تازه خبرونه
اسلامي امارت فلسطینیانو ته د اوربند د هوکړې مبارکي ورکړه
اسرائیل او حماس د چارشنبې پر ورځ د قطر، مصر او امریکا پر منځګړیتوب او د ۱۵ میاشتو وینې تویولو وروسته، چې غزه یې ویجاړه کړه او په منځني ختیځ کې یې تاوتریخوالی زیات کړ، د اوربند یوه پیچلې هوکړه لاسلیک کړه.
د افغانستان اسلامي امارت د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی وکړ؛ د حماس مشرتابه او د فلسطین خلکو ته د دې “ سترې بریا ” مبارکي وايي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپانه کې، چې نن ( پنجشنبه) خپره شوې ویلي، چې د اوربند دا هوکړه”د فلسطین د خلکو د تاریخي مبارزې، سرښندنې او په غزه کې د زړور مقاومت” له ۱۵ میاشتو څخه د زیات وخت پایله ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: “اوس اړینه ده، چې د هوکړې ټول پړاوونه بشپړ په داسې ډول پلي شي، چې تلپاتی اوربند ډاډمن کړي او بشري مرستې پرته له ځنډ د غزې خلکو ته ورسیږي. د پخوانیو تړونونو پایلو ته په پاملرنه د شخړې خواوې او نړیواله ټولنه باید ډاډ ترلاسه کړي، چې اسرائیلي حکومت خپلې ژمنې ډاډمنې پلې کوي.”
په اعلامیه کې زیاته شوې، چې په منځني ختیځ کې تلپاتې سوله او ثبات یوازې د فلسطین د مسلې د مشروع حل او د فلسطین د خلکو د خپلواکۍ له لارې شونی دی.
اسلامي امارت ټینګار کړی، چې د افغانستان د خلکو پر استازیتوب به د فلسطین د خپلواک هېواد او د فلسطین د خلکو ملاتړ روان ساتي.
اسرائیل او حماس د چارشنبې پر ورځ د قطر، مصر او امریکا پر منځګړیتوب او د ۱۵ میاشتو وینې تویولو وروسته، چې غزه یې ویجاړه کړه او په منځني ختیځ کې یې تاوتریخوالی زیات کړ، د اوربند یوه پیچلې هوکړه لاسلیک کړه.
په دې هوکړه کې د ۶ اوونیو لپاره لومړنی اوربند شته، چې له غزې تړانګې څخه به اسرائیلي ځواکونه تدریجي وځي؛ هلته، چې لسګونه زره خلک وژل شوي دي. حماس به د اسرائیلو لخوا نیول شوي فلسطیني بندیانو د یرغملو په بدل کې خوشې کړي.
د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني په دوحه کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې اوربند به د یکشنبې له ورځې نافذ شي.
هغه زیاته کړې، مذاکره کوونکي له اسرائیلو او حماس سره د دې هوکړې د پلي کولو لپاره کار کوي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په واشنګټن کې وویل: “دا تړون به په غزه کې جګړه ودروي، فلسطیني ملکي وګړو ته به بشري مرستې زیاتې کړي او یرغمل شوي کسان به له ۱۵ میاشتو څخه له زیات بند وروسته له خپلو کورنیو سره یوځای کړي.”
د هغه ځایناستي ډونالډ ټرمپ، چې د دوشنبې پر ورځ به دنده پیل کړي؛ ادعا کړې، چې دا هوکړه د هغه د هڅو پایله ده.
یوه اسرائیلي چارواکي ویلي، چې د اسرائیلو لخوا د دې تړون منل به تر هغې رسمي نه وي، چې د دوی د امنیتي کابینې او حکومت لخوا تائید نشي.
ټاکل شوې، چې دا رای اچونه د پنجشنبې پر ورځ د مرغومي اووهویشتمه / د جنورې شپاړلسمه ترسره شي.
تمه ده، چې دا هوکړه د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ائتلافي حکومت کې د ځینو سخت دریځو له مخالفت سره – سره تائید شي. په داسې حال کې، چې خلکو په غزه او اسرائیل کې د دې هوکړې نمانځنه وکړه او د اسرائیلو پوځ د دې خبر له خپرېدو وروسته خپل بریدونه زیات کړل.
د ډاکټرانو د څرګندونو له مخې؛ د چارشنبې پر ورځ ناوخته د اسرائیلو سختو بمباریو په ځانګړي توګه په غزه ښار کې ۳۲ کسان ووژل.
د سیمې اوسیدونکو ویلي، چې بریدونه د پنجشنبې تر سهاره هم روان ول، چې په کې د غزې جنوبي سیمه رفح، د مرکزي غزې نصیرات او د شمالي غزې اړوند کورونه ویجاړ شول.
