Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان د واخان پر اقتصادي دهلیز د ګډ کار غوښتنه وکړه

خپور شوی

د

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي چین ته د سفر پر مهال ویلي؛ د ترانس همالیه  فورم د اقتصادي بحثونو لپاره مؤثره وسیله ده.

د بهرنیو چارو وزارتد درېیم سیاسي دفتر د څرګندونو له مخې؛ امیر خان متقي ویلي: اوس د افغانستان له امنیت او ثبات څخه د ګټې پورته کولو وخت رارسېدلی دی. باید افغانستان د جګړو د ډګر پر ځای د سیمې د اقتصادي نښلېدا پر مرکز بدل شي.

ذاکر جلالي د امیر خان متقي د څرګندونو له مخې زیاته کړې: د اقلیمي بدلونونو په پایله کې ډېر حیوانات له منځه تللي او انساني ژوند یې سخت ځپلی دی او نږدې ۲۱میلیون افغانان، چې د افغانستان نیم نفوس تشکیلوي؛ د څښکاک روغتیایي اوبو له کمښت سره مخ دي او د اوږدو کلونو بې‌ثباتۍ او مسوول حکومت د نه‌شتون له کبله زمونږ د ځنګلونو فیصدي له ۳ څخه ۱.۵ ته راټیټه شوې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې کومې ځانګړې سیمې پورې محدودي نه پاتېږي او له ناوړه پایلو څخه یې فقیر او وروسته پاتې هېوادونه اغېزمن دي.

امیر خان متقي ټینګار کړی؛ حکومت لیواله دی، چې د چین د هوکړې او همکارۍ له مخې د واخان پر اقتصادي دهلیز  کار وشي او د همالیا د غرونو لړۍ زمونږ او د چین ترمنځ د جلاوالي نښه نه، بلکې د اتصال بېلګه شي او افغانستان او چین مخامخ له یو بل سره ونښلي.

د متقي د ټینګار له مخې؛ اړتیاده، چې د اقلیم د بدلون په تړاو ګډه مبارزه وکړو. افغانستان له خپلو منابعو څخه پر ګټه اخیستلو دې مبارزې ته بشپړ ژمن دی.

امیر خان متقي د نړیوالې همکارۍ لپاره د ترانس همالیا په درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ د سې شنبې پر ورځ ( دتلې ۱۱) چین ته تلی دی.

په دغه سفر کې د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري او د اسلامي امارت یو شمیر نور چارواکي هم ملګري دي.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ويلي، چې په دې غونډه کې به د هماليا د غره د پرتو هېوادونو د اقتصادي همکاريو، سيمه ييز اتصال او ايکولوژيکي بدلونونو په اړه خبرې وشي.

ویل کیږي، چې د اسلامي امارت پلاوی به د دغې سرمشریزې په څنډه کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر او د نورو هېوادونو له استازو سره هم دوه اړخیزې ناستې ولري.

تازه خبرونه

سوداګر دې قانوني پانګونه وکړي – د بدخشان والي مرستیال

حقجو په فیض‌آباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشه‌يي توکو قاچاق ته ځانګړې نه‌کړي او په دې کار سره ځوانان پر نشه‌يي توکو اخته نه‌کړي.

Published

on

د بدخشان ولایت د والي مرستیال جمال‌الدین حقجو له سوداګرو غوښتي، چې خپلې پانګې په قانوني او تولیدي برخو کې ولګوي او د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.

حقجو په فیض‌آباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشه‌يي توکو قاچاق ته ځانګړې نه‌کړي او په دې کار سره ځوانان پر نشه‌يي توکو اخته نه‌کړي.

حقجو وویل، اوس مهال په ټول افغانستان کې زرګونه کسان په نشه‌يي توکو روږدي دي او له سوداګرو یې وغوښتل، چې د نشه‌يي توکو په قاچاق کې پانګونه ونه‌کړي.

دغه راز په دې مراسمو کې نورو سیمه‌ییزو چارواکو له ولس وغوښتل، چې د حکومت پر وړاندې د درېدا پر ځای دې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.

دوی ویلي؛ د اقتصادي فعالیتونو پراختیا کولی شي د بېوزلۍ او نورو هغو ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي، چې زرګونه کورنۍ ورسره مخ دي.

چارواکو له بانکونو او سوداګرو هم وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د اسلامي اصولو له مخې ترسره کړي.

د افغان ملي بانک نوې پرانیستل شوې څانګه به د بدخشان اوسېدونکو ته بانکي خدمتونه وړاندې کړي.

د بانک ملي بانک چارواکي وايي؛ هغه دولتي کارکوونکي، چې معاشونه یې د دې بانک له لارې ترلاسه کیږي؛ د بانک د تګلارې له مخې به د پور له خدمتونو هم برخمن شي.

د بدخشان اوسېدونکو د دې څانګې پرانیستل بانکي خدمتونو ته د لاسرسي د آسانتیا لپاره مهم وبلل او له بانکونو یې وغوښتل، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې هم خپلې څانګې پرانیزي.

چارواکو له سوداګرو او دولتي ادارو وغوښتل، چې د پانګونې او د بانک له خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د دغه بانک ملاتړ وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ایران کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه افغان کډوال مړه شوي

د بشري حقونو د «حال‌وش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووه‌ویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له کبله اووه کسان مړه شوي دي.

د بشري حقونو د «حال‌وش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووه‌ویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سیستان او بلوچستان د ټرافیک پولیسو قومندان سیاوش محبي ویلي، چې افغان وګړي ناقانونه ایران ته راننوتلي وه.

هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې نهه نور ټپیان شوي دي.

محبي د پېښې لامل د کډوالو لېږدوونکي موټر د چلوونکي بې‌احتیاطي بللې ده.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.

Published

on

د اسلامي همکاریو ټولنې اعلان کړی، چې د افغانستان په اړه د دې ټولنې د تماس ډلې غونډه به د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې ترسره شي.

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.

د غونډې موخه د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو ترمنځ د نظرونو همغږي او د دغه هېواد د وضعیت په تړاو د ګډ دریځ پیاوړتیا بلل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې به د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کلنۍ غونډه هم ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزیرانو په دې کلنۍ غونډه کې به د اسلامي نړۍ پر مهمو موضوعاتو سربېره د افغانستان وضعیت او له دغه هېواد سره د اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وشي.

د اسلامي همکاریو ټولن د افغانستان د وضعیت په اړه د تماس ډله کې د غړیو هېوادونو استازي شامل دي او دغه ډله د افغانستان اړوند د بحثونو او د نظرونو د همغږۍ لپاره جوړ شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!