Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان له شرط پرته له طالبانو سره خبرو پیلولو ته چمتو دی ـ عبدالله عبدالله

خپور شوی

د

د ملي پخلاینې عالی شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي؛ ده او ولسمشر غني پرېکړه کړې، چې له شرط پرته له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، چې د امریکا د سولې انستیتیوت ته د ویډیو کنفرانس له لارې پر افغان سوله غږیدلی دی.

 

عبدالله زیاته کړې؛ په دې ویدیو کنفرانس کې یې د سولې د هر اړخیزې تګلارې د جوړولو یادونه کړې او له طالبانو یې غوښتي، چې د خپلې راتلونکې د ټاکلو لپاره باید د خلکو ارادې ته درناوی وکړي.

نوموړی وایي: مونږ د ( اسلامي جمهوریت ) په توګه پرېکړه کړې، چې د سولې خبرو لپاره هیڅ ډول شرط نلرو؛ زمونږ مرکچي پلاوی حاضر دی، چې خپلمنځی خبرې پیل کړي.

عبدالله ویلي اوس یې ټول تمرکز د زندانیانو پرخوشې کولو او د تاوتریخوالي پر کمولو کړی دی.

هغه دا هم په ډاګه کړې؛ که تاوتریخوالی همداسې روان وي، نو د سولې خبرو لپاره به مناسبه زمینه برابره نشي. دا، چې مونږ د خبرو لپاره هیڅ شرط نلرو؛ مقابل لوری هم باید دا موضوع په پام کې ونیسي. که د سوله ییز حل په لټه کې یو؛ نو په کار ده، چې ټول په ګډه کار وکړو.

له بلې خوا یو شمېر هېوادوال او د نظر خاوندان نیوکې کوي، چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي پخلاینې عالي شورا چارې ځنډنۍ شوې دي.

د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیلیدو لپاره د زندانیانو خوشې کول مهم بلل کیږي.

تر اوسه افغان حکومت له درې زره ډېر طالب زندانیان خوشې کړي او طالبانو هم له پېنځه سوه ډېر افغان سرتېري له خپلو زندانونو خوشې کړي؛ خو طالبان ټينګار کوي، چې د خبرو له پیلیدو مخکې باید د دوی ټول پېنځه زره زندانیان د افغان حکومت له زندانونو را خوشې شي.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر آغا وایي: هر کله، چې د طالبانو ټول پېنځه زره بتدیان خوشې شي؛ یوه اوونۍ وروسته به خپلمنځی خبرې پیل شي.

په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته تمه وه، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې به په جون میاشت کې پيل شي؛ خو دا، چې د بندیانو ټاکل شوی شمېر د دواړو اړخونو لخوا ندي خوشې شوي؛ خپلمنځي خبرې هم ځنډنۍ شوې دي.

 

تازه خبرونه

د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

Published

on

نن سې‌شنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ‌ژوبله اوښتې

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد منلې، چې د پاکستان پوځ تېره شپه( د وږي یودېرشمه) درې بجې د کونړ او پکتیکا ولایتونو پر یو شمېر ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.

ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

دغه راز په پکتیکا کې هم د پاکستاني پوځ په هوايي برید کې یو کور او یو سیمه‌ییز دوکان پر نښه شوي، خو د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

ذبیح الله مجاهد یاد بریدونه غندلي او د ملکي سیمو پر نښه کول یې د جنایتونو تکرار بللی دی.

د نوموړي په څرګندونو کې راغلي، چې د پاکستان پوځي کړۍ د خپل هېواد دننه له امنیتي ستونزو څخه د خلکو د پام اړولو لپاره یو ځل بیا ورته اقدام کړی دی.

هغه ویلي، چې افغانان به د دغو بریدونو پر وړاندې مناسب ځواب ورکړي.

 
 
Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

Published

on

د کونړ امنیتي چارواکو ويلي؛ تېره شپه شاوخوا درې بجې د پاکستاني پوځ جیټ الوتکو د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اړوند د زلزله‌ځپلیو لپاره پر جوړ شوي یوه کمپ هوايي برید کړی دی.

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

 
 
 
Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!