Connect with us

تازه خبرونه

د کورنیو چارو وزارت د دوه بریټانویانو او یو امریکایي نیول تائید کړل

د کورنیو چارو وزارت ویاند تائید کړې، چې د نیول شویو کسانو کورنیو په ځانګړي توګه د بریټانوي جوړې کورنۍ د دغو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت د دوشنبې پر ورځ (د کب شپږمه) ومنله، چې په بامیان ولایت کې یې دوه بریټانوي وکړي، یو چینایي الاصله امریکایي او د هغو افغان ژباړونکی نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند تائید کړې، چې د نیول شویو کسانو کورنیو په ځانګړي توګه د بریټانوي جوړې کورنۍ د دغو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د فرانسې خبري سرچینې ته ویلي: “د ځانګړو ملاحظاتو له مخې چارواکو دوه بریټانوي اتباع، چې د افغانستان اسناد لري، یو امریکایي او د هغو د ژباړونکي په ګډون څلور کسان نیولي دي.”

له دې مخکې د بریټانیا بهرنیو چارو وزارت د عمر خوړلو بریټانوي جوړې نیول تائید کړل، چې په افغانستان کې پر بشري فعالیتونو بوخت ول.

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې پر ورځ (د کب شپږمه) یوه اعلامیه خپره کړه: “مونږ د هغو دوه بریټانوي وګړو له کورنیو ملاتړ کوو، چې په افغانستان کې نیول شوي دي.”

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی، چې پیټر او باربي رینولډز دوه بریټانوي وګړي دي، چې د فبرورۍ پر لومړۍ په بامیان ولایت کې د یوې چینایي-امریکایي میرمنې او د دوی له افغان ژباړونکي سره یوځای ونیول شول او زنداني شول.

د دې بیټتانوي جوړې لور سنډې ټایمز ته ویلي، چې مور او پلار یې له ۱۸ کلونو راپدېخوا په افغانستان کې د ښوونیزو پروګرامونو په جوړولو کې ښکېل ول او په بامیان ولایت کې یې ژوند کاوه. د دې د معلوماتو له مخې؛ دې جوړې په کابل کې د ماشومانو او میندو لپاره پېنځه ښوونیزې پروژې او په بامیان کې یوه بله تعلیمي پروژه پیل کړې وه.

قانع له هغې وروسته، چې د بریټانوي جوړې ( پیټر او باربي رینالډز) لور له لندن څخه وغوښتل، چې د هغې د مور او پلار خوشې کول تضمین کړي؛ وویل، چې “د دې ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.”

که څه هم د بریټانوي جوړې د نیول کېدو لامل ندی پر ګوته شوی؛ خو سنډي ټایمز راپور ورکړی، چې ظاهراً د ښځو د تعلیم لپاره د دوی هڅې د دوی د نیول کېدو لامل وې.

انټوېسل په دې اړه ويلي: “دا ډېره بده ده، که دوی د میندو ماشومانو ته د تدریس پر تور نیول شوي دي.”

پیټر او باربي رینولډز یوازني بهرني وګړي ندي، چې په تېرو درې نیمو کلونو کې د اسلامي امارت لخوا نیول شوي دي.

په تېرو درې نیمو کلونو کې، چې اسلامي امارت په افغانستان کې بیا واکمن شوی؛ ګڼ‌شمېر بهرني وګړي یې د کاناډا د پخواني سرتېري ډیویډ لاري، رایان کاربیټ، جورج ګلیزمان، محمود شاه حبیبي او ویلیم مک کیني، چې ټول امریکایي وګړي دي؛ نیولي.

تازه خبرونه

ازبکستان او پاکستان د افغان ټرانس اوسپنې‌پټلۍ ډګرنۍ چارې پیلوي

دا هوکړه د پاکستان–ازبکستان د بین الحکومتي کمیسیون په لسمه ناسته کې، چې د سوداګریزو، اقتصادي او علمي–تخنیکي همکاریو په برخه کې جوړه شوې؛ ترلاسه شوې ده.

Published

on

د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه راپور کې ویلي، چې ازبکستان او پاکستان د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې په اړه ډګرنی( ساحوي) کار پیلولو لپاره یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

دا هوکړه د پاکستان–ازبکستان د بین الحکومتي کمیسیون په لسمه ناسته کې، چې د سوداګریزو، اقتصادي او علمي–تخنیکي همکاریو په برخه کې جوړه شوې؛ ترلاسه شوې ده.

دغه ناسته د پاکستان د لومړي وزیر د صنعت او تولید چارو ځانګړي سلاکار هارون اختر خان او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لذیز قدرتوف په ګډه مشري کې ترسره شوه.

دواړو خواوو هوکړه کړې؛ د بین الحکومتي کمیسیون د منظم فعالیتونو لپاره نوې بڼې ته اړتیا ده، چې همغږي زیاته او د ګډو پروژو پلي کول ګړندي شي.

د افغان – ټرانس‌ اوسپنې پټلۍ پروژه شاوخوا ۶۴۷ کیلومټره اوږدوالی لري او د ترمذ – نایب‌آباد–میدان‌ښار– لوګر– خرلاچي له لارې تېرېږي؛ د پاکستان له اوسپنې‌پټلۍ سره نښلي، کراچۍ بندر او نورو سمندري ټرمینلونو ته د لاسرسي زمینه برابروي. د دې پروژې اټکلی لګښت ۴.۶ میلیارډ ډالر ښودل شوی دی.

