تازه خبرونه

افغانستان د ډیټا لېږد له لارې سویلي او منځنۍ آسیا سره نښلولی شي ــ ملا برادر

ملا برادر په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د لومړي نندارتون د پرانیستې پر مهال د دې سکټور پراختیا د اسلامي امارت له لومړیتوبونو وبلله.

Published

on

Last Updated on: زمری ۵, ۱۴۰۵

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي؛ افغانستان دا وړتیا لري، چې د ډیټا د ټرانزیټ او لېږد له لارې سویلي آسیا له منځنۍ آسیا سره ونښلوي.

ملا برادر په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د لومړي نندارتون د پرانیستې پر مهال د دې سکټور پراختیا د اسلامي امارت له لومړیتوبونو وبلله.

ملا برادر ویلي:« د مخابراتو او ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ د اوسني عصر غوښتنه ده او اسلامي امارت غواړي له شته امکاناتو پر ګټه اخیستنه، په تدریجي ډول د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره سیالي وکړي.»

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا راپدېخوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او د ډیجیټلي حکومتولۍ په برخه کې هم لاسته راوړنې شته.

په همدې حال کې د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ډیجیټلي حکومتولۍ پر پراختیا ټینګار کړی او څرګندوي؛ ټولې دولتي ادارې باید خپل خدمات د ډیجیټلي سیسټمونو له لارې وړاندې او له یو بل سره ونښلول شي، چې خلکو ته نورې زیاتې آسانتیاوې برابرې شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم د صادراتو د بهیر د ساده کولو او ډیجیټلي کولو له پلانونو خبر ورکړ او وایي، د حکومتولۍ برښنايي کول او د سیسټمونو یوځای کول به ډېر ژر عملي شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبدالاحد فضلي ډاډ ورکړ، چې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا لړۍ به په ټول هېواد کې وغځېږي؛ په ځانګړي توګه هغو لرې پرتو سیمو ته، چې اوس هم له دغو خدمتونو بې برخې دي.

دغه راز مخابراتي شرکتونو هم د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د ټکنالوژۍ د ودې لپاره به له حکومت سره همغږي او همکاري کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ لومړی نندارتون د دولتي چارواکو او د ټکنالوژۍ د سکټور د شرکتونو په ګډون په کابل کې ترسره شو. د نندارتون په پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ډیجیټلي خدمتونو د پراختیا او د عامه خدمتونو د آسانتیا لپاره له څو دولتي ادارو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه هم لاسلیک کړل.

Trending

Exit mobile version