تازه خبرونه
اسلامي امارت د غویي اوومه وغندله او اتمه یې ویاړلې ورځ وبلله
اسلامي امارت ویلي، چې د ۱۳۵۷ لمریز لېږدیز کال د غویي اووهمې کودتا په افغانستان کې بهرنۍ لاسوهنې ته لار هواره کړه.
د افغانستان اسلامي امارت د غویي اوومې او اتهمې د کلیزې پر مناسبت یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې په کې یې د افغانستان د خلق ډیموکراټیک ګوند لهخوا د محمد داوود خان د حکومت پر وړاندې پوځي کودتا غندلې او د مجاهدینو د بریا ورځ یې ویاړلې بللې ده.
اسلامي امارت ویلي، چې د ۱۳۵۷ لمریز لېږدیز کال د غویي اوومې کودتا په افغانستان کې بهرنۍ لاسوهنې ته لار هواره کړه.
اسلامي امارت څرګنده کړې، چې د افغانستان خلکو د ۱۴ کلنې وسلهوالې مبارزې له لارې د بهرني حضور پر وړاندې ټینګار او مقاومت وکړ او په پای کې یې د ۱۳۷۱ لمریز لېږدیز کال د غویي پر اتمه خپله خپلواکي ترلاسه کړه.
دغه راز اسلامي امارت دا یادونه هم کړې، چې د جهاد له پای وروسته افغانستان له کورنیو اختلافاتو او تنظیمي جګړو سره مخ شو، چې د یوه سوچه شرعي نظام د جوړېدا هیلې یې پر ناهیلۍ واړولې.
په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې اسلامي امارت د ګډوډۍ د پای ته رسولو، د یووالي د ترویج او د شرعي نظام د نافذولو لپاره رامنځته شوی او دغه موخې تر لاسه شوې دي.
اسلامي امارت همدارنګه د اوسني نظام د ساتنې پر اړتیا ټینګار کړی او له افغانانو یې غوښتي، چې په هېواد کې د ثبات ساتلو او د حکومتي جوړښتونو د پیاوړتیا لپاره یو موټی او ژمن پاتې شي.