سیمه ییز خبرونه
افغانستان د واكسين د نړيوال ائتلاف له خوا وستايل شو
افغانستان نړيوالو سياسي او اقتصادي ژمنو ته اړ او شل سلنه ماشومان د واكسين په ملي بهير كې له ورگډيو پاته دي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، چې:
په تېرو دوه كلونو كې اتيا سلنه هغه ماشومان د دواكسين په ملي بهير كې شامل شوي، چې يو كلن عمر لري؛ خو پاتې شل سلنه نور د بېلابېلو لاملونو له كبله له واكسين بې برخې پاته دي.
په همدې موخه افغانستان له دې كبله، چې ډېر ماشومان يې د واكسين د پيل شوې لړۍ تر پوښښ لاندې راوستي؛ د واكسين د نړيوال ائتلاف له خوا وستايل شو.
كه څه هم افغان دولت او په ځانگړي توگه د عامې روغتيا وزارت په كراتو كراتو د مالي بوديجې لږوالى، د ناامنيو روان بهير او د روغتيايي كاركوونكيو كموالى د واكسين د لړۍ په برخه كې لويه ستونزه بولي؛ خو په دې وروستيو كې افغانستان له دې كبله، چې د دغه هېواد ډېري ماشومان يې د واكسين ملي لړۍ تر پوښښ لاندې را وستي؛ د واكسين نړيوال ائتلاف له خوا وستايل شو.
د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل وايي، چې:
د واكسين نړيوال بنسټ افغانستان روغتيايي خدمتونو ته د ژمنتيا او د مور و ماشوم د مړينې د كچې د ټيټولو له كبله ستايلى دى. اوس هم په هېواد كې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې كولو په برخه كې گڼې ستونزې شته او د دغو ستونزو د اوارولو په موخه افغانستان اوږد مهالو سياسي او اقتصادي ژمنو ته اړتيا لري.
د واكسين نړيوال ائتلاف يو نړيوال بنسټ دى، چې شاوخوا يو نيم كال وړاندې يې افغانستان غړيتوب ترلاسه كړى دى. په تېرو دوه كلونو كې له پېنځه كلونو څخه د كم عمره ماشومانو د مړينې په اړه له شمېرنې په ډاگه شوې، چې په هرو څلور ماشومانو كې يو ماشوم خپل ژوند له لاسه وركړى؛ خو په روان كال كې دا شمېر په هرو لس ماشومانو كې يو ماشوم ښودل شوى دى.