Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت د غویي اوومه وغندله او اتمه یې ویاړلې ورځ وبلله

اسلامي امارت ویلي، چې د ۱۳۵۷ لمریز لېږدیز کال د غویي اووه‌مې کودتا په افغانستان کې بهرنۍ لاسوهنې ته لار هواره کړه.

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت د غویي اوومې او اته‌مې د کلیزې پر مناسبت یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې په کې یې د افغانستان د خلق ډیموکراټیک ګوند له‌خوا د محمد داوود خان د حکومت پر وړاندې پوځي کودتا غندلې او د مجاهدینو د بریا ورځ یې ویاړلې بللې ده.

اسلامي امارت ویلي، چې د ۱۳۵۷ لمریز لېږدیز کال د غویي اوومې کودتا په افغانستان کې بهرنۍ لاسوهنې ته لار هواره کړه.

اسلامي امارت څرګنده کړې، چې د افغانستان خلکو د ۱۴ کلنې وسله‌والې مبارزې له لارې د بهرني حضور پر وړاندې ټینګار او مقاومت وکړ او په پای کې یې د ۱۳۷۱ لمریز لېږدیز کال د غویي پر اتمه خپله خپلواکي ترلاسه کړه.

دغه راز اسلامي امارت دا یادونه هم کړې، چې د جهاد له پای وروسته افغانستان له کورنیو اختلافاتو او تنظیمي جګړو سره مخ شو، چې د یوه سوچه شرعي نظام د جوړېدا هیلې یې پر ناهیلۍ واړولې.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې اسلامي امارت د ګډوډۍ د پای ته رسولو، د یووالي د ترویج او د شرعي نظام د نافذولو لپاره رامنځته شوی او دغه موخې تر لاسه شوې دي.

اسلامي امارت همدارنګه د اوسني نظام د ساتنې پر اړتیا ټینګار کړی او له افغانانو یې غوښتي، چې په هېواد کې د ثبات ساتلو او د حکومتي جوړښتونو د پیاوړتیا لپاره یو موټی او ژمن پاتې شي.

تازه خبرونه

آلمان لومړی بې‌جرمه افغان کډوال هم افغانستان ته ایستلی

د راپور له مخې، د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ ویلي؛ دغه افغان وګړی له هغې وروسته وشړل شو، چې د پناه غوښتنې د دوسیې ټول قانوني پړاوونه یې بشپړ شوي وه.

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې آلمان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د لومړي ځل لپاره یو بې‌جرمه افغان وګړی هم افغانستان ته جبري ایستلی دی.

د راپور له مخې، د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ ویلي؛ دغه افغان وګړی له هغې وروسته وشړل شو، چې د پناه غوښتنې د دوسیې ټول قانوني پړاوونه یې بشپړ شوي وه.

ویل کېږي نوموړي هڅه کړې، چې په یوه بل اروپايي هېواد کې استوګنه ترلاسه کړي؛ خو د ناقانونه حضور له کبله وپېژندل شو او بېرته آلمان ته ولېږدول شو. له هغې وروسته بیا افغانستان ته جبري و ایستل شو.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دغه کس له هغو ۳۱ افغانانو څخه و، چې د سې‌شنبې پر ورځ له آلمان څخه افغانستان ته ولېږدول شول. د آلماني چارواکو د معلوماتو له مخې، پاتې ۳۰ کسان پر جرمي جرمونو محکوم شوي وه.

آلمان له ۲۰۲۴ز.کال راپدېخوا د افغانانو د ایستلو لړۍ بېرته پیل کړې ده، چې د بشري حقونو د وضعیت او د بېرته ستنېدونکو د برخلیک په اړه له پراخو اندېښنو او نیوکو سره مخ دی.

د بښنې نړیوالې ټولنې ویلي، د دې بهیر له بیا پیل راپدېخوا له ۲۰۰ ډېر افغانان له آلمان څخه ایستل شوي او لږ تر لږه یو تن یې افغانستان ته له ستنېدا وروسته ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بشري حقونو بنسټونو څو ځله له اروپايي هېوادونو غوښتي، چې د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو پر مهال د انساني پایلو او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په پام کې ونیسي.

Continue Reading

تازه خبرونه

متقي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره پر پراختیايي پروژو خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام(یو اېن ډي پي) نوي استازي تورهان صالح د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې ډاډ څرګند کړ، چې یاد پروګرام به د افغانستان د خلکو د اړتیاوو له مخې خپلې پراختیايي پروژې او د ظرفیت لوړونې چارې روانې وساتي.

Published

on

Last Updated on: زمری ۷, ۱۴۰۵

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سې‌شنبې پر ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام(UNDP) له نوي ټاکل شوي استازي تورهان صالح سره لیدنه وکړه.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام(یو اېن ډي پي) نوي استازي تورهان صالح د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې ډاډ څرګند کړ، چې یاد پروګرام به د افغانستان د خلکو د اړتیاوو له مخې خپلې پراختیايي پروژې او د ظرفیت لوړونې چارې روانې وساتي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي فعالیتونو، د راستنېدونکو کډوالو د ادغام، روغتیا، کرنې، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د بدیل معیشت، چاپېریال ساتنې، اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو په اړه خبرې شوې دي.

تورهان صالح د ۲۰۲۶ز. کال د جولای له پېنځلسمې راپدېخوا په افغانستان کې د یاد پروګرام د استازي په توګه خپله دنده پیل کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کابل ـ توکیو د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او جاپان پر دوه‌اړخیزو اړیکو، ګډو ګټو او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر روانو همکاریو بحث وکړ.

Published

on

Last Updated on: زمری ۷, ۱۴۰۵

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم په کابل کې د جاپان له سفیر کنیچي ماساموټو سره د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او جاپان پر دوه‌اړخیزو اړیکو، ګډو ګټو او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر روانو همکاریو بحث وکړ.

د جاپان سفیر هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو اړیکې به نورې هم پیاوړې شي.

هغه د نشه‌یي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت اغېزمنه مبارزه، د امنیتي وضعیت ښه‌والي او پرمختګونه وستایل او د اسلامي امارت او اروپايي ټولنې ترمنځ یې د بروکسل له غونډې هرکلی وکړ.

محمد نعیم د جاپان له مثبت دریځ او د افغانستان له خلکو سره د دغه هېواد له همکاریو مننه د مننې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو او متقابلو تعاملاتو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.

ویل کیږي، چې دواړو لوریو د همغږۍ او دوه‌اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د ګډو غونډو پر ارزښت او اړتیا ټینګار وکړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117