اسلامي امارت هم تل ویلي، چې په سیمه‌ییزو پروژو کې همکارۍ ته چمتو دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د یوناما په کوربتوب د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې حضوری او انلاین ناسته تر سره شوه

په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عامې روغتیا وزارتونو د استازو پر ګډون سربېره د یوناما، ملګرو ملتونو اړوند ادارو، نړیوالو او سیمه‌ییزو بنسټونو، اروپايي اتحادیې، د اسلامي همکاریو ټولنې، ګڼو هېوادونو سفیرانو، استازو، ډیپلوماټانو او څانګوالو(متخصصینو) په حضوري او انلاین بڼه ګډون کړی و.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل د راپور له مخې؛ د کابل په ګرنډ هوټل کې د دوحې پروسې تر چتر لاندې دمخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ګروپ څلورمه ناسته د یوناما پر کوربتوب پر حضوری او انلاین بڼه ترسره شوه.

په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عامې روغتیا وزارتونو د استازو پر ګډون سربېره د یوناما، ملګرو ملتونو اړوند ادارو، نړیوالو او سیمه‌ییزو بنسټونو، اروپايي اتحادیې، د اسلامي همکاریو ټولنې، ګڼو هېوادونو سفیرانو، استازو، ډیپلوماټانو او څانګوالو(متخصصینو) په حضوري او انلاین بڼه ګډون کړی و.

ضیا احمد تکل زیاته کړې؛ د اسلامي امارت د رهبر پر فرمان په افغانستان کې د کوکنارو کښت تقریباً صفر ته راټیټ شوی. د امارت استازو د قانون د تنفیذ، بدیل معیشت او د معتادینو د درملنې په برخو کې د امارت لاسته راوړنې، ننګونې او همداراز وړاندیزونه او حل لارې وړاندې کړې.

دغه راز د اسلامي امارت مسوولانو د مصنوعي نشه‌يي توکو اړوند خپله اندېښنه څرګنده کړه او وایي، چې د یادو توکو سرچینې د افغانستان له پولو څخه د باندې دي او که مخه یې ونه‌نیول شي؛ نو نه یوازې افغانستان، بلکې سیمه او ټوله نړۍ به ترې زیانمنه شي.

بل لوري ته یوناما، د ملګرو ملتونو ادارو، نورو نړیوالو بنسټونو، ګڼو هېوادونو او اړوند څانګوالو له نشه‌یي توکو سره د اسلامي امارت د مبارزې له هڅو ستاینه کړې او څرګندوي، چې د کوکنارو د کښت اړوند د بندیز له فرمان څخه وروسته د کوکنارو په کښت کې ځانګړی کموالی راغلی او دا یې د افغانستان په تاریخ کې یوه غټه لاسته راوړنه وبلله.

همدارنګه ګڼو هېوادونو او بنسټونو په یاده مبارزه کې د مرستو ډاډ ورکړ او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې اړوند یې د دوحې پروسې تر چتر لاندې او همداراز په دوه اړخیزه توګه د پوره همغږۍ او ښکېلتیا وړاندیزونه وکړل.

د ناستې ګډونوالو ټینګار کړی، چې د یادو لاسته راوړنو د ساتلو لپاره باید بزګرانو ته د بدیل معیشت زمینه برابره او د معتادینو  درملنه او په ټولنه کې د بیا مدغمېدا لپاره کار وشي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د نشه‌یي توکو پر وړاندې په مبارزه کې د سیمه‌ییزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وشو

په دې لیدنه کې د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې مرستیال یاد پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ټوګه د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیالي له ګاونډ او منځنۍ آسیا له هېوادونو سره هر اړخیزه همکاري لري او د دغو همکاریو د پیاوړتیا غوښتونکی دی.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمن منیر د منځنۍ آسیا د سیمه‌ییزو معلوماتو او همغږۍ مرکز (CARICC) له رییس مخمود خادیموف او د دغه مرکز له سلاکار عزیزبیک ارکابویوف سره په لیدنه کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې په مبارزه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار څرګند کړ.

په دې لیدنه کې د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې مرستیال یاد پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ټوګه د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیالي له ګاونډ او منځنۍ آسیا له هېوادونو سره هر اړخیزه همکاري لري او د دغو همکاریو د پیاوړتیا غوښتونکی دی.

دغه راز د منځنۍ آسیا د سیمه‌ییزو معلوماتو او همغږۍ مرکز مسوولانو ډاډ ورکړ، چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې په مبارزه کې به له اسلامي امارت سره د اغېزمنې همغږۍ لپاره هڅې وکړي.

دا راپور؛ «په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د کارولو ملي سروې» درېیم او وروستی ټوک ګڼل کېږي. که څه هم چرس له ۴۶ سلنې او تریاک له ۱۹ سلنې سره اوس هم تر ټولو ډېر کارېدونکي نشه‌یي توکي دي؛ خو د «کا» ګولۍ کارول له ۱۱ سلنې او د میټامفیټامین (ښیښې) کارول له ۷ سلنې سره د زیاتېدا په حال کې دي.

دا سروې د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو د دفتر او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) پر ملاتړ ترسره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو دفتر (UNODC) په خپل وروستي راپور کې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د استعمال بهیر ورو ورو له دودیزو نشه‌یي توکو څخه مصنوعي نشه‌یي توکو او د طبي درملو د ناسم کارولو پر لوري بدلېدونکی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!