تازه خبرونه
اسلامي امارت د نجونو د زدهکړو د مخنیوي په اړه د نظر اختلاف لري – ریچارډ بینیټ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ پرون (یکشنبه د لیندۍ ۱۹) د دوحې په غونډه کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت یو او واحد لیدلوری لري؛ خو د ښځو د زدهکړو په برخه کې وېشل شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو پخوانی وزیر د ښځو له زدهکړو د ملاتړ پر تور له دندې ګوښه شو.
ریچارډ بینیټ د ګوښه شوي چارواکي نوم وانهخیست؛ خو له دې مخکې د لوړو زدهکړو په وزارت کې ندامحمد ندیم او عبدالباقي حقاني چارسمبالي وه.
عبدالباقي حقاني د ١٤٠٠ لمریز لېږدیز کال د وږي پر ٢١ ويلي وه، چې نجونې د زدهکړې حق لري؛ خو بايد بېل شي او په غيرمختلط ټولګيو کې زدهکړې وکړي.
بینیټ د یکشنبې پر ورځ د دوحې په غونډه کې خبرې کړي، چې یوه موضوع یې د افغان نجونو زدهکړې وې.
نوموړي په همدې غونډه کې د اسلامي امارت د یاد اختلاف په اړه څرګنده کړې: د طالبانو (اسلامي امارت) یووالی د دوی د ځواکمنۍ ښکارندویي کوي؛ ځکه دوی یووالی بنسټیز ګڼي، خو د زدهکړې په برخه کې دوی یاد یووالی نهلري. مونږ دا توپیر د دوی په ځینو څرګندونو کې لیدلی دی.
نوموړي د لوړو زدهکړو له پخواني وزير سره خپلې ليدنې ته په نغوته (اشاره ) کې څرګند کړی؛ دې چارواکي په پوهنتون کې د نجونو لپاره په بېلو او جلا ټولګيو کې د زدهکړو د زمينې په اړه خبرې کولې.
بینیټ ویلي؛ مونږ د ښځو او نجونو د زدهکړې په اړه پراخې تخنیکي خبرې کړي؛ هغه نهدي ویلي، چې نجونې باید پوهنتون ته لاړې نهشي. هغه ویل، چې څنګه نجونو او میرمنو ته په جلا ځای کې زدهکړه ورکړ شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د راپور ورکوونکي د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت دغه وزير څو مياشتې وروسته له خپلې دندې لرې شو.
بینیټ ویلي: شونې ده دلیل یې داوي، چې کندهار؛ د زدهکړو په اړه، د هغه نظر ډېر پراخ او پرمختللی وموند.
دغه راز د افغانستان د ښځو چارو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې هم په دې ناسته کې ویلي، چې د ښځو په اړه د اسلامي امارت سیاستونه دیني او اقتصادي بنسټ نهلري.
د افغانستان د ښځو چارو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ښځو د تعلیم، کار، سفر او سیاسي ګډون په حق کې پر لګول شویو محدودیتونو د نیوکې ترڅنګ وايي؛ دغه محدودیتونه هیڅ اقتصادي بنسټ نهلري او د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې په افغانستان کې د ښځو د بېکارۍ له کبله یو میلیارد ډالر عاید کم شوي او د ښځو د کار او زدهکړو بندیز پر کورنیو ویجاړونکي اغېز کړی دی.
په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي: زه فکر نه کوم، چې دا اقتصادي بنسټ لري، البته، چې نهیې لري؛ ځکه مونږ او ملګرو ملتونو ارزیابي کړې، چې افغانستان له یو میلیارد ډالرو ډېر عاید له لاسه ورکړی او دا په حقیقت کې افغانستان ویجاړوي.
میرمن رینا امیري له دې خبرې سره پر ټینګار، چې د ښځو پر زدهکړو او کار بندیز دیني بنسټ هم نهلري ویلي؛ د نړۍ ۵۷ هېوادونو د اسلامي ټولنې په غونډه کې ویلي، چې د ښځو پر زدهکړو او کار بندیز له اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې دی.
هغې ويلي: زه فکر نه کوم، چې دا له مذهب سره کوم تړاو لري. زه له دې مخکې په جده کې د ښځو د اسلامي همکارۍ ټولنې په کنفرانس کې وم، چې ۵۷ هېوادونو په کې ګډون کړی و او څرګنده شوه، چې دا د اسلام د سپېڅلي دین خلاف دی او دا سیاست دی.
اسلامي امارت وايي، چې د ښځو حقوق او بشري حقوق د شریعت په چوکاټ کې خوندي دي او په داخلي چارو کې بهرنۍ لاسوهنې ته اجازه نهورکوي.
په دې غونډه کې، چې د ګډې راتلونکې د جوړولو تر سرلیک لاندې په دوحه کې جوړه شوې وه، افغان مدني فعالانو په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې او د افغان نجونو او ښځو د تعلیم پر اهمیت یې ټینګار وکړ.