Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان د شانګهای ټولنې سرمشریزې ته ونه‌بلل شو

ایکسپریس نیوز راپور ورکړی، چې دې غونډې ته اسلامي امارت بلل شوی ندی؛ خو له منګولیا څخه د دې ټولنې د څارونکي غړي او له ترکمنستان څخه د ځانګړي استازي په توګه د ګډون غوښتنه شوې ده.

خپور شوی

د

افغانستان به د شانګهای د همکاریو ټولنې په راتلونکې سرمشریزه کې، چې د اوکټوبر پر پېنځلسمه او شپاړلسمه په اسلام‌آباد کې جوړېږي؛ ګډون ونکي، ځکه د دې ټولنې مشرتابه بلنه نده ورکې.

ایکسپریس نیوز راپور ورکړی، چې دې غونډې ته اسلامي امارت بلل شوی ندی؛ خو له منګولیا څخه د دې ټولنې د څارونکي غړي او له ترکمنستان څخه د ځانګړي استازي په توګه د ګډون غوښتنه شوې ده.

پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د ډیپلوماټیکو سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې اسلامي امارت ته؛ ځکه بلنه نده ورکړ شوې، چې د شانګهای همکاریو ټولنې عمومي منشي دوی ته بلنه نده استولې.

پاکستانيو رسنیو هم لیکلي، چې په شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان غړیتوب د ۲۰۲۱ ز. کال د اګسټ پر پېنځلسمه له هغې څو اوونۍ وروسته وځنډول شو، چې اسلامي امارت په کابل کې بیا واک تر لاسه کړ.

دغه هېواد د ۲۰۱۲ کال د جون پر اوومه د شانګهای د همکارۍ ټولنې څارونکی شو؛ خو د غړیتوب له ورکړې وروسته یې په فعاله توګه فعالیت ندی کړی.

د شانګهای د همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې او د منځنۍ آسیا د څلورو هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان لخوا جوړ شو. هند او پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې له دغه سازمان سره یو ځای شول. هغه مهال داسې اوازې وې، چې ایران او افغانستان ښايي ډېر ژر د دې ټولنې غړي شي. ایران تېر کال له دې ټولنې سره یوځای شو.

اسلامي امارت تر اوسه په اسلام‌آباد کې د شانګهای همکاریو ټولنې په غونډه کې د نه ګډون په اړه څه ندي ویلي؛ خو د دې ټولنې په تېرو دوه ناستو کې د طالبانو استازو ته بلنه نوه ورکړ شوې.

د شانګهای همکاریو ټولنه به په راتلونکې ناسته کې د سیمه‌ییزو همکاریو او امنیت پر وده راوڅرخیږي.

تازه خبرونه

اطاعت، اتفاق او یووالی د نظام د ټینګښت لامل کیږي ــ د اسلامي امارت رهبر

نوموړي دا څرګندونې د لوړو زده کړو وزارت له وزیر، مرستیالانو، مرکزي ریاستونو، دیني جامعاتو او دولتي پوهنتونونو له رییسانو سره په کتنه کې کړې دي.

Published

on

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده ویلي؛ اطاعت، اتفاق او یووالی د نظام د ټینګښت له مهمو لاملونو څخه دي او علماء باید په ټولنه کې د دغو ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.

نوموړي دا څرګندونې د لوړو زده کړو وزارت له وزیر، مرستیالانو، مرکزي ریاستونو، دیني جامعاتو او دولتي پوهنتونونو له رییسانو سره په کتنه کې کړې دي.

د اسلامي امارت رهبر زیاته کړې، علماء د ټولنې پر وړاندې ستر مسوولیت لري او باید خلک له دیني مسایلو او شرعي احکامو سره بلد کړي.

هغه زیاته کړې؛ که علماء پر سمه لار روان وي او حکومتي مسوولان هم خپلې دندې سمې ترسره کړي، خلک به یې اطاعت کوي.

شیخ هبة‌الله آخوندزاده د پوهنتونونو له مسوولانو غوښتي، چې د محصلانو زده‌کړو او روزنې ته جدي پاملرنه وکړي او هغوی د علمي زده کړو ترڅنګ له دیني مسایلو سره هم بلد کړي.

هغه ویلي، محصلان به په راتلونکي کې د حکومت او ټولنې په بېلابېلو برخو لکه: طب، انجنیري او نورو برخو کې مسوولیتونه پر غاړه واخلي او د پوهنتونونو مسوولان باید د هغوی د روزنې لپاره ډېرې هڅې وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د مالداویا ولسمشرې د اسلامي امارت پلاوي ته پر ویزه صادرولو نیوکه وکړه

ساندو له «جورنال ټي‌وي» سره په مرکه کې ویلي، د مالداویا د کرنې وزارت یوه مرستیال د افغان پلاوي د ویزې له غوښتنې وړاندې د خپل هېواد د حکومت له لوري د اسلامي امارت په اړه د پالیسۍ په اړه څېړنه نه‌وه کړې.

