تازه خبرونه
افغانستان او هند به د اقتصادي تبادلو د ودې لپاره سوداګریزې اتشې وټاکي
دا پرېکړه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د هند د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر جیټن پراساډ ترمنځ په نوې ډیلي کې وروستۍ شوې ده.
د افغانستان او هند چارواکو هوکړه کړې، چې دواړه هېوادونه به په کابل او نوي ډیلي کې د یو بل په سفارتونو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره ځانګړې سوداګریزې اتشې وټاکي.
دا پرېکړه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د هند د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر جیټن پراساډ ترمنځ په نوې ډیلي کې وروستۍ شوې ده.
د هند بهرنیو چارو وزیر ام آنند پراکاش د جمعې پر ورځ وویل: د سوداګرۍ له وزیر سره د پرون په غونډه کې دواړو خواوو هوکړه وکړه؛ د یو بل په سفارتونو کې به سوداګریزې اتشې وټاکي، چې له دوه اړخیزه سوداګریزې همکارۍ څارنه او ملاتړ وکړي. افغان وزیر به ډېر ژر خپله سوداګریزه اتشه نوي ډیلي ته معرفي کړي.
هغه وویل، چې نوي ډیلي د هوايي کارګو دهلیز د ډیلي- کابل او کابل- امرتسر له لارې بیا فعال کړي او د کارګو الوتنې به ډېر ژر پیل شي. دا یوه داسې کړنه ده، چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د پام وړ وده وکړي.
دا پرېکړه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې څو ورځې مخکې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر افغان سوداګرو ته سپارښتنه وکړه، چې د ” لارو د پرلهپسې تړلو” او “سیاسي ناوړه ګټه اخیستنې” له کبله دې په درې میاشتو کې له پاکستان سره سوداګري راکمه کړي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې؛ هند او افغانستان هوکړه کړې، چې د سوداګرۍ، صنعت او پانګونې په سکټورونو کې ګډ کاري ګروپونه بیا فعال کړي. له دې کار موخه دا ده، چې د چابهار بندر لار بشپړه فعاله، ګمرکي پیچلتیاوې کمې، بانکي پروسیجرونه آسانه او د سوداګرۍ حجم له ۲۰۲۱ کال څخه مخکې د ۱.۸ میلیارد ډالرو څخه ډېر لوړ شي.
په دې ناسته کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر د سوداګریزو ویزو د صادرولو د بهیر پر چټکتیا، له چابهار بندر څخه د کښتیو د بار وړلو د کرښو منظم پیل، په نیمروز کې د وچو بندرونو جوړولو او له نهاوا شیوا بندر څخه د وارداتو او صادراتو پر آسانتیاوو ټینګار شړوی دی.
دغه راز هوکړه شوې، چې دواړه هېوادونه به د درملو، سړو خونو، د میوو پروسس، په صنعتي پارکونو، د کوچنیو او منځنیو تشبثي مرکزونو او صادراتي زونونو کې ګډې پانګونې وهڅوي. وزیر عزیزي په دواړو هېوادونو کې د نندارتونونو، سوداګریزو غونډو او سکټوري کنفرانسونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
هندي چارواکو دا ډاډ هم ورکړی؛ دوی به په بېړني ډول بانکي اړیکې، هوايي دهلیزونه او د ټرانسپورټ بهیر پیاوړې کړي، چې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ اقتصادي همکارۍ ته نوې ساه ورکړي.
نورالدین عزیزي د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د یو لوړ پوړي پلاوي پر مشرۍ نوي ډیلي ته پېنځه ورځنی سفر کړی دی.