تازه خبرونه
افغانستان ته د نړیوال جام له خپلولو وروسته د واده نیت لرم- راشد خان
د افغانستان د کرکت لوبغاړي ۲۱ کلن راشد خان ارمان ویلي؛ له هغې وروسته، چې افغانستان ته د کرکت نړیوال جام تر لاسه کړي؛ نو بیا به په سړه سینه واده وکړي.
د افغانستان د کرکت ملي لوبدلې دوه یم مشر له آزادۍ رادیو سره په مرکه کې د خپل واده پروګرام په ډاګه کړ.
هغه آزادۍ رادیو ته څرګنده کړې: کله، چې افغانستان د کرکت نړیوال جام ګټونکی شو؛ نو کوژده او واده به مې هم تر سره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې راشد خان د توپ اچونې د نړیوالې شورا د نوملړ په T20I برخه کې د ۷۴۹ امتیازونو په لرلو لومړی ځای خپل کړی دی.
راشد خان خپله لومړۍ نړیواله لوبه په ۲۰۱۵ کې تر سره کړه، چې په کې د افغانستان د یوه ښه لوبغاړي په توګه وځلیده.
راشدخان پر ۱۹۹۸ زېږدیز کال یوه داسې کورنۍ سترګې وغړولې، چې لس وروڼه او خویندې په کې اوسیدل. کورنۍ یې په افغانستان کې د جنګونو له کبله پاکستان ته کده شوه او له څو کلونو وروسته بېرته هېواد ته راستنه او خپل عادي ژوند یې له سره پیل کړ. په ۲۰۱۸ کال کې لخوا نوموړی د کرکت نړیوالې شورا (ICC) لخوا غوره لوبغاړی ونومول شو.
تازه خبرونه
د افغانستان د کرنې وزیر په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره تاشکند ته تلی
ټاکل شوې، نوموړی د وچې په منځ کې د پرتو هېوادونو، خوړو خوندیتوب او دوامدارې پراختیا موخو د تخنیکي نړیوال فورم په غونډه کې ګډون وکړي، چې د اوکټوبر له اوومې څخه تر اتمې به جوړه شي.
د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري د ازبکستان د کرنې وزارت پر بلنه تاشکند ته تللی دی.
ټاکل شوې، نوموړی د وچې په منځ کې د پرتو هېوادونو، خوړو خوندیتوب او دوامدارې پراختیا موخو د تخنیکي نړیوال فورم په غونډه کې ګډون وکړي، چې د اوکټوبر له اوومې څخه تر اتمې به جوړه شي.
د افغانستان د کرنې وزارت ویلي، د دې سفر پر مهال به له ازبکستان سره د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د دوهاړخیزو او سیمهییزو همکاریو پر پراختیا هم خبرې وشي.
همداراز، افغان پلاوی به د ګډون کوونکو هېوادونو له چارواکو او استازو سره د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ پراختیا، صادراتو، د پانګونې راجلبولو او د مسلکي پوهې او تجربو د لېږد په اړه هم خبرې وکړي.
تازه خبرونه
گوترش: بازگشت افغانها از پاکستان باید داوطلبانه و عزتمندانه باشد
تازه خبرونه
افغانستان او پاکستان د اړیکو د عادي کولو غوښتونکي دي – لاوروف
لاوروف د سېشنبې پر ورځ په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د کابل او اسلامآباد ترمنځ اختلافاتو د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ پر وروستۍ غونډه هم اغېز کړی او دواړه لوري ونهتوانېدل، چې د وروستۍ ګډې خبرپانې پر سر هوکړې ته ورسېږي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستیو ترینګلتیاوو سربېره دواړه هېوادونه د خپلو اړیکو عادي کول غواړي.
لاوروف د سېشنبې پر ورځ په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د کابل او اسلامآباد ترمنځ اختلافاتو د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ پر وروستۍ غونډه هم اغېز کړی او دواړه لوري ونهتوانېدل، چې د وروستۍ ګډې خبرپانې پر سر هوکړې ته ورسېږي.
هغه دغه وضعیت« ناخوښ» وباله؛ خو څرګندوي، چې باید موضوع له خپلې کچې لوړه ونهښودل شي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر په افغانستان او پاکستان کې د داعش ډلې فعالیتونو ته د نغوتې پر وخت وویل، دغه ډله په دواړو هېوادونو کې بریدونه کوي؛ کابل او اسلامآباد له ستونزو سره مخ کوي.
لاوروف زیاته کړې:« هیڅ شک نهلرم، چې افغانستان او پاکستان دواړه د خپلو اړیکو عادي کول غواړي.»
هغه ویلي، روسیه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو د اواري لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.
لاوروف ټینګار کړی، چې له سیمې بهر هېوادونه باید د دې سیمې په چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي.
هغه څرګندوي؛ افغانستان او د سیمې هېوادونه اوس هم د« لویدیځو هېوادونو د تاوتریخجنې لاسوهنې» له پایلو سره مخ دي او همدا موضوع په سیمه کې د اوسنیو ستونزو د رامنځته کېدو یو عامل دی.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoهند او پاکستان د یو بل لوړپوړي ډیپلوماتان احضار کړل
-
تازه خبرونه1 day agoآریانا افغان هوایي شرکت د یو پاکستاني شرکت ۱۵ کلن انحصار پای ته ورساوه
-
تازه خبرونه3 days agoترکیې له افغانستان څخه هند ته د نشهيي توکو پر لېږد تورن کس هند ته وسپاره
-
تازه خبرونه3 days agoد واخان ۱۲۱ کیلومټره سړک د چین تر پولې بشپړ شو
-
لوبی2 days agoد افغانستان کرکټ لوبډله په راتلونکو میاشتو کې له ګڼو نړیوالو لوبو سره مخ ده
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد یمن حکومت د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو عملیات پیل کړل
-
تازه خبرونه2 days agoایران او افغانستان له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخ دي – ایرانی ډیپلوماټ
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoد یمن دولتي ځواکونو د بابالمندب تنګي شاوخوا سیمې بېرته ونیولې
