تازه خبرونه
اسلامي امارت د پاکستانیو طالبانو د بې وسلې کولو لپاره له اسلامآباده د پیسو غوښتنه رد کړه
پاکستانیو رسنیو ادعا کړې، چې اسلامي امارت د پاکستانیو طالبانو د بې وسلې کولو په بدل کې له اسلامآباده پیسې غوښتې دي؛ خو اسلامي امارت دا راپور بې بنسټه بولي.
پاکستانۍ رسنۍ اکسپرس تریبون اسلامي امارت تورن کړی، چې د پاکستان له لوړ رتبه پوځي او امنتي چارواکو څخه یې تېره اوونۍ کابل ته په سفر کې د پاکستانيو طالبانو د بې وسلې کولو لپاره د پیسو وړاندیز کړی؛ خو اسلامي امارت د پاکستانیو رسنیو دغه ادعا رد او بې بنسټه بولي.
د اسلامي امارت ویاند وايي، د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد لپاره ګواښ ندی او د هیڅ هېواد پر ضد نهکارول کیږي او د هېواد د امنیت لپاره بهرنیو پیسو ته اړتیا نلري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: هغه څه، چې ډېر روښانه دي؛ دا دي، چې مونږ پخپله د افغانستان خاوره د بل هېواد په ځانګړي توګه د ګاونډیانو پر ضد د کارولو اجازه نه ورکوو. په دې لار کې خپل ټول توان او وس کاروو او ان شاءالله زمونږ خپلې هڅې به کافي وي؛ د پیسو غوښتنه رښتیا نده.
د اکسپرس تریبون په را پور کې راغلي، د پاکستاني طالبانو تحریک او د هغو پټنځي د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د بحث له اړینو وضوعاتو څخه ول. په سلامآباد کې هم باور دادی، چې له دې پرته بله موضوع په منځ کې نشته.
د نظامي چارو کارپوهان هم د پاکستانیو رسنیو دغه ډول څرګندونې بې منطقه بولي او څرګندوي، چې اسلامي امارت بار بار د افغانستان په خاوره کې د پاکستانیو طالبانو حضور رد کړی. اوس څنګه کیدی شي، چې د دغې ډلې د بې وسلې کولو لپاره د پیسو وړاندیز وکړي.
پوځي شنونکي صادق شنیواري ویلي؛ په افغانستان کې د تي تي پي د ډلې د له منځه وړلو لپاره له پاکستان څخه د پیسو غوښتنه نده شوې او نه توجیه لري. که داسې کوم وړاندیز شوی وي؛ د افغانستان د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکي باید پدې اړه ځواب ورکوونکي وي.
د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ پاکستاني چارواکي غواړي، چې نړۍ ته د افغانستان د ناامنۍ تصویر وړاندې کړي او دغه موضوع د کابل لپاره د منلو وړ نده.
په دې وروستیو کې د کابل او اسلامآباد اړیکې کمرنګه شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان دفاع وزیر او د دغه هېواد د پوځ د اطلاعاتو رییس تېره اوونۍ کابل ته راغلي وه او د اسلامي امارت له لوړپوړیو سیاسي او پوځي چارواکو سره یې خبرې اترې کړي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه
یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلامآباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.
ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بېثباته کېدی نشي.»
دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلامآباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»
د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.
تازه خبرونه
نړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې، چې د یکشنبې پر ورځ خپره شوې؛ خبرداری ورکړی: د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچونو زیاتوالی د دې خطر رامنځته کوي، چې روان وضعیت پراخې جګړې ته واوړي؛ خو نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره له دې سیمې سره بیا تعامل پیل کړي.
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د لیکنې له مخې: د پاکستان او اسلامي امارت تر منځ اړیکې له ۲۰۲۱ ز.کال راپدېخوا ډېرې خرابې شوې دي، ځکه اسلامآباد افغان چارواکي په خپله خاوره کې د دوی مخالفو وسلوالو ته پر پناه ورکولو او بریدونو تورنوي؛ خو دا ادعا تل اسلامي امارت رد کړې ده.
په وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی دومره زیات شوی، چې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله د یو شمېر راپورونو له مخې له زر ډېر کسان وژل شوي او له سل زره ډېر نور بېځایه شوي دي.
دغه راز له تر ټولو خونړیو پېښو څخه یوه په کابل کې د روږدو د درملنې پر امید نومي روغتون د پاکستاني پوځیانو هوايي برید و، چې د افغان چارواکو پر وینا سلګونه کسان په کې وژل شوي دي.
ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې که تاوتریخوالی همداسې روان وي؛ نو ښايي د جنوبي او مرکزي آسیا ثبات له خطر سره مخ کړي او افغانستان یو ځل بیا د وسلوالو ډلو د فعالیتونو پر مرکز بدل شي.
دې ورځپاڼې د پاکستان پر پوځي پالیسۍ هم نیوکه کړې او څرګندوي، چې یوازې هوايي بریدونه د وسلوالو فعالیتونو د پای ته رسولو لپاره بسنه نهکوي.
دغه راز له لویو قدرتونو لکه امریکا او چین څخه غوښتي، چې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه واخلي.
همدارنګه، د چین سټراټیژیکو ګټو ته هم نغوته(اشاره ) شوې، چې بیجینګ کولی شي د منځګړي په توګه رول ولوبوي.
د سولې پخوانیو ناکامو هڅو سره – سره ورځپاڼې ټینګار کړی، چې د نړۍ بېپروايي او بېتفاوتي به سیمه له پوره خطرونو سره مخ کړي.
-
څار5 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول5 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه1 day agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه1 day agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
لوبی1 day agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
نړۍ12 hours agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه6 hours agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
نړۍ1 day agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
