انځوريز خبرونه
افغانستان د امو له نفتي حوزې د تېلو توليد پيل كړ
افغان چارواكي هيله مند شوي، چې د تېلو د توليد له پيل سره به افغانستان د انرژۍ او نفتي توكو له پلوه په ځان د بسياينې لوري ته گام واخلي.
د افغانستان د كانونو وزير وايي، چې:
تر درې مياشتو به د افغان- تاجك د نفتي حوزې تړون هم لاسليك شي، چې په نږدې كلونو كې به افغانستان د نفتي توكو اتيا په سلو كې اړتيا په خپله پوره كوي.
د كانونو وزارت د څېړنو له مخې:
د افغانستان په شمال كې د امو سيند نفتي حوزه شاوخوا اتيا ميليون بشكې تېل لري، چې د دوشنبې په ورځ(د لړم لومړۍ) يې د توليد لړى پيل شوه.
د كانو وزير وحيد الله شهراني وايي، چې:
د روان كال ترپايه به له دغې حوزې څخه ۱۵۳ زره بوشكې نفت استخراج شي او په را روان كال كې به دغه شمېر يو نيم ميليون بوشكو ته ورسيږي.
افغانستان هركال د درې نيم ميليارد ډالرو په ارزښت نفت واردوي.
وحيد الله شهراني وايي، چې:
د نفتو د استخراج له پيل سره به د افغانستان نوي په سلو كې د د تېلو اړتيا پوره شي.
د سرپل والي عبدالجبار حقبين وايي:
دوه كاله ورسته يعنې په ۱۳۹۳ ل كال كې به له دې حوزې څخه د توليد شويو نفتو كچه دوه نيم ميليون بوشكو ته ورسيږي؛ خو له دغې حوزې څخه توليد شوي تېل به تر دوه كلونو پورې له هېواد څخه بهرتصفيه كيږي او له دوه كلونو وروسته به د تېلو د تصفيې لړۍ په هېواد كې پيل شي.
د امو سيند د نفتو د حوزې زياته برخه د سرپل په ولايت كې ده، چې د نفتو د استخراج له پيل سره به په دغه ولايت كې زرگونه كسانو ته د كار زمينه برابره شي.
د كانونو وزارت وايي، چې افغانستان اوسمهال د نفتو له خوا د ملي انرژۍ مصونيت نه لري او له دغې نفتي حوزې څخه د نفتو استخراج به افغانستان په ځان د بسيا توب لوري ته نږدې كړي.
انځوريز خبرونه
د افغانستان سیاسي او اقتصادي بحران ته یوه لنډه کتنه
انځوريز خبرونه
آریانا نیوز: دري خبرونه د سلواغې ۱۱ کال ۱۳۹۹
انځوريز خبرونه
روبینا جلالي د اتلتیک د فدراسیون د رئیسئ په توګه وګمارل شوه
آغلې روبینا جلالي د افغانستان د ملي اتلتیک فدراسیون په ټول ټاکنو کې د ډیرئ رائیو په ګټلو سره، د دغه فدراسیون ریاست ته د څلور کالو لپاره وټاکل شوه.
نن پنج شنبه د مرغومې ۱۹، د افغانستان د ملی اتلتیک د فدراسیون د ریاست ګټلو په موخې ټول ټاکنې ترسره شوې چی په پایله کې یی میرمن جلالي تولو دیرشو رائیو په ګټلو سره بریالې شوه.
آغلې جلالي د طالبانو د دولت له سقوط څخه وروسته د المپیک لوبو لومړنې ښځینه ګډونکونکې ګڼل کیږي.
هغې د اتلتیک او د المپیک لوبو تجربه په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ میلادي کلونو کې ترلاسه کړې ده.
نوموړې د اتلتیک فدراسیون د ریاست د دندو د پرمخوړلو ترځنګ د المپیک د ملي کمیټې د ښځو د بخش مرستیاله او په پارلمان کې د کابل ښاریانو استازې هم ده.
-
تازه خبرونه2 days agoپه ۳ ولایتونو کې له ۲۷.۵ میلیون جریب څخه ډېر څړځایونه تثبیت شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو
-
تازه خبرونه5 days agoافغانانو په لندن او اوسلو کې د پاکستان د یرغل پر ضد لاریون وکړ
-
نړۍ3 days agoله برید پرته به د ایران په جګړه کې برخه وانخلو – احمد الشرع
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې د ټاپي نللیکې ۲۵ کیلومټره کار بشپړ شوی- د کانونو وزارت
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد کویټې ښار په څنډه کې د ګازنللیکه له چاودنې سره مخ شوې
-
لوبی3 days agoآریانا ټلویزیون د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوهیم پړاو خپروي
-
سوداگري5 days agoافغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکټورونو کې پانګهونه پراخوي

