Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت ومنله، چې د ايران د اوبو حق بايد پرېښودل شي – ايران

خپور شوی

د

د ایران چاپېریال ساتنې ادارې مشر علي سلاجقه د یوه دولتي پلاوي د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته څرګنده کړې، چې ایران ته د افغانستان د اقتصادي پلاوي د سفر پر وخت د لومړي ځل لپاره اسلامي امارت د ایران د اوبو د حق خوشې کېدل ومنل.

علي سلاجقه وايي: له شاوخوا ۱۸۰ ورځو راپدیخوا د زابل خلک د دوړو له کبله له ستونزو سره مخ دي؛ نو له همدې کبله مو د طالبانو ( اسلامي امارت ) له پلاوي غوښتنه وکړه؛ دا مهال د سیندونو د لندبل لپاره دې اوبه راخوشې او د دوړو مخه ونیول شي. ( د اسلامي امارت پلاوي) ومنله، چې د بندونو د اوبو د سرچینو په اړه به لازمې څېړنې ترسره کړي.

د ایران چاپېریال ساتنې ادارې مشر په افغانستان کې د دوړو د سیمو پر نښه کولو ته په نغوته کې ویلي: له نېکه مرغه دوی ژمنه وکړه، چې دا موضوع به په تهران کې د افغانستان چاپېریال ساتنې له مسوولینو سره ګډه وڅېړل شي.

د افغانستان اسلامي امارت تر دې دمه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

تازه خبرونه

اسلامي امارت امریکایی بندي ډینس کویل خوشې کړ

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن( سې‌شنبه د وري څلورمه ) د کویل مور د اسلامي امارت رهبر ته په یوه لیک کې د لوی اختر پر مناسبت د بښنې او د خپل زوی د خوشې کېدا غوښتنه کړې وه او سترې محکمې د هغه زندان کافي وګاڼه او د هغه د خوشې کولو پرېکړه یې وکړه.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د امریکایي وګړي ډینس کویل له بند څخه د خوشې کېدا خبر ورکړ.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن( سې‌شنبه د وري څلورمه ) د کویل مور د اسلامي امارت رهبر ته په یوه لیک کې د لوی اختر پر مناسبت د بښنې او د خپل زوی د خوشې کېدا غوښتنه کړې وه او سترې محکمې د هغه زندان کافي وګاڼه او د هغه د خوشې کولو پرېکړه یې وکړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

بریټانیا له افغانستان سره د بشري مرستو کچه ۳ میلیون پونډه کړه

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي په ایکس کې ویلي؛ دا مرستې به د اړمنو خلکو لپاره د اړینو خوړو او اړوند مرستو چمتو کولو لپاره وکارول شي.

Published

on

بریټانیا له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې ۳ میلیون پونډه (۳۷۵ میلیون افغانۍ) اعلان کړه، چې موخه یې د طبیعي پېښو له کبله د زیانمن شویو خلکو ملاتړ دی.

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي په ایکس کې ویلي؛ دا مرستې به د اړمنو خلکو لپاره د اړینو خوړو او اړوند مرستو چمتو کولو لپاره وکارول شي.

له دې نوې مرستې سره افغانستان ته د بريټانیا سږنۍ دوه اړخیزه مرسته ۱۵۴ میلیون پونډ (۱۳.۸ میلیارډ افغانۍ) ته رسیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

برلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني

له دې مخکې د جرمني ای‌آر‌ډي ټلویزیون راپور ورکړی و: نبراس‌الحق عزیز نومی کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ په برلین کې د افغانستان د سفارت دنده پر غاړه اخیستې ده.

Published

on

د جرمني حکومت اعلان کړی، چې د اسلامي امارت استازی په برلین کې د افغانستان د سفارت د سفیر یا چارسمبالي او شارژدافیر په توګه نهپېژني.

له دې مخکې د جرمني ای‌آر‌ډي ټلویزیون راپور ورکړی و: نبراس‌الحق عزیز نومی کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ په برلین کې د افغانستان د سفارت دنده پر غاړه اخیستې ده.

د دویچه ویله د څرګندونو له مخې؛ د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې پر ورځ په برلین کې ویلي: “د بهرنیو چارو وزارت ته [په افغان سفارت کې] د پرسونل په اړه د کوم بدلون خبر ورکړ شوی نه‌دی.”

هغه زیاته کړې؛ د جرمني حکومت به له افغانستان اسلامي امارت سره اړیکه ونیسي او خبر به ورکړي، چې ” د [ سفارت حقوقي وضعیت] به پخپل اوسني حال پاتې شي.”

د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم څرګنده کړې، چې په سفارت کې نوی مامور یوازې هغه وخت د سفیر په توګه پېژندل کیږي، چې هېواد یې مخکې هغه کوربه هېواد ته ورپېژندلی وي او کوربه هېواد ورته باورلیک ورکړی وي.

هغه ټینګار کړی، چې د افغان سفارت په اړه داسې کوم کار نه‌دی شوی.

د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم ویلي، چې برلین په جرمني کې د افغانستان له منظمو قونسلي خدمتونو سره ډېره لېوالتیا لري. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له دې کار سره “هغه کسان، چې له جرمني څخه وتلو ته اړ وي” بېرته راستنېدا ته یې لار اواروي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!