د اسرائیلو پوځ پدې اړه څه ندي ویلي او د اوربند له اعلان وروسته پر اسرائیلو د حماس د بریدونو کوم راپور نشته.
د اوربند له خبرو اترو سره یوه خبر فلسطیني چارواکي ویلي؛ منځګړي هڅه کوي، چې دواړه خواوې قانع کړي او د اوربند له پلي کیدو مخکې جګړه ودروي.
حماس په ټولنیزو رسنیو کې د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره د اوربند دا هوکړه ” د خلکو لپاره یوه لاسته راوړنه” او “یو بدلون” وباله.
د غزې د چارواکو د څرګندونو له مخې: که دا هوکړه بریالۍ شي؛ نو دا به هغه جګړه پای ته ورسوي، چې د غزې ډېره برخه یې ویجاړه کړې، له ۴۶ زره څخه ډېر خلک یې وژلي او د سیمې د ۲ اعشاریه ۳ میلیون نفوس ډېره برخه یې بې ځایه کړې ده.
دا کار کولی شي په ټول منځني ختیځ کې تاوتریخوالی راکم کړي؛ هلته، چې جګړې د اسرائیلو تر اشغال لاندې په لویدیځه غاړه، لبنان، سوریه، یمن او عراق کې شخړې ته لمن وهلې او د اسرائیلو او ایران ترمنځ د بشپړې جګړې اندېښنې یې راپورته کړې دي.
په غزه کې ټولټال ۹۸ یرغمل پاتې دي.
د تړون په لومړي پړاو کې به ۳۳ بندیان خوشې شي، چې ښځې، ماشومان او له ۵۰ کلونو څخه پورته عمر لرونکي نرینه په کې دي. د اوربند په لومړي پړاو کې به دوه امریکايي یرغمل شوي کسان؛ کیټ سیګل او ساګي ډیکل چن د هغو یرغمل شویو کسانو په ډله کې دي، چې خوشې شي.
د تړون د دوهیم پړاو د پلي کولو لپاره خبرې اترې به له لومړي پړاو څخه تر شپاړسمې ورځې پورې روانې وي او تمه ده، چې په دې پړاو کې به ټول پاتې یرغمل شوي کسان خوشې شي، دایمي اوربند او له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونه بشپړ ووځي.
په درېیم پړاو کې د ټولو پاتې مړو بېرته راستنېدل او د مصر، قطر او ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د غزې بیارغونه پیل شي.
اسرائیلو پر غزه خپل بریدونه له هغې وروسته پیل کړل، چې د حماس پر مشرۍ وسلوالو د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو په برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل او له ۲۵۰ څخه ډېر نور یې یرغمل کړل.
تازه خبرونه
مولوي عبدالکبیر له عرفات جمال سره د کډوالو پر اړوند چارو خبرې وکړې
مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت له همکاریو څخه د مننې تر څنګ ویلي، چې کونړ ته د ورستنو شویو د اړتیا وړ سلګونه خیمې چمتو شوي او ژر به سیمې ته ولیږل شي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمیشنرۍ له استازي عرفات جمال سره راستنو شویو افغانانو ته د اړینو مرستو رسولو او په کاري ساحه کې د خنډونو لرې کولو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت له همکاریو څخه د مننې تر څنګ ویلي، چې کونړ ته د ورستنو شویو د اړتیا وړ سلګونه خیمې چمتو شوي او ژر به سیمې ته ولیږل شي.
عرفات جمال په نړیواله کچه د بشري مرستو کمېدا ته په نغوته(اشاره ) کې ویلي، چې هڅه کوي د افغان راستنو شویو د لاسنیوي لپاره اړینې مرستې راجلب او بدیلې لارې ولټوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمیشنرۍ استازي یادونه کړې، چې ځينې راستانه شوي افغانان مدني اسناد نلري او د اړینو اسنادو په وېش کې یې د ملګرو ملتونو پر همکارۍ ټېنګار وکړ او د څو اړینو مسلو په اړه یې خپل وړاندېزونه وړاندې کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ مولوي عبدالکبیر د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو له مرستو او همکاریو د څخه د مننې پر مهال ویلي؛ د ژمي له راتګ سره د اسلامي امارت لهخوا راستنو شویو ته پر خوراکي توکو سربـــېره د نغدي مرستو لړۍ هم پیل شوې، چې نړیوال باید بشري مرستې پر سیاسي مسایلو پورې ونهتړي.
ویل کیږي، چې مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارو ته د بېلابېلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او شریکو شویو وړاندېزونو ته یې د رسېدنې ډاډ څرګند کړ.