Published

on

د مالداویا ولسمشرې مایا ساندو د افغانستان اسلامي امارت یوه پلاوي ته د ویزې پر ورکړې نیوکه کړې او څرګندوي، چې دغه سفر د حکومت د ځینو چارواکو له لوري د اسلامي امارت په اړه د خپل هېواد له پالیسۍ د ناپوهۍ له کبله ترسره شوی دی.

ساندو له «جورنال ټي‌وي» سره په مرکه کې ویلي، د مالداویا د کرنې وزارت یوه مرستیال د افغان پلاوي د ویزې له غوښتنې وړاندې د خپل هېواد د حکومت له لوري د اسلامي امارت په اړه د پالیسۍ په اړه څېړنه نه‌وه کړې.

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هم د ویزې غوښتنه د لېږونکي لوړپوړي مقام له کبله داسې انګېرلې وه، چې غوښتنه له مخکې تائید شوې ده.

د مالداویا ولسمشرې دغه موضوع «د شرم وړ» بللې او د دې پرېکړې پر مسوولو چارواکو یې د انضباطي چلند غوښتنه کړې ده.

ساندو ویلي:« زما د معلوماتو له مخې؛ د کرنې وزارت یوه مرستیال دا نه‌وه څېړلې، چې د افغانستان د رژیم په اړه د مالداویا جمهوریت پالیسي څه ده. دا موضوع د حیرانتیا وړ ده.»

هغې زیاته کړې؛ حکومت ورته ویلي، چې د ورته پېښو له تکرار څخه د مخنیوی لپاره به له مسوولو چارواکو سره انضباطي چلند وشي.

له دې مخکې د مالدووا د کرنې وزارت مرستیال واسیله ساربن ویلي وه، چې د افغان پلاوي سفر د یوه مالداوي شرکت د غوښتنې له مخې ترسره شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، دغه شرکت کرنیز محصولات تولیدوي او خپل محصولات ازبکستان ته صادروي او غوښتل یې، چې په افغانستان کې هم خپل د پلور بازار پراخ کړي.

ساربن ویلي، افغان استازو د دغو محصولاتو د تولید له بهیر سره د بلدتیا لپاره مالداویا ته د سفر غوښتنه کړې وه.

د افغان پلاوي مشري د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدر اعظم عثماني کوله.

Continue Reading

تازه خبرونه

سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ګډه دفاعي هوکړه لاسلیک کړه

د امریکا او اسرائیلو له‌خوا د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه پر ایران له برید وروسته، چې په سیمه کې یې کلونه اوږد تاوتریخوالی زیات کړ؛ ایران او متحدانو یې پر سعودي عربستان او د فارس خلیج پر نورو هېوادونو توغندیز بریدونه کړي او د دغو هېوادونو د انرژۍ د لېږد بهیر یې هم ګډوډ کړی دی.

Published

on

Last Updated on: زمری ۱۷, ۱۴۰۵

سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې د جمعې پر ورځ په مکه کې ګډه دفاعي هوکړه لاسلیک کړه؛ دا په داسې حال ده، چې په سیمه کې شخړو د فارس خلیج د تېلو پر صادرونکو هېوادونو د توغندیزو بریدونو څپه رامنځته کړې ده.

د امریکا او اسرائیلو له‌خوا د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه پر ایران له برید وروسته، چې په سیمه کې یې کلونه اوږد تاوتریخوالی زیات کړ؛ ایران او متحدانو یې پر سعودي عربستان او د فارس خلیج پر نورو هېوادونو توغندیز بریدونه کړي او د دغو هېوادونو د انرژۍ د لېږد بهیر یې هم ګډوډ کړی دی.

د ګډې اعلامیې له مخې؛ د دې هوکړې موخه د هر ډول تېري پر وړاندې د ګډ مخنیوي ځواک پیاوړي کول دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې پر یوه هېواد هر ډول وسله‌وال برید به پر ټولو درې هېوادونو برید ګڼل کېږي.

که څه هم په اعلامیه کې د «مکې ګډې دفاعي هوکړې» په چوکاټ کې د هر لوري د ژمنو او مسوولیتونو په اړه جزئیات ورکړ شوي نه‌دي؛ خو ټینګار شوی، چې دا هوکړه د ګډ امنیت د پیاوړتیا او په سیمه او له هغې ورهاخوا د سولې، امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره شوې ده.

د ترکیې یوه چارواکي دغه هوکړه دفاعي بللې او ویلي یې دي، چې دا تړون د کوم ځانګړي لوري پر ضد نه‌دی جوړ شوی؛ د سیمې نورو هېوادونو ته هم د یوځای کېدا لپاره پرانیستی دی او هیڅ یوه موجوده دوه‌اړخیزه یا څو اړخیزه هوکړه نه لغوه کوي او نه یې ځای نیسي.

دغه درې هېوادونه پر ځانګړي توګه د اسرائیلو د مخ پر زیاتېدونکو پوځي دریځونو او همدارنګه د شیعه او انقلابي تمایل لرونکي ایران د دریځونو په اړه اندېښمن دي. دا په داسې حال کې ده، چې د دوی پخوانی متحد، امریکا، په سیمه کې د بې‌ثباتۍ د کابو کولو له ننګونو سره مخ دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117