاصم منیر سره یوځای د بنو سیمې ته د سفر پر مهال د جنوبي وزیرستان د عملیاتو د ۱۲ سرتېرو په جنازه کې د برخې اخیستو تر څنګ له «ترهګرۍ » سره د مبارزې په اړه یې د لوړې کچې په امنیتي غونډې کې هم وینا وکړه.

Published

on

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د شنبې پر ورځ خبرداری ورکړ، چې افغان حکومت باید ښکاره دریځ خپل کړي؛ یا له وسلوالو ملاتړ وکړي او یا دې له پاکستان سره ودریږي.

د راډیو پاکستان د څرګندونو له مخې؛ شهباز شریف د پوځ له مشر سید عاصم منیر سره یوځای د بنو سیمې ته د سفر پر مهال د جنوبي وزیرستان د عملیاتو د ۱۲ سرتېرو په جنازه کې د برخې اخیستو تر څنګ له «ترهګرۍ » سره د مبارزې په اړه یې د لوړې کچې په امنیتي غونډې کې هم وینا وکړه.

د پاکستان لومړي وزیر د خپلې وینا په یوه برخه کې ویلي: “د ترهګرۍ پر وړاندې زمونږ غبرګون به له خپل ټول ځواک سره روان وساتل شي. مونږ نه جوړجاړی کوو او نه به ابهام ومنو.”

هغه ټینګار کړی، چې د پاکستان پر وړاندې د «ترهګریزو بریدونو مشران او پلان جوړونکي د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.»

هغه زیاته کړې، چې افغان حکومت ته یو واضح پیغام ورکړ شوی دی: “یا دې له ترهګرو سره ودریږي او یا هم له پاکستان سره.”

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت پر ځلونو د پاکستان دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې هیڅ «ترهګرې ډلې» ته به اجازه ورنکړي، چې د ګاونډ هېوادونو پر وړاندې د افغانستان خاوره وکاروي.

Trending

Exit mobile version