تازه خبرونه
د امریکا عدلیې وزارت رحمنالله لکڼوال ته د اعدام غوښتنه کوي
لکنوال روانه اوونۍ فډرالي محکمې ته حاضر شو؛ خو د هغو ۹ تورونو، چې په کې د لومړۍ درجې قتل هم شته، له منلو ډډه وکړه.
د امریکا عدلیې وزارت ویلي؛ غواړي رحمنالله لکڼوال ته، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د ملي ګارډ پر دوه غړیو د ډزو پر تور تورن شوی؛ د اعدام سزا ورکړ شي.
لکنوال روانه اوونۍ فډرالي محکمې ته حاضر شو؛ خو د هغو ۹ تورونو، چې په کې د لومړۍ درجې قتل هم شته، له منلو ډډه وکړه.
څارنوالانو قاضي ته ویلي؛ دوی هغه تورونه غواړي وڅاري، چې پایله یې د اعدام حکم دی.
رحمنالله لکڼوال امریکا ته له کډه کېدا مخکې په افغانستان کې له امریکايي ادارو سره کار کړی دی.
هغه د امریکا د ملي ګارډ پر دوه غړيو د ډزو پر شک نیول شوی، چې یو یې ووژل شو.
ټاکل شوې، چې د لکنوال د محاکمې بله ناسته په می کې ترسره شي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې دې ترهګریز ګواښ په پام کې ونیول شي – چین
د چین استازي سان لي د چارشنبې پر ورځ د ترهګریزو فعالیتونو له کبله د نړیوالې سولې او امنیت د ګواښونو په اړه د شورا اړوند ناستې ته ویلي، چې داعش، القاعده او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته ورته ډلې اوس هم په افغانستان کې فعالیت کوي او دې هېواد او سیمې ته “پرلهپسې ګواښونه” رامنځته کوي.
چین د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته څرګنده کړې، چې په افغانستان کې ترهګریز ګواښ اوس هم د پام وړ دی او بېړنۍ نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لري.
د چین استازي سان لي د چارشنبې پر ورځ د ترهګریزو فعالیتونو له کبله د نړیوالې سولې او امنیت د ګواښونو په اړه د شورا اړوند ناستې ته ویلي، چې داعش، القاعده او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته ورته ډلې اوس هم په افغانستان کې فعالیت کوي او دې هېواد او سیمې ته “پرلهپسې ګواښونه” رامنځته کوي.
سان لي د افغانستان په یوه چینايي رسټورانټ کې وروستۍ خونړۍ چاودنې ته نغوته(اشاره) کړې، چې په پایله کې یې اووه کسان ووژل شول او داعش یې مسوولیت پر غاړه واخیست.
نوموړي دا هم ویلي؛ دا پېښه د دې ډلې له پرلهپسې عملیاتي وړتیاوو یادونه کوي.
هغه د افغانستان له حکومت غوښتي؛ د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته دې «ډېر ارزښت» چې افغانستان یو ځل بیا د افراطي شبکو پر مرکز بدل نشي.
هغه زیاته کړې؛ چین د سیمهییزو همکاریو له هڅو ملاتړ کوي. په ځانګړي توګه د مرکزي آسیا د هېوادونو ترمنځ، چې د شانګهای همکاریو ټولنې له لارې د پولې پورې غاړې ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې ګډه مبارزه او له افغانستان سره د اقتصاد په پیاوړتیا کې مرسته وشي.
دغه راز د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد هم خپلې ځانګړې اندېښنې څرګندې کړې او وایي، چې د افغانستان واکمن چارواکي اوس هم تحریک طالبان پاکستان، القاعده، داعش- خراسان او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته «آزاد چاپېریال» برابر کړی دی.
هغه خبرداری ورکړ، چې دا ډلې نه یوازې پاکستان، بلکې ټوله سیمه له خطر سره مخ کوي.
د امریکا استازي، مایک والټز ویلي، چې داعش- خراسان اوس هم په افغانستان کې یو پرلهپسې ګواښ دی.
هغه د ترهګرۍ پر ضد د نړیوالو هڅو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
د سیمې هېوادونو پر ځلونو په افغانستان کې له ترهګریزو ګواښونو خپلې اندېښنې څرګندې کړي؛ خو اسلامي امارت دا اندېښنې رد کړي او تل یې ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد پر ضد ونهکارول شي.
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
لوبی4 days agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
لوبی2 days agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
تازه خبرونه4 days agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
-
تازه خبرونه4 days agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
-
تازه خبرونه4 days agoد اوبو غلي بحران او د میلیونونو کډوالو راستنېدا افغانستان له ګواښ سره مخ کړی
